د ستراتېژيکو او سيمهييزو څېړنو مرکز[1]
تېره اوونۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ‘توماس شنن’ افغانستان ته په یوه رسمي سفر راغی او له افغان ولسمشر اشرف غني، اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي او نورو جګپوړو چارواکو سره یې ولیدل. دا افغانستان ته د دېموکراتانو لهخوا د دوی د ۸ کلنې دورې وروستی سفر و؛ ځکه د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ په ۲۰مه به د جمهوريغوښتونکو ګوند نوماند ډونالډ ټرمپ د امریکا د نوي ولسمشر په توګه لوړه وکړي.
له امریکا څخه د راغلي پلاوي موخه له افغانستان سره د امریکا د نوې ادارې د اړیکو او همکاریو په تړاو د ډاډ ورکړه وه. نوموړي وویل: «له افغانستان سره زموږ ژمنې د جنورۍ په شلمه پای ته نه رسېږي، بلکې دا اړیکې به لا پراخې او ژورې شي؛ د دغو اړیکو ستراتيژيک ارزښت ټولو ته څرګند دی او هغه ستر فرصتونه او امکانات چې دلته شته، په افغانستان کې زموږ د ښکېلتیا څرګندوی دي.»
دا چې په افغانستان کې د تېرو امریکايي حکومتونو تګلاره څه ډول وه، د افغانستان په تړاو به د ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ بهرنی سیاست څه وي، د افغانستان اوسنی وضعیت څرنګه دی او د امريکا نوي ولسمشر ته په اسلامي نړۍ او په تېره بیا افغانستان کې څه کول پهکار دي؟ هغه پوښتنې دي، چې دلته مو ځواب کړې دي.
د امریکا د تېرو حکومتونو تګلارې
په وروستيو ۱۵ کلونو کې په افغانستان کې د امریکا تګلاره په دوو برخو وېشل شوې وه: لومړۍ برخه د جمهوريغوښتونکي جیورج ډبلیو بُش تر واکمنۍ لاندې تګلاره وه او دویمه بیا د دېموکرات بارک اوباما د دورې تګلاره وه. په لومړۍ دوره کې د افغانستان او امریکا ترمنځ اړیکې تودې او نږدې وې. د امریکایانو بنسټیزه تګلاره دا وه، چې د طالبانو نظام ړنګ کړي او پرځای یې یو نوی حکومت رامنځته شي. همداسې وشول؛ د طالبانو نظام ړنګ شو او پرځای یې د حامد کرزي تر مشرۍ لاندې نوی حکومت جوړ شو، چې نړیوالې ټولنې په تېره بیا امریکا ترې ملاتړ او په پراخه کچه یې ورسره مرستې وکړې. خو کله چې په هېواد کې طالبانو بياځلې جګړه پيل کړه او دا جګړه کال په کال د تودېدلو په لور ولاړه، نو د امریکایانو تګلاره تر ډېره پر روانه جګړه راوڅرخېده او تراوسه هم پرې متکي ده.
د بارک اوباما په دوره کې د حامد کرزي او امریکا ترمنځ اړیکې خرابې شوې او همدا لامل و، چې د امریکا تګلاره هم تر ډېره متذبذبه شوه، یو مهال به د سرتېرو د زیاتېدو پریکړه وشوه، بل ځل به بیا د امریکايي سرتېرو د وتلو.
کله چې د ملي یووالي حکومت جوړ شو، د امریکا او افغان حکومت ترمنځ اړیکې بيا ورغېدې. له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک شو، دوی ته د شپنیو عملیاتو اجازه ورکړل شوه او تر ډېره د امریکایانو پر هغو بریدونو هم، چې ملکي کسان او امنیتي ځواکونه پکې په نښه شول، چوپتیا غوره شوه. همدا لامل و، چې بارک اوباما د افغان حکومت په خوښه له افغانستانه د خپلو سرتېرو د ايستلو پروسه هم وځنډوله.
د افغانستان په اړه د ټرمپ اټکلي سياست
د امریکا د ۲۰۱۶ کال د ولسمشریزو ټاکنو پرمهال بهرنی سیاست او په تېره بیا د افغانستان په اړه ډېر جدي بحثونه ونه شول، حتی افغانستان تر ډېره د دغو بحثونو برخه نه و. يو لامل هم دا و، چې دغه جګړه جمهوريغوښتونکو پیل کړې وه او وروسته د ديموکراتانو په دوو دورو کې هم حل نه شوه، نو ځکه دواړو لوریو هڅه وکړه، چې دغه موضوع ډېره ونه څېړي.
دغه راز ډونالډ ټرمپ هم په سیاست او په تېره بیا بهرني سیاست کې ډېره تجربه نه لري. د افغانستان په اړه یې ډېر څه نه دي ویلي؛ خو که څه یې ویلي هم وي، په ښکاره ډول ترې څرګنده ده چې معلومات او څرګندونې يې ډېرې ضد او نقیض دي. ټرمپ په ۲۰۱۲ کال کې ویلي وو، چې له افغانستانه به ټول سرتېري وباسي. په ۲۰۱۳ کال کې چې کله په افغانستان کې د ملي اردو د ځینو سرتېرو لهخوا بهرني سرتېري ووژل شول، ټرمپ یې وپاراوه او ویې ویل: «راځئ چې له افغانستانه ووځو، زموږ سرتېري د هغو افغانانو له لوري وژل کېږي، چې موږ روزلي دي. موږ هلته ملیاردونه ډالر ضایع کړل، دا د منلو وړ نه ده». وروسته بیا ټرمپ خپل دغه نظر بدل کړ او په افغانستان کې د امریکا د ۹۸۰۰ سرتېرو د پاتې کېدو غوښتونکی شو؛ ځکه د ده په اند په افغانستان کې شتون د پاکستان لپاره هم اړین دی. په ۲۰۱۵ کال کې يې دا هم وویل، چې په افغانستان کې د امریکا روانه جګړه تېروتنه نه وه. د دې ترڅنګ ډونلډ ټرمپ یوځل دا هم ویلي وو، چې د امریکا په ځینو ښارونو کې امنیتي وضعیت دومره بوږنوونکی دی، چې د افغانستان امنیت هم پرې ښه دی. د ډونالډ ټرمپ د بېتجربهګۍ او د ده د ضد او نقیض څرګندونو له کبله ده، چې دی یې غیر اټکلي ګرځولی دی.
همدا لامل دی، چې د افغانستان په تړاو به د ډونلډ ټرمپ ډېری تګلاره د ده له ولسمشر کېدو وروسته معلومه شي؛ خو بیا هم شته معلوماتو ته په کتلو سره داسې انګېرل کېږي، چې په افغانستان کې به د امریکايي سرتېرو د وتلو پروګرام او د پوځي اډو تګلاره د بارک اوباما د وروستي کال د تګلارې په څېر وي. بیا به هم افغان حکومت ته، چې د ډیموکراتانو د بهرنیو چارو وزیر جان کېري په منځګړتوب جوړ شوی، لویه ننګونه له ډونالډ ټرمپ سره د اړیکو ساتنه او د خپلو داخلي اختلافاتو پرمهال له ده څخه د مخالفتونو د ختمولو غوښتنه کول وي.
افغانستان؛ د ډونالډ ټرمپ د پاملرنې وړ
که څه هم په نړیواله کچه د منځني ختیځ وضعیت او له روسیې سره د امریکا اړیکې به هغه څه وي، چې د ډونالډ ټرمپ بهرنی سیاست به اغېزمن کړي؛ خو د افغانستان اوسنی وضعیت به هم د امریکا د نوي ولسمشر لپاره د پاملرنې وړ وي. هغه هم داسې مهال چې امنیتي وضعیت پکې د بل هر وخت په پرتله خراب شوی، امنیتي پېښې، چاودنې، تلفات او د ولسوالیو سقوطونه زیات شوي، د سولې پروسه له بنبست سره مخ شوې، اقتصادي وضعیت هم خراب دی (که څه هم د اقتصادي ارقامو له مخې د ۱۳۹۴ کال په پرتله اقتصادي وضعيت لږ ښه شوی دی)، په اداري فساد کې هم د یوې سروې له مخې د ۲۰۱۴ کال په پرتله په ۲۰۱۶ کې زیات رشوت ورکړل شوی. ځکه نو د امریکا نوی ولسمشر به دغه حالت په دقت سره وڅاري او راتلونکې پریکړې به یې د همدغه وضعیت تر اغېزو لاندې وي.
د امريکا نوي ولسمشر ته څه کول پهکار دي؟
ډونالډ ټرمپ داسې مهال د امریکا ولسمشر کېږي، چې په اسلامي نړۍ کې هر لوری تاوتریخوالی او کورنۍ جګړې دي، چې تر شا يې تر ډېره د امریکا تګلارې مقصرې ګڼل کېږي. په شمالي افریقا، د خلیج هېوادونو، سوېلي اسیا او په ټوله کې په منځني ختیځ کې حالات ترېینګلي دي. د همدغو حالاتو له کبله ده، چې د یوویشتمې پېړۍ ۲۰۱۶ کال د اسلامي نړۍ لپاره تر ټولو خونړی کال شو. همدې ټکي ته په کتلو سره امریکا باید په اسلامي نړۍ کې د خلکو له حکومتونو ملاتړ وکړي، نه له مستبدو او کودتايي حکومتونو.
دغه راز په اسلامي نړۍ کې یو شمېر مفکورې او نظریې داسې هم دي، چې په اسلامي نړۍ کې د یو شمېر جنګي ډلو تر شا د امريکا لاس دی؛ ځکه د دوی په اند امریکا غواړي، چې خپلو موخو ته د دغو جنګي ډلو له لارې ورسېږي. همدا راز د امریکا تګلارو په اسلامي نړۍ کې توندلارۍ ته هم لاره هواره کړې. په بل اړخ کې په افغانستان کې جګړه له تېرو پنځلسو کلونو راهيسې راروانه ده او دلته یو شمېر خلک په دې اند دي، چې امریکا په افغانستان او سیمه کې د جګړې دوام غواړي؛ ځکه په سیمه کې روانه جګړه به د دوی ګټې خوندي کړي. له همدې امله اوس په سیمه کې د داعش د راپورته کېدا تر شا هم امریکا ته ګوته نیول کېږي او داسې انګېرل کېږي چې امریکا چین او روسیې ته له دغې لارې سرخوږی جوړول غواړي. دغو نکاتو ته په کتلو سره د امریکا نوی حکومت نه يوازې دا چې د دغو اتهاماتو د ورکولو پالیسي غوره کړي، بلکې خپلې تګلارې هم داسې جوړې کړي، چې په اسلامي نړۍ کې د توندلارۍ غبرګونیزو چلندونو ته هم د پای ټکی کېږدي.
همدا راز د امریکا نوی ولسمشر باید په افغانستان کې د سولې له بهیر سره یوځای او ترې ملاتړ وکړي او دا چې د افغانستان جګړه امريکا پيل کړې، اوس د یوه ضمانت کوونکي په توګه رول ولوبوي او دغه جګړه نوره پای ته ورسوي. ځکه په افغانستان کې سوله نه يوازې د افغانانو بلکې د امریکا او ټولې نړۍ په ګټه ده.
[1] د ستراتېژيکو او سيمهييزو څېړنو مرکز يو غيردولتي ارګان دی چې په ۲۰۰۹ کال کې په کابل کې تاسيس شوی دی. اړيکې: ۰۷۸۴۰۸۹۵۹۰، [email protected]، وېبپاڼه: www.csrskabul.com