تاند- په جوزجان ولایت کې د طالبانو او داعش له اوږدو جګړو وروسته نن شاوخوا ۲۰۰ داعشیان حکومت ته تسلیم شول.
د جوزجان ولایتي اداره وايي، پرون هم ۲۵ داعشیان ورتسلیم شوي وو او نور هم ور روان دي.
د نن ورځې په ۲۰۰ تسلیم شویو داعشیانو کې ۳۰ تنه ښځې هم شاملې دي.
په همدې حال کې طالبان وايي چې په جوزجان کې د دوی او داعش ترمنځ په نښتو کې ۱۵۳داعشیان وژل شوي او ۱۰۰ نور ټپیان شوي دي.
طالبان وايي چې په دې نښتو کې د دوی ۱۷ تنه وژل شوي دي.
هم طالبان او هم د جوزجان چارواکي وايي چې د داعش پر ضد د عملیاتو لپاره طالبانو له هلمند څخه د خپلې سرې قطعې سلګونه غړي درزاب ولسوالي ته استولي دي.
د جوزجان درزاب ولسوالي د داعش تر ټولو لوی مرکز ګڼل کېده.
راپورونه وايي چې په درزاب کې د داعش مرکز د طالبانو لاس ته لوېدلی دی.
افغان امنیتي ځواکونو د داعش او طالبانو ترمنځ د نښتو په لړ کې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ، مداخله ونه کړه.
طالبان وايي چې ۱۳۴ داعشیان یې ژوندي هم نیولي دي.
حکومت ته په تسلیم شویو داعشیانو کې د افغانستان په شمال کې د داعش مشر حبیب الرحمن، او دوه قوماندانان مفتي نعمت الله او داملا صبغت الله شامل دي.