د افغانستان په جګړه د امریکې لس ستري تېروتنې
سرچینه: فارن پالیسي
لیکنه: سټیپن ام والټ
ژباړه: قیام الدین عثماني
داسي معلومیږي چی دامریکې خلک پدې پوهیدلی دي چي دامریکې جګړه پای ته نه رسیږي او دا جګړه په خپله ګټه بولي. امریکا ددې کال په جریان یاوروسته کي طالبان نسی ماتولاي، دا پداسي حال کي ده چي دامریکااودافغانستان اړیکي دخرابېدو څخه د لا خرابېدو پر لور درومي. افغان ولسمشرکرزى نه یوازي امنیتي تړون نه لاسیکوي بلکه هغه په ډیره تونده توګه د ورستیوملکي وژنوپړه هم پرامریکایانواچوي. دلته سټیپن ام والټ د افغانستان په جګړه کي دامریکې لس ستري تېروتنې په گوته کوي:
۱- په یوازي سرجګړه کول
دسپټمبردیوولسمي وروسته دناټوغړوهیوادونودامریکې سره دمرستي ځکروټکوی خو(رامسفیلډ) دوخت ددفاع وزیر ددې پر ځاي چی دافغانستان جګړه یوګډه پروژه وبولي په بې سلیقی سره ورته وویل (نه مننه)، دبوش ادارې دشمالي ټلوالي په مرسته غوښتله دا وښیې چی دوی داوظیفه په خپله سرته رسولاي سي. کله چی دبوش اداره د عراق په جنګ کي بوخته سوه نو د طالبانومخنیوي سخت سو، پدې وخت کی دناټوځواکونه په جنګ کی ډیر راښکیل سول، یونوی کورني جګړه پرلاره وه او دیوه باثباته افغانستان جوړیدوفرصت له لاسه ووت.
۲- په توره بوره کي ټکول
پرافغانستان دحملې یوهدف د اسامه او دهغه دټولوملګرونیول وه، خو د دوي د لږشمیرځواکونواو د محلي افغان ځواکونوسره د ښې همغږي په نه شتون کي اسامه پاکستان ته وتښتیدي چی هلته داتوکالودپاره پاته سو.
۳- افغان آساسي قانون
د۲۰۰۱ کال په دسمبرکي په بون کي موقته اداره تاسیس سوه چی هغه ترزیاته بریده یوه اغیزناکه ډیپلوماتیکه لاسته راوړنه بلل کیده، بدبختانه هغه په ښه توګه نه وه پلان سوې، نوموړي قانون یوډیرمتمرکز دولت منځ ته راوړچی هغه دمحلي واک پرځای افغاني دود اورواج له نظره وغورځول اوریس جمهورته یې بیخي ډيررسمي واک ورکړ. نوي دولت باید دکابله ټول هیواد اداره کولاي اوکلیدي مامورین یی ګومارلاي خو د کرزي رژیم کافی اندازه کفایت اولیاقت نه درلود او د دولت نوي جوړښت دفساد اوحمایی نه منع کیدونکي فرصتونه ایجادکړل.
۴- عراق ته دجګړې دمسیراوښتل
پرعراق باندي دبوش دحملې تصمیم نه یوازي دعراق اوامریکې دپاره ناورین وو بلکه دغه تصمیم دافغانستان څخه هم نظامي اواستخباراتي لوري واړوی اوطالبانوته یې اجازه ورکړه چي بیا سره یوځاي سي اوجګړه بیاپیل کړي.
۵ – د۲۰۰۹ کال څپه
د ۲۰۰۸ کال په انتخاباتي کمپاین کي بارک اوباما روښانه کړه چي دعراق جګړه به ختموي اوپراصلي جګړې چی دافغانستان جګړه وه تمرکزکوي، هغه نظامي فشارزیات کړاو۱۷۰۰۰ پوځیان یې قدرت درسیدوسره سم ولیږل، اود ۲۰۰۹ په ورستیومی یې ۳۰۰۰۰ نورهم وراضافه کړل. خوهغه تصمیم هم لویه تېروتنه وه ځکه طالبانوپه په ګاوندي پاکستان کي پټنځایونه لرل اوهيڅکله د نظامي قوت دلاري له منځه نسوي تللاي، دبریالیتوب دپاره باید هغه پراخه اواوږدمهاله واي. اوافغانستان پدې اندازه قربانیونه ارزیدي.
۶ – دیوه محدودوخت ټاکل
داهم یوه بله غلطي وه چي اوباما هغه کړنه موقتي وبلل چی دې تصمیم طالبانوته دا فرصت ورکړ، دا پدي مانا وولکه یوڅوک چي خپل دښمن ته وخت ورکوي تیاري ونیسي.
۷- دپالیسی بې ارزښته کول
دجګړې ختمول اودیوه فعاله افغان دولت جوړول دپخلایني یوې داسي پروسې ته اړتیا لرل چي په هغه کي معتدل طالبان افغاني سیاسي جریان ته راشامل سوي واي، له بده مرغه امریکا دسولي په پروسه کي تردې ورستیو پوري جدی نه وه، دامریکا خاص آستازي جیمزروبینز James Dobbins دا ومنله اویادونه یې وکړل چی دپخلایني پروسه تر ۲۰۱۱ پوري ځنډول یوه غلطي وه. امریکاهمدارنګه دسیمي دهیوادواغیزاوقوت د فکره وایست چي هغو کولای سول د ثبات په راوستو کي مرسته وکړي.
۸ – دعوامو د ملاتړ له لاسه ورکول
کله چي طالبانو د اسامه تسلیمول اوپریښودل رد کړل نوامریکا بل انتخاب نه درلود، خلکو یی هم ملاتړ وکړخوهغو دا نه غوښتل چی دوي داسی يوه بې انتها جګړي ته ولاړسي او یو په وچه کی راګیر، پرقومو ویشل سوي اسلامی هیوادته ولاړسي چی هغه هیڅکه هم دامریکي دپاره ستراتیژیک حیاتي ارزښت نه درلود. نه بوش اونه اوباما دوی ته قناعت ورکړ چي دغه جګړه د دونه مصارفوارزښت درلود، په ۲۰۰۸ کي دغي جګړې د افغانستان د داخلي ناخالصوعوایدوڅوچنده ارزښت درلود.
۹- دسرزورومتحدینواداره کول
دافغانستان د جګړې ګټل لږ تر لږه په دووبهرنیوهیوادونو پوري مربوط وه. لمړي دافغانستان دولت، چی فاسد، غیرموثر، اوپه زیاته اندازه یی دامریکا دښه نیت وسلامشوروته غوږنه نیسي. دوهم پاکستان وو، چی دطالبانوسره مرسته کولو اوځیني وختونه یې دامریکې د نظامیانوپه لاره کي خنډونه ایښودل.
۱۰- سټراتیژیک اختلافات
بالاخره، په افغانستان کي دامریکې کمپاین دسټراتیژیکو اختلافاتوپه خاطرډیرمغشوش وو چي هغه هیڅکله هم نه دی پیژندل سوي.