تاند: ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې تېر کال ټوله نړۍ کې له شل ملیونو څخه زیات ماشومان د ژوند ژغورنې له واکسینو بې برخې پاتې شوې دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق یا یونیسف د دوشنبې په ورځ ویلي، تېر کال په هرو لسو ماشومانو کې یو یا په ټوله کې ۲۰ میلیونه ماشومان له مرګونو ناروغیو لکه تیتانوس، دیفیتریا او شري او ټوخلې ضد واکسینو څخه بې برخې پاتې شوې دي.
یونیسف وايي، موندنو یې ښودلې ده چې د واکسینو بهیر اکثره په بې وزله او یا له جګړې سره مخ هېوادونو کې له خنډ سره مخ دی.
هغه هېوادونه چې زیات ماشومان په کې د دغو واکسینو له تطبیق څخه پاتې شوې دي، په سر کې یې د افغانستان نوم راغلی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان مشر ټیډروس ادهانم په دې تړاو وايي، واکسین د نړۍ د ژغورنې او مرګونو ناروغیو د خپرېدو د مخنیوي لپاره خورا مهم دي، خو زیات بې وزله او یا هم د جګړې له کبله بې کوره شوي ماشومان د واکسینو له نعمت څخه محروم دي.
یونیسف په خپل راپور کې ویلي، تېر ۲۰۱۸ کال کې ټوله نړۍ کې درې نیم لکه ماشومان په شري اخته شوي.
یونیسف دغه راز ویلي، د نړۍ له نیمايي زیات هغه ماشومان چې له واکسینو پاتې دي، په شپاړس هېوادونو کې دي، چې افغانستان یې په سر کې دی.
ورپسې د مرکزي افریقا، چاډ، کانګو، ایتوپیا، هایټي، عراق، مالي، نایجر، نایجریا، پاکستان، صومالیا، جنوبي سوډان، سوډان، سوریه او یمن نومونه راغلي دي چې زیات ماشومان په کې له واکسینو بې برخې دي.
یونیسف دا نه دي ویلي چې افغانستان کې څومره ماشومان د شري، ټوخلې او تیتانوس له واکسینو محروم پاتې کېږي.
یونیسف وايي، هغه ماشومان چې د دغو مرګونو ناروغیو له واکسینو پاتې دي، بیا مشکله ده چې د عمر په نورو پړاوونو کې له دې ناروغیو خوندي پاتې شي یا یې ژوند وژغورل شي.