تاند- د افغانستان په اړه د مسکو غونډه نن /جمعه/ د افغانستان او طالبانو په ګډون د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف په وینا پیلېږي.

طالبان به په دې غونډه کې خپل دریځ بیان کړي خو له کوم لوري سره به خبرې ونه کړي.

ظاهراً افغانستان دې غونډې ته چندان اهمیت نه دی ورکړی او د سولې د عالي شورا یو څلور کسیز پلاوی یې وراستولی چې د دې شورا رييس هم په هغه کې شامل نه دی.

امریکا او هند، چې مخکې ویلي وو چې د مسکو په غونډه کې به ګډون ونه کړي، وروسته وویل چې استازي به ورولېږي.

امریکا ویلي چې استازی به یې د مسکو په غونډه کې د څارونکي په توګه ګډون وکړي.

ایران، پاکستان، چین او د منځنۍ اسیا هیوادونو هم ویلي چې استازي به یې د مسکو په کنفرانس کې ګډون وکړي.

دا یو ورځینۍ غونډه سمبولیک اهمیت لري، په تېره بیا د طالبانو لپاره مهمه غونډ‌ه بلل کېږي ځکه چې د لومړي ځل لپاره به په یوه نړیوال فورم کې خپل نظرونه اعلان کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *