د ډان ورځپاڼي د فبرورۍ د ۲۴ سرمقاله
ژباړه: محمد سمیع صادق
د افغانستان معامله
یو لړ خنډونو او ناکامیو ته تر نژدې کېدو وروسته د امریکا او طالبانو تر منځ تړون بلاخره حتمي بریښي.
تېره جمعه دواړو خواوو د يوې اونۍ لپاره د محدود اوربند اعلان وکړ چي تېره شنبه پلی سو، او که په دې موده کي هر څه سم تېر سوه نو مخالفې غاړې به د فبرورۍ پر ۲۹ مه په دوحه کې د سولې اوږدمهاله موافقه لاسلیک کړي.

که دا پلان په بریا سره پر مخ ولاړ سي نو دا به په افغانستان کې یو تاریخي فرصت وي چې پکې وینې تویونې ته د پای ټکی کښېښول سي او د دې ځپل سوي هیواد د بیا جوړونې بهیر به پیل سي.
پر امریکا د سپټمبر د ۹ بريد په پایله کې امریکا په کابل کي واکمن طالبان راوپرځول او له همهغه ۲۰۰۱ راهیسي تر اوسه پوري په افغانستان کي شتون لري. له هغه راهیسي امریکا او د هغه متحدین په افغانستان کي د اثر و رسوخ خاوندان او د دولت د ملاتړ اصلي ضامنان دي، له بلي خوا طالبان په افغانستان کي د پام وړ سیمې تر ولکې لاندي لري او په ځينو منطقو کې خو آن تر افغان دولت هم له ډېره واکه برخمن دي.
له همدې کبله به د امریکا او طالبانو تر منځ هر راز جوړجاړی د ښکېلو افغان غاړو تر منځ د برابروالۍ تحول را منځ ته او بین الافغاني مذاکراتو ته به لاره هواره کړي. په دې ورستیو کي د سراج الدین حقاني، د هغې حقاني تنظیم یا شبکې مشر کومه چي امریکا ترهګره اعلان کړې وه، په نیویارک ټایمز کي د مقالې چاپېدل د دې ښکارندويي کوي چي د امریکا د چارو چلوونکي طالبان د یو جایز لوبغاړي په صفت مني.
جالبه دا ده چي ډېر کم وخت دمخه امريکا پاکستان ځکه تر کلک فشار لاندي نیولی وو چې حقاني شبکې ته یې پټنځایونه برابر کړي وه. دا د دې څرګندويي کوي چې د بین المللي سیاست په بهانده نړۍ کي ادراک او انتصاب په ډېري چټکتیا سره بدلون موندلای سي. ښاغلي حقاني په خپله ښکلي مقاله کې يو ځای لیکلي:((ټوله له جنګه ستړې ده،)) په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ویلي دي چې تر اورکم وروسته تمه کیږي چې د امریکا او طالبانو تر منځ تړون به نور هم وړاندي ولاړ سي.
پرته له کومه شکه چي طالبان د تشدد سره نالبده نه دي خو په فطرت کي له نورو جنګیاليو ډلو لکه القائده او داعش سره نسبتاً توپير لري ځکه چي دغه افغان ګروپ یو ملي لرلید لري او د افغانستان څخه د امریکایانو خروج غواړي مګر هغه نوري یادي سوي ډلي د ځواکمن او د اسلامي اتحاد پر بنسټونو ولاړ یو نظام د منځ ته راوړلو هدفونه لري.
دا هم یوه خوشاینده نښه ده چي د تړون د کامیابه کېدو په صورت کي طالبانو له افغان دولت سره د خبرو کولو تعهد کړی دی. اصلا په افغانستان کي هر هغه بهیر چي موخه ئې تلپاتې سوله وي تر هغه وخته احتمالي نه دی تر څو واک او مشري ئې له افغانانو سره نه وي او تر څو د دغه هیواد و ګڼو قومونو او قبېلو ته ونډه نه وي پکښي ورکول سوې.
خو که د کابل واکمن قشر غواړي چي له طالبانو سره یوې کاميابي موافقې ته ورسيږي، ورته په کار ده چې اول دي خپلې کورنۍ چارې تنظیم کړي.
د افغانستان له ولسمشریزو ټاکنو وروسته په دې هیواد کي خصومت را منځ ته سوی دی چي په ترڅ کي ئې عبدالله عبدالله د ټاکنو پايلې نه مني او د اشرف غني بریا یې تر سوال لاندي راوستلې ده.
که په کابل کي د قدرت لپاره یوه بله مبارزه پیل سوه نو د سولې د یوه دوام داره موافقې کامیابي محال ده.