تاند- د افغانستان په شمال کې د زورو سېل د جاري کېدو له کبله شاوخوا سل تنه وژل شوي، ۱۲۰ تنه بې درکه شوي او زرګونه نور بې کوره شوي دي.

په جوزجان ولایت کې د پولیسو قومندان فقیر محمد جوزجاني د مرستو غوښتنه وکړه، ویې ویل چې په دغه ولایت کې ۱۵۰۰ تنه له خپلو کورونو څخه، چې سېل ځپلي دي، نورو سیمو ته لېږدېدلي دي.

راپورونه وايي چې زرګونه تنه په سېل کې راګیر شوي، ډېری پر خپلو بامونو ختلي دي خو څرنګه چې د خلکو کورونه اومه یا خټین دي وېره ده چې ونړېږي.

فقیر محمد جوزجاني وویل چې د ۵۵ تنو مړي یې موندلي خو باور لري چې د وژل شویو کسانو شمېر زیات دی او ممکن په راتلونکو ورځو کې نور مړي وموندل شي.

۱د جوزجان امنیه قومندان رویټرز خبري اژانس ته وویل چې د مځکې له لارې سېل ځپلیو ته د مرستو رسول ګرانه دي.

«موږ یو نیم زر کسان په هیلي کوپترونو کې د ګاونډیو ولسوالیو خوندي ځایونو ته رسولي دي. موږ له مرکزي حکومت او نړیوالو موسسو څخه د مرستو غوښتونکي یوو.»

د فاریاب والي هم وايي چې په ولایت کې یې ۳۳ تنه وژل شوي او ۸۸ تنه نور بې درکه دي.

د فاریاب د والي محمد الله بتاش په وینا په زرګونو کورنۍ سېل زیانمنې کړي او تر ۲ زره زیات کورونه ویجاړ شوي دي.

په بادغیس ولایت کې چارواکي وايي چې سېل ۱۳ تنه وژلي دي.

په سرپل کې هم سېل ډېر تاوانونه اړولي دي خو د تلفاتو دقیق شمېر یې تراوسه څرګند نه دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *