تاند- یو تازه راپور وايي چې د افغانستان په بازارونو او درملتونونو کې نیمايي درمل یا په قاچاق راوړل شوي یا په ګاونډي پاکستان کې په ټیټ کیفیت جوړ شوي دي.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس پر اساس له مخې د اداري فساد ضد د څار او ارزونې کمېټې په یوه راپور کې، چې نن /چهارشنبه/ یې خپور کړ، وویل: په پاکستان کې شاوخوا ۳۰ کمپنۍ د افغانستان لپاره بې کیفیته درمل جوړوي. د دغو کمپینو درمل په پاکستان کې نه پلورل کېږي ځکه چې د پاکستان حکومت یې په معیار برابرې نه ګڼي.

راپور وايي، څرنګه چې د افغانستان د حکومت له لوري د درملو د کیفیت د معلومولو لپاره مقررات نشته، دا ډول یې کیفیته درمل د افغانستان په درملتونو کې په ازاد ډول پلورل کېږي.

1پاکستان له دې درکه دوې ګټې کوي، له یوې خوا بې کیفیته او ارزانه دوا افغانستان ته لېږي او په وړاندې یې اسعار ترلاسه کوي او له بلې خوا افغانان مجبورېږي چې پر خپلو ډاکترانو اعتماد له لاسه ورکړي او د معمولي ناروغیو د تداوۍ لپاره پاکستان ته لاړ شي.

پاکستان د افغانانو د درملنې له درکه هم د کال په سلګونو ملیون ډالره عواید ترلاسه کوي.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې په افغانستان کې د کال د ۸ سوه ملیون ډالرو په ارزښت درمل پلورل کېږي خو څرنګه چې د درملو کیفیت خراب دی ډېری افغانان مجبورېږي چې پاکستان او هند ته د درملنې لپاره لاړ شي.

2 thoughts on “د افغانستان په درملتونونو کې نیمايي درمل بې کیفیته او جعلي دي”
  1. ګرانو ورونو پورته خبر تر ډیره بریده درست دی خو په پښتو کې یو متل دی چې وایي څه ژرنده پڅه ده او څه غنم لانده دي دا خو مونږ ته ښه معلومه ده چې د پاکستان نه وارد شوي درمل پخپله په پاکستان کي نه پلورل کیږي ځکه چې بې کیفیته دي او د پاکستان دولت یي د پلورلو اجازه نه ورکوي خو باید یادونه وکړم لکه څرنګه چې د پاکستان څخه وارد شوي درمل بي کیفیته دي همدارنګه زمونږ د طب له فاکولتو څخه فارغ شوي ډاکتران هم بې کیفیته دی خو په دې کې د ډاکترانو ګناه نشته ګناه د دولت ده چې د هر پوهنځي لپاره درست او بشپړ تدریسي نصاب نلري او یوازې په څو زړو او له کاره لویدلیو چپټرونو باندې بسنه کوي نو محصلین به له هغه بي کیفیته چپټرونو څخه څه زده کړي نو دولت لره په کار ده چې دوه کارونه وکړي یو خو د بي کیفیته درملو د واردولو مخه ونیسي او بل د خپلو محصلینو لپاره یو غوره تدریسي نصاب چمتو کړي څو زده کوونکي په اووه کلنه دوره کي ریښتیني موضوع ګاني زده کړی او کو شش دې وکړي چې د دریم ټولګي څخه وروسته رشته بندي وشي او له هغې وروسته زده کوونکي په یوه رشته کې زده کړه وکړي تر څو په ښه ډول هر څه ته لاس رسی ولري او و کولای شي د یادې رشتې ټول موضوعات په ښه ډول زده کړي او بله ستونزه د دولت ده چې د فارغینو لپاره د کار زمینه نه برابروي او له بله پلوه یي معاشونه هم ډیر کم وي او په هغې د هغوی د ژوندانه ستونزې نه حل کیږي او د خپلو ستونزو د حل کولو لپاره کورنیو او بهرنیو مؤسسو سره کار کوي چې تردې پورې د خپل مسلک څخه هم لیرې کیږي چې ددې غوره بیلګه زه یم.
    زه په ۱۳۸۲ لمریز کال د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځي څخه په کدري نمرو بریالی شوی یم خو د اقتصادي ستونزو د لرلو له کبله راڅخه خپل مسلک پاتې دی او په یو ډیر ټیټ پوست باندې چې خلک ورته په ډیر حقارت سره ګوري کار کوم چې هغه د ژیاړونکي(ترجمان) پوست دی که څه هم د دې پوست کارونه ډیر ګران وي خو خلک ورته په حقارت ګوري او وایي خوشې ترجمان دی که چیرې زمونږ دولت جوړ او باکیفیته وی نو نن به زه یو ستر متخصص وم او د خپلو خلکو لپاره به مې په یوه روغتون کي خدمت کولو خو له بده مرغه زه نن په بهرنیو مؤسسو پسې ګرځم او ځانته دندې لټوم یوه دنده مې لا خلاصه نه وي چې بیا را سره د بلې دندې غم وي ځکه دنده مې خوندې نده یو کال یا څو میاشتې قرارداد وي او بس کله چې خلاص شي نو زما دنده هم خلاصه شي.

    دا دی د افغانستان د ډاکترانو سرنوشت

    نور

  2. دا ليكنه چي د اسشيد پريس له قوله ليكل شوي په ديري مواردو كي د حقيقت سره ارخ نه لگوي اوترشاه يي سياسي اواقتصادي اهداف شتون لري په كلي توگه دا دول قضاوت دسوداگريزو ارزشتونو پراساس چي زمونژ هيواد په توريد متكي دي ددادول سپيني پروپاگندي ترسره كول د ستونزو له ايجادولو علاوه بل عمل چي مثبتي پايلي ولري بل خه نه بريشي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *