دا څو ډوله دی (اقتصادي مافیا، سیاسي مافیا، غصب مافیا، حجرتي قاتلانو مافیا او د سیمي داستخباراتي جاسوسانو مافیا ) دغه مافیاوې یله و بل سره ښه هماهنګي او همغږي لري، په دې کې د ټولنې ټول قشرونه ( ملا، ملک، ځوانان، پیر، خان، تجار، د علم خاوندان، سیاست مداران، د دولت مامورین او د ولس نماینده ګان هغه که په ولایتي سطحه دي او د مرکز په سطحه) شریک دي.
دا داسې ما فیا ده چې د افغانستان د هر ولایت وال له یو بل سره ښه نژدې روابط لري، چې په هر یوه په خپل ولایت کې تکلیف راشي اوتومات ورسره دا نور غوږونه ببر کړي چې ( دا د ملا توهین دی، دا د جهاد او مقاومت توهین دی، دا د قوم سپینږیرو ته توهین دی، دا ځوانانو ته توهین دی، دا د پیر طریقت ته توهین دی، دا دتجار څخه باج اخستل دي، دا زموږ سیاست نشي زغملی او پلانکی مامور خو د دوی د ډلې نه دی ځکه یې داسې ورباندې وکړه، دوی نه غواړي چې علمي خلک دې واک ته ورسي ) دا او دیته ورته نورې داسې ډرامې جوړې کړي او فشارونه وارد کړي تر څو د دوی د مافیا غړی خوندي شي.
عام ولس هم د معلوماتو په خلا کې واقع دی که څه هم په دې وروستیو دریو کالونو کې دولت د دې خلکو په وړاندې جدي اقدام کړی او خلکو ته یې د دوی هغه اصلي څېرې ورښودلي دي، خو لا هم ډېر کار ته ضرورت شته چې د داسې خلکو د رسوا کولو په پار عامه پوهاوی نورهم ګړندی شي.
ځوان کهول باید په دغسې مسائلو کې خپل ځانونه ضميم داران وګڼې که حکومت د داسې کړیو په وړاندې جدي اقدام کوي او دوی بیا د ولس د ناپوهۍ او یا د خپل مال او حال نه کار اخلي، مظاهرو او لارو بندولو ته یې راباسي موږ او تاسو باید د ډېرې ځیرکتیا نه کار واخلو او عاجل عام ولس ته د شوې پېښې د ټولو ابعادو اړه خبر داری ورکړو، چې یاد حرکت په دغه بنیاد لارو او کوڅو ته را وځي.
حکومت هم باید ځینې شیان درک او نادیده یې ونه ګڼې هر درې میاشتي بعد باید د ولسوالیو او ولایتونو په سحطه په خپلو ولسي حامیانو هغه که (ملکان دي، ملایان دي، ځوانان دي، حرکتونه دي ) یو تجدید نظر وکړي چې دوی همداسې ريښتینې پاتې دي هېواد اوخلکو ته که د چا د تاثیر لاندې راغلي دي.
په ټوله کې باید دا او وایم چې هغه متل دی وایي . چې د پردي ځوي نه خپله په سترګه ړنده لور هم ښه ده، همدا هېواد دی چې موږ ته یې عزت راکړی موږ پکې د هرې نګاه نه بسیا یو، نو پکار ده چې د سر په بدل کې یې د دوښمن څخه وساتو او راتلونکي نسل ته یو اباد افغانستان په مراث پرې دو.