استاد شهسوار سنګروال
افغانستان چې د څو لسيزو په موده کې د سيمې او نړۍ لپاره د څارګرو ادارو د څار ډګر وه، نو په دې موخه يې يو شمېر قومندانان د وسلو او پيسو پر مټ ځان ته را مات کړل.
کومې استخباراتي ادارې چې تر ډېره بريده د افغانستان په پېښو کې ښکېل وې، موږ آی اس آی، پاسداران انقلاب، ام آی سکس او سي آی اې د ساري په توګه يادولی شو.
پدغه لړ کې موږ د بېلګې په توګه د C.I.Aد هڅو يو جاج اخلو چې دغې ادارې، له نامتو قومندان احمد شاه مسعود سره خپلې اړيکې ټينګې کړې وې. په دې تړاو ډېرو رسانيو او ټولنيزو خپرونو، پدې لړ کې واشنګټن پوسټ The Washington post او ډېرو څېړونکو په دې ترڅ کې نامتو ژورنالست سټيوکول Steve coll ډېرې څرګندونې کړې دي.
ده د Ghost War… په کتاب کې د افغانستان د پېښو (The secret History of the C.I.A) په اړه Afghanistan and ben Laden from the soviet invasion to September 10, 2001 ډېر څه کښلي دي.
همدا ډول واشنګټن پوسټ هم د افغانستان د وروستيو پرمختګونو په تړاو ډېر داسې څه کاږلي دي چې د پام وړ دي «په ۱۹۹۹ ز کال د اکتوبر په مياشت کې د C.I.A يوه ډله د زامه ماتوونکيJaw breaker-5 په مستعار نوم د تاجکستان پلاز دوشنبې ته واستوله. دوی په يوه هوايي ډګر کې ښکته شول او بيا په يوې څرخي روسي الوتکه کې (MT – 17) د افغانستان شمال کې يوې سيمې ته لاړل او مسعود سره يې وليدل چې په ګډه د اسامه بن لادن پر وړاندې مبارزه وکړي.
که څه هم له دېنه د مخه د سپينې ماڼۍ چارواکي د مسعود په تړاو په يوه خوله نه وه :
د کلنټن د ادارې د بهرنيو چارو وزير البريت (Medline Albright) او لوی درستيز هېنري شلتن (Henry Shelton) دوی په خپلو کې څرګندوله چې احمد شاه مسعود او شمالي ټولواله له نا سمو او ناوړو کسانو جوړه ده او دغه بهير د ماتې په حالت کې دی. ولې C.I.A داسې انګېرله چې د دوی غوره او مهمه هېله همدا ده چې بن لادن د مسعود لخوا ووژل شي، دا ځکه چې نوموړی د دواړو خواوو ګډ دښمن دی.
په همدې بنسټ د امريکا جمهور رييس بل کلنټن، د ملي امنيت سلاکار ساندی برګر Sandy Berger او د ترورستي ضد ادارې امر ريچارد کلارک، Richard Clark په ټوله کې د زامه ماتوونکو مامورينو سره “Jaw breaker” په ګډه، دغه پرېکړه لاسليک کړه.
مسعود چې له طالبانو، القاعدې، پاکستاني جګړه مارو، او چيچنايانو پر وړاندې جنګېده، سره د دې چې دوی د مسعود پر وړاندې خواشيني ول، ولې بيا هم په پای کې د C.I.A ذکر شوي پلاوي د پنجشېر په يوې تياره کوټه کې له مسعود سره وليدل، نوموړي ژمنه وکړه، دی دې ته چمتو دی چې له C.I.A سره هره اړخيزه مرسته وکړي.
مسعود د دې لپاره چې خپل سيال لوری وګواښي، د Jaw break-5 له پلاوي سره يې غوټه کړه چې بن لادن ډېر ځله په کندهار کې وي او کله کله جلال اباد ته هم تګ او راتګ کوي.
مسعود د خپل ژباړن عبدالله عبدالله په خوله د C.I.A پلاوي ته ور غبرګه کړه چې د امريکا پاليسي به د افغانستان په اړه ناکامه شي، دا ځکه چې د دوی ټول پام د بن لادن لور ته دی، نو د طالبانو او د هغوی د ملاتړو د پاکستان د I.S.I د هغوی نور مرستندويه هېوادونه سعودي عرب او د عربي متحده امارات يانې څه؟ که چېرې موږ، ستاسو له هېلو سره سم بريالی هم شو دغه لویه ستونزه به بيا هم حل نشي.
پلاوي د ده د څرګندونو په تړاو وويل، ستاسو اندېښنه په ځای ده!؟ خو امريکا د کومې ځانګړې ډلې ملاتړ نکوي، ولې دستي غواړي اسامه بن لادن او د هغه پلويان يا ووژني او يا خو يې ونيسي.
پلاوي عبدالله ته دا هم وويل چې د مسعود همکاري او مرسته به په راتلونکې کې د دواړو غاړو تر مينځ سياسي باور را مينځته کړي.
مسعود او يارانو يې پرېکړه وکړه چې له C.I.A سره په مرسته کې دوی کوم څه له لاسه نه ورکوي.
C.I.A د لومړي ځل لپاره په ۱۹۸۴ کال له نوموړي سره مرسته پيل کړې وه، ولې دغې اړيکې هغه مهال خپل ارزښت له لاسه ورکړ چې د آی اس آی رول له شوروي سره په جګړه کې امريکې ته د پام وړ وګرځېد.
آی اس آی ځکه د احمد شاه مسعود له هڅو مخ واړوه چې د ګلب الدين حکمتيار له ځواکونو سره يې جګړه کوله، او نوموړی له هر چا زيات د پاکستان څارګرې ادارې ته نږدې وه.
د C.I.A بله بې باوري هم دا وه چې ګرې شرون Gray Schroon په ۱۹۹۰کال د مسعود ورور ته پنځه سوه زره (۵۰۰۰۰۰) ډالره ورکړل چې په شوروي پوځونو بريدونه پراخ کړي، خو وروسته دوی ته څرګنده شوه چې ښايي ورور يې ترې غلا کړې وي او يا هغه ځان ناګاره ښودلی وي. (۱۹۹۶ کال)
ګاري په ۱۹۹۷ کال يو ځل بيا په تالقانو کې ورسره وليدل. مسعود د دې لپاره چې د دوی همکاري ترلاسه کړي په شمال کې د سټنګر توغنديو د اخستلو مرسته وکړه.
د C.I.A استازو به چې هر وخت له نوموړي سره ليدل نو دوه سوه پنځوس زره ډالره به يې ورته ډالۍ کول. په ۱۹۹۹ کال يې د طالبانو مخابره هم ورته ورکړه.
د کلينټن اداره دې ته ژمنه شوه چې په استخباراتي چارو کې به له مسعود سره مرسته کوي، ولې بيا هم د سپينې ماڼۍ چارواکو او يو شمېر څارګرو اندېښنه درلوده چې مسعود څو وارې په دې نوم پيسې او وسلې ترلاسه کړې چې د سالنګ لويه لاره به د شوروي پوځونو پر مخ تړي، ولې هغه په غولوونکي سياست دواړې غاړې خوړلې.
له پرلپسې هڅو وروسته Jaw break-5دا خبرتيا ترلاسه کړه چې بن لادن د درونټې، د القاعدې يوه کمپ ته ورسېد. C.I.A د څار لپاره يو شمېر استخباراتي وسيلې احمد شاه مسعود ته په واک کې ورکړې چې د بن لادن کمپ په پرلپسې توګه وڅاري. مسعود د دې لپاره چې د سي آی اې باور او ډاډ ترلاسه کړي نو بيا يې خپل کمانډويان له يو شمېر روسي توغنديو سره د کچرو په وسيله هغې سيمې ته واستول، چې د بن لادن کمپ تر اور لاندې ونيسي.
وروسته مسعود په غولوونکې توګه C.I.Aته ور په ګوته کړه چې په نوموړي کمپ يې د توغنديو بريدونه وکړل، خو C.I.A پوه شوه چې داسې کومه پېښه نده ترسره شوې.
احمد شاه مسعود کوښښ کاوه چې د طالبانو پر وړاندې يو شمېر بريدونه تر سره کړي اسمعيل خان او دوستم هم دېته هڅول شوی وه چې د طالبانو پروړاندې پاڅون وکړي. مسعود پدې لټه کې هم وه چې د هېواد په جنوب کې چېرته چې طالبان ډېر ځواکمن ول ورته پاڅون ته لمن ووهي. پدې ترڅ کې دی په دې هڅه کې وه چې د پښتنو په سيمه کې حامد کرزی چې يو وخت د بهرنيو چارو په وزارت کې د معينيت چارې پر مخ وړلې دې ته اړ کړي چې د طالبانو پر وړاندې ودرېږي.
C.I.A په ۱۹۹۹ کال حامد کرزی دېته وهڅوه چې د طالبانو پر وړاندې پاڅون وکړي.
کرزي د تيلفون په ليکه مسعود ته وويل، کوښښ مه کوه چې کندهار ته خپل کسان واستوې زه دې ته چمتو يم چې افغانستان ته ننوځم او له طالبانو سره وجنګېږم.
له ۲۰۰۰ ز کال وروسته چې د عدن په بندر کې په يوې امريکايۍ کښتۍ تروريستي بريد ترسره شو او ۱۷ تنه په دې بريد کې ووژل شول. د C.I.A پلاوي پنجشېر ته د تېر په څېر لا خپلې مرستې ډېرې کړې چې مسعود لا خپلو مرستو ته ژمن کړي.
د سپينې ماڼۍ چارواکو د 150 – 50ميلونو ډالرو په شاوخوا کې د دې پروژې د عملي کولو لپاره يو پلان جوړ کړ او وېپتېله چې په پنجشېر کې د C.I.A يو دايمي مرکز جوړ کړي. دغې ادارې چې کوم شکونه درلودل چې مسعود به ترې ډالر اخستل او کار به يې نه کاوه، په دې مرکز به نېغ په نېغه پېښې له نږدې څخه څاري.
کله چې د بوش اداره واک ته ورسېده، احمد شاه مسعود، د يوه ليک په ترڅ کې د امريکا جمهوررييس مرستيال «چيني» نه وغوښتل تر هغې چې اسامه بن لادن او پاکستان له طالبانو نه ملاتړ کوي طالبانو ته ماته نشي ورکولی. دی د يوه نوي پوځي او سياسي ائتلاف په لټه کې وه چې په دې وسيله طالبانو ته ماته ورکړي.
احمد شاه مسعود او C.I.A يو د بل سره د ليکونو له لارې اړيکې درلودې، چې په دې ترڅ کې د فرانسې په بلنه مسعود پاريس ته سفر وکړ چې د اروپا پارلمان ته خبرې وکړي.
ګيري شرون او «رچ» Rich پاريس ته لاړل او هلته يې مسعود ته ډاډ ورکړ چې C.I.A دېته ژمنه ده چې د تېر په څېر، د استخباراتي مسايلو په تړاو په منظمه توګه لکونه (په سوونو زره) ډالره د ده په واک کې ورکړي.
مسعود د جاسوسي همکاريو له مخې د دوی د پيسو ورکړه ومنله، خو د C.I.Aمامورينو ته يې په ډاګه کړه، که چېرې امريکا په کوم نوښت لاس پورې نکړي حالات به لا کړکېچن شي او په پای کې به د دوی مقاومت له ماتې سره مخ شي.
وروسته احمد شاه مسعود په يوه مطبوعاتي کنفرانس (سټارز برګ په ښار کې) برخه واخسته او څرګنده يې کړه چې، که ايالات متحده امريکا په ځانګړې توګه د جارج بوش اداره موږ سره مرسته ونکړي ترورستان به امريکا او اروپا ته ستر ګواښونه را مينځته کړي.
په ۲۰۰۱ ز کال د سپتمبر په مياشت کې د مسعود ساتونکو، د سي آی اې، ترورستي ضد ادارې ته د يوه عربي تلوېزيوني چينل د دوه ژورنالستانو په تړاو، وويل چې زموږ تر واک لاندې سيمې ته دوی را ننوتي دي، غواړي چې د مسعود او C.I.A د اړيکو په تړاو وپوهېږي… د سي آی اې لپاره دغه ژورنالستان ډېر د منلو وړ و نه ګرځېدل.
ولې د بوش ادارې د القاعدې په تړاو په يوې نوې پاليسۍ کار کاوه چې C.I.A ته هغه سپارښتنه بيا ورغبرګه کړي چې له مسعود سره هر اړخيزه مرسته وکړي، چې په دې کې وسلې او پيسې او ان د څرخي الوتکو تر کچې مرستې شاملې وې.
احمد شاه مسعود په ناڅاپي توګه په ۲۰۰۱ ز کال د سپتمبر په نهمې نېټې عربي ژورنالستانو ته له ده سره د مرکې کولو اجازه ورکړه.
يوه ژورنالست د کمرې چارې څارلې او بل تن په لوړ اواز پوښتنې کولې. د پوښتنو ډېره برخه د بن لادن په تړاو وه.
هغه بم چې په کمره کې ځای پرځای شوی وه، وچاوده او د مسعود سينه يې وڅېرله له پېښې يو ساعت وروسته يې د مسعود مړی تاجکستان ته ولېږدوه.
امرالله صالح چې د امنيت چارې پر مخ وړلې په ژړا او فرياد، د C.I.A مرکز رېچ Rich ته د ټيلفون په ليکه د پېښې خبرتيا ورکړه.
د C.I.A مامور، رېچ له صالح نه وپوښتل چې اوس مسعود چېرې دی؟
هغه ورته وويل چې اوس په يخچال کې اېښودل شوی دی، د مسعود پلويان چې ډېر ويرژن ول، په دروغو يې وويل چې مسعود سخت ټپي شویدی، د روغتيا لپاره د تاجکستان هېواد ته لېږدول شوی دی.
امرالله صالح د C.I.A مرکز ته وويل:
د شمال ائتلاف د C.I.A له مرستې پرته د القاعدې او طالبانو د مقابلې وړتيا نلري.
د بوش ادارې په ۲۰۰۱ ز کال د سپتمبر په لسمه نېټه (۱۰) د مسعود د مړينې په تړاو غونډه وکړه او له القاعدې سره يې د جګړې په اړه خبرې اترې وکړې. ولې بيا هم C.I.A په شمال کې د پښو اېښودو ځای درلود، او په دې ډاډه ول چې له دې ځايه کولی شي، القاعده او دهغه مشر بن لادن وځپي…
حامد کرزی په دغه وخت کې په پاکستان کې وه چې ورور يې د تيلفون په کرښه د پېښې خبر ورکړ. کرزی څو ورځې دمخه له هغه سره خبرې کړې وې چې د هغه ځای ته په الوتکه کې ورځي. خو د دې خبرې په اورېدو کرزي وويل: څومره بدمرغه هېواد دی!؟
له دغو څرګندونو سربېره يو شمېر نورې انګېرنې او سپيناوي هم د ذکر شوې ليکنې په تړاو شوي دي چې لنډيز يې داسې دی:
١-د Gosht war کتاب ليکوال سټيف کول Steve Cole د واشنګټن پوست په هغه مضمون کې چې د فبروري په ۲۳نېټې خپور شوی وه د احمد شاه مسعود او حامد کرزي د ورونو نومونه ندي ذکر شوي، ولې کله چې کتاب خپور شو، په ۵۶۵ مخ کې د هغوی نومونه د احمد ضیاء او قيوم په نومونو راغلي دي.
٢-د کتاب په ۱۹۸ مخ کې راغلي دي ګرې شرون Gray Shchoen سربېره له ۵۰۰زرو ډالرو ۹۰۰ زره ډالره نور هم احمد ضياء مسعود ته ورکړي ول.
٣-د کتاب په ۱۲۳ مخ کې دې خبرې ته هم ګوته نيول شوېده چې MI-6، د برېتانيا جاسوسې ادارې احمد شاه مسعود ته پيسې، وسلې او د مخابرې توکي او وسيلې هم ورکړې. د انګليسي څارګرې ادارې د بهرنيو چارو اوسني وزير عبدالله ته د ده د ژباړنې له بابته د لا مرستو لاس ورکړ.
٤-د کتاب ليکوال په ۵۶۵ مخ کې دغه خبره را غبرګه کړې ده چې د واشنګټن پنوم يوې امريکايي ښځې له قيوم کرزي او د انتقالي ادارې د بهرنيو چارو وزير عبدالله سره يو ځای د احمد شاه مسعود لپاره کار کوي.
٥-د کتاب ليکوال په ۱۱۸ مخ کې ليکلي دي چې احمد شاه مسعود د شوروي له بريدګرو ځواکونو سره يو پټ تړون لاسليک کړ چې د اندرو پوف لخوا هم په رسمي توګه ومنل شو. د مسعود، دغه خیانت ټولو مجاهدينو ته ټکان ورکړ.
٦-د کتاب په ۶ مخ کې راغلي دي چې احمد شاه مسعود خپل يو استازی د مسعود خليلي پنوم د بګرام هوايي ډګر ته واستوو چې د C.I.A مامور «ګرې شرون» بدرګه کړي.
٧-ليکوال په ۱۱۴ مخ کې کښلي دي چې احمد شاه مسعود، ګلب الدين حکمتيار، برهان الدين رباني او نور د سردار محمد داود خان د رياست په مهال پاکستان ته وتښتېدل او د هغه هېواد د مشرانو لخوا يې ډېر درناوی وشو. د I.S.I جاسوسې ادارې او نصيرالله بابر، احمد شاه مسعود پنجشېر ته واستوه چې د داود خان د حکومت پر وړاندې بغاوت وکړي، ولې له ناکامۍ وروسته بېرته پاکستان ته راغی.
٨-په ۱۹۰ مخ کې راغلي دي چې احمد شاه مسعود، د مياشتې دوه سوه زره (۲۰۰۰۰۰) ډالره د سي – آی – اې له جاسوسې ادارې نه ترلاسه کول.
د پيسو دغه اندازه د ډېرېدو په حال کې وه، ولې مسعود، دغه پيسې د پاکستان له څارګرې ادارې I.S.I نه پټولې ځکه چې د آي اس آی له ادارې نه يې هم په همدغه موخه پیسې ترلاسه کولې.
له دې څخه ښکاري چې دی د پاکستان مخالف نه وه چې په پرلپسې توګه يې له I.S.I نه پيسې ترلاسه کولې.
٩-د ۲۰۲ مخ له مخې احمد شاه مسعود د عربانو له مرستندويه (رضاکارانو) ټولنې سره هم اړيکې درلودې، چې په دغه لړ کې د فلسطين يو اخواني چې عبدالله اعظم نومېده يادولی شو، چې زوم يې د سعودي عربستان د تشکيلاتو رييس وه. عبدالله اعظم به مسعود د ناپليون په نوم يادوه.
١٠-د کتاب د ۲۱۳ مخ پر بنسټ چې C.I.A پنځه سوه زره (۵۰۰۰۰۰) ډالره مسعود ته د جنوري په ۳۱ نېټې (۱۹۹۰ ز کال) ورکړې، د پاکستان له څارګرې ادارې I.S.I نه پټې کړې.
١١-ليکوال په ۲۶۸ مخ کې کاږلي دي چې چې د مسعود، د امنيتي چارواکو امر محمد فهيم خبرتيا ترلاسه کړې وه چې حامد کرزی د پاکستان له جاسوسې ادارې سره اړيکه لري. نو بيا يې د خاد يو تن د هغه کور ته واستوه چې هغه خاد ته راکاږي.
د فهيم کسانو څو ساعته له هغه نه پلټنې وکړې او هغه يې له I.S.I سره په مرسته کولو تورن کړ. حامد کرزي د تحقيق په وخت کې، دا چې په ده څه تېر شول څه و نه ويل، ولې داسې څرګندېده چې د خاد لخوا ډېر ډبول شوی وه.
د تحقيق په مهال د حکمتيار يو توغندی د خاد په رياست ولګېد او يوه لويه ګډوډي مينځته راغله چې پدغه ترڅ کې حامد کرزي خپلې پښې سپکې کړې او پاکستان ته وتښتېد…
حامد کرزی بيا تر (۷) کلونو پورې کابل ته رانغی… ولې بيا هم د C.I.A په حکم کرزی له شورای نظار په سر کې د مسعود سره نږدې همکار شو…
قيوم کرزي د پيسو په مقابل کې د خپل ورور حامد کرزي ډبول هېر کړل.
١٢-د کتاب په ۲۸۷ مخ کې راغلي دي چې د وسلو په شمول حامد کرزي پنځوس زره ډالره طالبانو ته ډالۍ کړل.
١٣-د کتاب په ۳۴۴ مخ کې راغلي دي چې احمد شاه مسعود، له کابل نه د برهان الدين رباني تېښته، د ماتې اصلي لامل ګڼي او هغه يو کمزوری بې کفايته او د حکومت په چارو کې يو ناکامه شخص په نوم معرفي کوي.
١٤-په ۳۴۴ مخ کې د احمد شاه مسعود، د همکارانو هر يوه داود مير او محی الدين مهدي نومونه هم په دغه ډول پېښو کې ښکېل ګڼل شوي دي.
١٥-د کتاب په ۲۱۵ مخ کې راغلي دي چې د امريکا متحده ايالاتو، د سعودي عربستان د امنيت رييس شهزاده ترکي الفيصل تشويقوه، هغه اسلامي بنسټپال چې د پاکستان له جاسوسې ادارې نه ګوښه شوي دي، د نظار شورا د جوړښت په موخه له مسعود سره مرسته وکړي.
د همدې وړانديز له مخې امريکا او سعودي عربستان نه يوازې له مسعود سره بلکې له ټولو بنسټپالو سره د جهاد په نوم مرسته کوله.
د همدې مخ له کرښو څرګندېږي چې د نظار شورا رښتني بنسټګر امريکا او سعودي عرب ګڼل کېږي.
١٦-د کتاب ليکوال په ۲۱۸ مخ کې کښلي دي، سره د دې چې احمد شاه مسعود، C.I.A ته د سالنګ د لارې په تړاو څو وارې دروغ ويلي ول، يو ځل بيا يې هغه ته وخت ورکړ او د دغې لارې د بندښت سپارښتنه وکړه چې په شوروي پوځونو بريد وکړي.
١٧-د ۲۲۰ مخ له مخې د شهزاده ترکي الفيصل په مينځګړيتوب مسعود دېته چمتو شو چې پاکستان ته لاړ شي، د پاکستان د جاسوسې ادارې پر مټ د حکمتيار سره سيالي وکړي.
مسعود د I.S.I له مشر اسد دراني او په اسلام اباد کې د C.I.A د څانګې له مشر «هري Harry) سره وګوري.
١٨-د کتاب په ۱۹۴ مخ کې راغلي دي د نجيب الله د حکومت پر وړاندې د مجاهدينو پرلپسې ماتې CIA نهيلې کړې وه. CIA N د کابل په لوېديځ کې يو قومندان دېته وګماره چې ورانوونکو بريدونو ته اوږه ورکړي. که څه هم د کتاب مؤلف د دې قومندان نوم ندی اخستی، خو ټول پوهېږي چې دغه تن عبدالعلي مزاري او يا حاجي محقق دی چې په انتقالي حکومت کې د پلان وزير وه.
١٩-د کتاب ليکوال په ۱۲۱ مخ کې ليکلي دي احمد شاه مسعود د خپلو موخو لپاره له هر چا او د هر هېواد له استخباراتي ادارې سره هر ډول تړون لاسليکوه.
٢٠-په ۴۴۳ مخ کې کښل شوي دي چې احمد شاه مسعود په ورته وخت کې له ايران، هند او روسې نه وسله ترلاسه کوله چې د امريکا کوم غبرګون سره هم مخ نشو.
٢١-په ۴۳۰ مخ کې راغلي دي د امريکا د بهرنيو چارو ډېری دېپلوماتان له احمد شاه مسعود نه د دې لپاره کرکه درلوده چې ده به له ايران نه وسله ترلاسه کوله او د مخدره موادو په قاچاق کې يې لاس درلود.
٢٢-د کتاب په ۴ مخ کې يادونه شوې ده چې احمد شاه مسعود د چين د کمونېست ګوند د مشر مائوتسه تونګ وفادار شاګر وه، له دې څخه ښکاري چې دی يو مومن مسلمان نه وه بلکې يو کمونست وه.