جګړې تل بدمرغې او ویجاړی له ځان سره لري. کوم ملتونه چې په اټکل شوي، منظمه، هدفمننده او رهبري شوي جګړه کې د خپلواکۍ او سوکالۍ د پاره جګړه نه کوي، هغوی تل د دښمن په لومه کې بند پاتې کیږي. د ملت ماهیت له منځه ځي، ځمکنۍ بشپړتیا له لاسه ورکوي او د هیواد د اساسي جوړښت فارموله له ماتې سره مخ کیږي.

افغانان له بدمرغه د شوروي په خلاف د همداسې یوې جګړې ښکار شول. پخوانې شوروي یې ماته کړه، خو له بده مرغه، خپله افغانان هم مات شول. د افغانستان جغرافیوي جوړښت په شمال او سویل تقسیم شو. که څه هم د افغانستان له شمال څخه پرته نور کوم لوری داسې جلا نوم نه دی خپل کړی، خو داهم د پخواني شوروي ( اوسنې روسیې) د دسیسې برخه وه او هم د سیمې د استخباراتو چالاکې وه چې د شمال ټلوالي، نظار شورا، جنبش او جمعیت تر نامه لاندې جوړښتونه یې د افغان هیواد تر شمال پورې محدود وساتل، تر څو تل ترې د ځان په ګټه استفاده وکړي.

د افغانستان ماتیدل تر ډیره بریده ناشونی ښکاري، خو د نړۍ تاریخ موږ ته عبرتناک دروسونه لري. چیرته چې په ملتونو کې تجانس ( ورته والی) لیدل کیده هغه ملتونو هم د پردیو په لمسون او زور جلا شوي لکه کوریا چې په شمالي او سویلي ویشلي شوي، سوډان په شمالي او سویلي یا المان چې په ختیځ او لویدیځ تقسیم شوی وو. خو کوم ملتونه چې له که د افغانستان په څیر غیری متجانس دي هغه خو په ډیره اساني په څو ټوټو ویشلی شوي دي لکه پخواني بوسنیا  چې په بوسنیا، هیرزګوینا او سربیا یې تقسیم کړه، یا پکستان چې یې په بنګله دیش او پاکستان تقسیم کړ.

 له دې امله د شمال جګړه ډیره د اندیښنې وړ خبره ده چې که افغانستان خدای مه که همداسې په نامنظمه، نا تعریف شوي او بې هدفه جګړه کې ښکیل پاتې شي، په افغانانو به په زور یا رضا د ګران هیواد د بیلوالي او ماتیدا تجربه ترسره شي. د شمال حالت له تیرو څو لسیزو څخه د اندیښنې وړ دی. په شمال کې د پخوانې شوروي له ماتیدا راهیسې ژبنۍ، قومي او مذهبي جګړې تحمیل شوي دي. په نویمو لسیزو کې د ح��ب اسلامي قوت شمال تجزیه او ماتیدا ته پریښنود. ځکه چې په حزب اسلامي کې ګڼ تاجک، ازبک، ترکمن او هزاره افغانان شامل ول، د جمعیت او جنبش د قوت په وړاندې د حزب اسلامي د قوتونو بیلانس یا توازون دوی په پښتنو زور زیاتي ته نه پریښودل.

خو کله چې طالبانو په شمال کې په ځانګړي توګه په مزار او کندوز کې ماتې وخوړه، د طالبانو د زور زیاتي او جګړو په وړاندې په شمال کې د پښتنو د ژوند او ځواک په اړه یو ځانګړی ایتلاف د جنبش ( ازبک)، جمعیت ( تاجک) او وحدت ( هزاره) را منځته شو. په تیرو څوارلسو کلنو کې په شمال کې پښتانه د خپل تاریخ په سختو شپو ورځو کې ژوند کوي. په لومړې ځل په تخار کې پښتانه له کورونو وشړلی شول، د طالب په نامه بندیان شول، ځمکې یې د تاجک او ازبکو ځوارواکانو لخوا غصب شوي. په جوزجان او سرپل کې د پښتنو ځمکي چې اکثره یې د سړک په غاړه، هواره او حاصلخیزه ځمکې ګڼلی کیږي، د دوستم د ملیشو ( ازبکو) لخوا په زور غصب شوي دي.

د پخواني ولسمشر کرزي لخوا جمعه خان همدرد دهمدې ستونزې د هواري په پار د جوزجان د والي په توګه وګمارلی شو. خو دهغه په وړاندې د دوستم سخت غبرګون د مسلحانه جګړې په ترسره کولو تمام شو. همدرد صیب په زور له ولایت څخه برطرف کړی شو. په مزار کې د عطامحمد نور لخوا د پښتنو په خلاف ورته یو سیستماتیک ظلم، جګړه او زیاتي ته لاره هواره شوي ده. د مزار ښار په منځ  کې زیاته ځمکه د پښتنو سوداګرو ملکیت وه، اوس ترې په زور اخیستلی شوي ده، له ښار څخه پښتانه په څنګ کړی شول، په پښتون میشتو ولسوالیو کې د عطامحمد نور په مټ نا امنۍ ته لاره هواره شوه، پښتانه چې د مزار شریف شاوخوا پنځوس سلنه جوړوي، کله هم کوم استازي یې ولسي جرګې ته لار پیدا نکړه، او نه هم کوم مشر یې په مزار کې په ښه زړه پاتې شو. پښتانه مشران په مزار کې په نښه شول، ګڼ یې ووژل شول او نور یې په کابل ( پخپل هیواد کې د جلا وطني ) ژوند کوي.

په کندوز کې د پښتنو په وړاندې تر ټولو بد او ناوړه چلند کیږي. د قومندان میرعلم تر نامه لاندې تاجک ملیشه له تیرو څوارلسو کلنو راهیسې پښتانه په سیستماتیکه توګه وژني، د کندوز د ښار له منځه د پښتنو هستوګنځایونه غصب شوي، ځمکي یې په زور ترې نیولي کیږي، مشران یې ورته وژني، ځوانان یې بیکاره کړي، او په لوی لاس یې د طالب تر نامه لاندې داسې شومه سناریو رامنځته کړي چې تاجک او ازبک ملیشه په کې غوښن او چور تالان ته تیار ناست دي.

په دې وروستیو کې چې کومه جګړه د افغانستان په شمال کې روانه ده، دا له طالبانو ډیره د ځایې پښتنو د ځان ساتنې او ژوندې پاتې کیدا جګړه ده. په شمال کې تاجک، ازبک او حتی هزاره د هر ډول ثقیله او خفیفه وسلو د ساتلو او ګرځولو اجازه لري، خو پښتون بیا په برچه هم د طالب په نامه په بندیخانو کې اچولی کیږي او یا هم په نامعلومه توګه وژلی کیږي. که یو بیطرفه لوری د شمال د ټولو ولایتونو بندیخاني تحقیق کړي، سل په سلو کې پښتانه په کې بندیان دي.

ددې خطرناکې سناریو تر ټولو بد او ویجاړونکی تصویر دا دی چې تیره ورځ د عطامحمد نور او دوستم ترمنځ ګډ ایتلاف رامنځته شو، چې دا ایتلاف د طالب په خلاف نه دی، دا یواځي په شمال کې د پښتون په خلاف دی، هغه پښتون چې په شمال کې دغم، درد او کړاو شپې ورځي سبا کوي. ددې ایتلاف دنده او مسولیت د پښتون وژل، رټل او شړل دي.

طالب له تیرو څوارلسو کلنو راهیسي د ګران هیواد په لویدیځ، ختیځ کې جګړه روانه کړي، یوه ورځ هم د عطامحمد نور زړه ته دا ونه دریدلی چې خپله نظامي دریشي واغوندي، پکتیا، هلمند یا کنړ ته لاړ شي او هلته د طالب په خلاف جګړې ته زړه ښه کړي او نه هم دوستم له ازبکو څخه را ښکته فکر وکړ، خو نن چې ددوی له ظلم او وحشت څخه په تنګ راغلی پښتون له جګړې پرته په شمال کې بل کوم اپشن نلري، دوی د اور د ګرمولو، د ځان د پړسولو او خپلو ستراتیژیکو موخو ته د رسیدلو د پاره د هر پښتون دروازه په لغته وهي.

افغان مشران، سیاسیون، نړیواله ټولنه او روڼ اندې باید دشمال د اوسنیو پېښو بیطرفانه جاج واخلئ. روان کړکیچ وارزوئ او د حل لار ورته وړاندې کړئ، کنه د شمال اور به دا ځل ګران هیواد له یو نه جبرانیدونکي حالت سره مخ کړي. په جګړه کې مو د یو ملت په توګه هم تاوان دی، اود قوم او سمت په توګه هم.

 یا ربه توفیق !!

3 thoughts on “د افغانستان په شمال کې ویرونکي جګړه/ ډاکتر ځلاند”
  1. Dear Dr. Zaland,
    The situation gets serious. Most of attacks in Kabul and all over the countries are planned by Shurai Nizar with help of ISI against Pashtoons. The last attack on parliament is an example to deny Stanikzai the defense ministry in order to keep their supremacy in the armed force. The only solution is to put Shurai Nizar in defensive position- means to retaliate their attacks. There is no other way out.

  2. Zirak chatal.

    How can you say this? Majority of the attacks are carried out by Taliban and everyone know that Taliban are mostly Pashtuns. No other nation except Pashtuns are involved in such things. I will suggest you to tell your brothers to stop attacks.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *