تاند- ګرېم سمیت (Graeme Smith) د خپل غیرداستاني اثر په خاطر د هیلري ویسټن ټرسټ پرایز(جایزه) وګټله.
د ده دا کتاب (The Dogs Are Eating Them Now: Our War in Afghanistan) یا «سپي اوس دوی خوري: په افغانستان» کې زموږ جګړه نومېږي.
د هیلري ویسټن د لیکوالو جایزه(Hilary Weston Writers’ Trust Prize)، چې شپېته زره ډالره ارزښت لري، د پیسو د ارزښت له نظره تر ټولو لویه ادبي جایزه ده. دا جایزه هر کال په کاناډا کې خپور شوي غیر داستاني کتاب ته ورکول کېږي.
سمیت، په دې تحقیقاتي راپور کې له ۲۰۰۵ څخه تر ۲۰۰۹ پوري د افغانستان جګړه رانغښتې ده.
ژوري پلاوي د ده کتاب له دردوونکو تفصیلاتو ډک او په شپږو کلونو کې د ده د سترګو لیدلي حالات د تامل وړ بللي او ویلي یې دي چې ده په افغانستان کې د سولې، دیموکراسۍ او د قانون د حاکمیت لپاره د هلوځلو حال بیان کړی دی.
سمیت ته د دې تحقیقي راپور په خاطر د ورځپاڼټو د ملي جایزې(National Newspaper Awards) او د بخښنې د نړیوالې موسسې د جایزې په شمول بې شمېره نورې جایزې هم ورکړای شوي دي.
ده ته د هیلري ویسټن جایزه د تورنتو ایالت په مرکز اونتاریو کې په یو لړ مراسمو کې ورکړای شوه.
thats right i saw that person he come to Afghanistan in 2008
زه نه پوهیږم چی پدی کتاب کی به واقعیتونه ویلی شوی وی او دا جایزه به د انسانی همدردی په خاطر نوموړی ته ورکوی که نه ! دا به هم د انګریزانو کومه شیطانی لوبه وی. ښه به وای که د کتاب اړه یو څه زیات معلومات مو ورکړی وای. که څوک پدی اړه معلومات لری زمونږ سره یی شریک کړی منندوی به یی یم
Hellos,
I think it appears from the name of the book i.e. U.N.! war against Afghans(not for peace or anti-terror?); & the dogs are eating who could be living after 30 years cold-war eatings!!
Yes, it will be beter if someone (for example Dr.N.A.Samed ) translate that precious book to Afghan languages.Thank you.