تاند- د جرمني خبري اژانس (ډي پي اې) نن /چهارشنبه/ وویل چې په افغانستان کې د جرمني پر ترانسپورتي څرخکو ډزې شوي خو د دې پېښې په نتیجه کې څوک ژوبل شوي نه دي.
د ډي پي اې د راپور له مخې، (CH-53) هیلي کوپترونه د سې شنبې په شپه له کندوز څخه مزارشریف ته روانې وې چې له لاندې پرې ډزې وشوې.
په څرخکو کې سپرو جرمن پوځیانو هم ځوابي ډزې وکړې.
د جرمني دفاع وزارت تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا هم تراوسه پورې څرګنده شوې نه ده چې له کندوز څخه د جرمني څو هیلي کوپترونه مزارشریف ته روانې وې او یا چا پرې ډزې کړي دي.
جرمني د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې ۱۳۰۰ پوځیان لري.