تاند- د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې خپلو اتباعو ته د احتیاط کولو خبرداري ورکړ، ویې ویل چې ترهګر په افغانستان کې پر هوټلونو، پوهنتونونو او هوايي ډګرونو د حملې پلان لري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبرداري کې ویل شوي چې د روان ۲۰۱۸ د دسمبر له لومړیو څخه د لویو حملو په اړه د وسله والو ترهګرو د پلان په اړه راپورونه ترلاسه کوي.
پخوا هم په ځلونو په کابل کې د امریکا سفارت د استخباراتي معلوماتو پر اساس د افغانستان د دولت د وسله والو مخالفانو د حملو په اړه مخکې تر مخکې خبرداري ورکړي او ډېر ځلې له خبرداریو وروسته حملې شوي دي.
د امریکا د باندنیو چارو وزارت وايي، ممکن د افغانستان د دولت وسله وال مخالفان د هوټلونو، پوځي اډو، نړیوالو موسسو، پوهنتونونو او هوايي ډګرونو په شان هدفونو باندې انتحاري یا موټربمي حملې وکړي.
په خبرداري کې دا هم ویل شوي چې هغه ځایونه هم له خطر سره مخامخ دي چې امریکایان او نور بهرنیان پکې اوسي.
په همدې حال کې نن/سې شنبه/ د افغانستان د ملي امنیت د ریاست ۴ کارکوونکي په پغمان ولسوالي کې د بمي چاودنې په نتیجه کې ووژل شول.
په دې پېئښه کې ۶ تنه نور ژوبل شول.
تراوسه پورې د چاودنې څرنګوالی معلوم نه دی چې ایا انتحاري برید و که د سړک د غاړې بم.