محمد عارف رسولي
موږ ته اړتیا ده چې د هېواد سیمې او نړۍ حالاتو ته له هر اړخیز لوري او په خلاصو سترګو وګورو، له پېښو او د نورو له تجربو باید ګټه واخلو، نوشتګر واوسو. باید ځان تېر نه باسو، ملي ستونزې راز راز لاملونه لري، ورسره مبارزه د ملت د هر فرد دنده ده، که سیاسیون مو بې لارې دي، همدا موږ مشران کړي دي او څنګه یې باید لارې ته راولو. خو په نن زمانه کې دا مسله ډېره پېچلې شوې او ګډو هڅو، سازماني خوځښتونو او او یو بل ته لاس ورکولو ته اړتیا لري.
زه د هېواد لوستي او روڼ اندی فشر ته وایم. راځئ یوازې له غندلو تېر شو او ورسره یو ځای خپل مسولیتونه درک او ورته ژمنتیا ولرو. که په نورو ملکونو کې داسې فکري مرکزونه شته چې د خپل ملک، سیمې او نړۍ حالات څاري، څېړي، خپلو دولتونو او سیاستوالو ته مشورې ورکوي، ورباندې فشار راوړي، ورسره کار کوي، نوي فکرونه پنځوي او له رقیبو ملکونو سره سیالي کوي، په ګاونډيو هېوادونو او د هغو په سیاسي خوځښتونو اغیز کوي او د خپل ملک په ګټه یې راځرخوي. د مثال په توګه، یوازې په امریکا متحده ایالتونو کې تر 12000 زیات داسې فکري مرکزونه (Think Tanks) لکه د رنزکارپورشن او نور شته چې خلیلزاد په کې کار کاوه، په هندوستان کې په سلهاوو شته او ورځ تر بلې زیاتېږي، په پاکستان او بنګلدیش هر یوه کې تر دېرشو زیات داسې مرکزونه شته او همداسې نور درواخله نو موږ افغانانو ته څه کول په کار دي؟ دا مرکزونه زیات علمي کسانو، ژورنالستان، لیکوالانو او په خپلو هېوادونو مینو کسانو رامنځته کړي او دولت هم ورسره مرسته کوي.
ښه مثالونه یې په قطر، مسکو او لاهور کې د همدې فکري او ستراتېژيکو مطالعاتو د مرکزو نو چې له خپلو دولتونو سره په همغږۍ کې کارکوي او زموږ سیاسیون یې خپلو ملکونو ته وروغوښتل، د خپلو ملکونو ستراتېژيک اغیز په نړۍ او سیمه کې د افغانستان په نړیواله قضیه کې زیات ک او له یو بل سره سیالي کوی. که موږ داسې مرکزونه رامنځته نه کړو نو تل به مو همدا حال وي.
که امریکا افغانی الاصله خلیل زاد ستراتېژيست درلود روسانو هم یو نه بلکه د افغانانو ورته شخصیتونه درلودل چې له افغانستانه او زموږ له سیاسي جوړښتونو یې ژور شناخت درلود افغان سیاسیون یې مسکو ته وروغوښتل، بیا اوس ګورو همدا کار په لاهور کې پاکستانیانو وکړ، په دوحه کې خو وختي کوم ورته نهاد او د ستراتېژيکو مطالعاتو مرکز د افغانانو په جرګه کولو کار کاوه.
خو راشه موږ افغانانو ته چې څومره وروسته پاته یو، سیاسیونو ته مو ګوره چې د شادیانو غوندې خلکو پړي پکې اچولي نن دلته او سبا هلته یې د خپل نظام په وړاندې استعمالوي او دوی فکر کوي چې مطرح خلک دي، دولت ته مو ګوره چې هم زیاته مزه یې نشته چې خپل قوتونه منظم او ستراتېژيک لوری ورکړي، روڼ اندو، نیمچه لیکوالانو او تحلیلګرانو او ځوانانو ته مو ښه سوچ وکړئ چې قرآن هم کورته وروړې او بلنه ورکړې چې راځئ یو بل ته لاس ورکړو، د خپلو خلکو سیاسي شعور لوړ کړو، فکري او ستراتېژيک مرکزونه رامنځته کړو، په دولت رغنده نیوکې او وړاندېزونه ورته وکړو او دا ملک یوازې په یو څو ګډو ماتو دولتي کسانو نه جوړېږي خو والله که یې له خپله دریځه واړوې، ارو مرو درباندې شک کوی چې ستا مقصد به څه وي او یا به د منفي افکارو او نیوکو په خره سپور وي یوازې همدی به سم وي او نور به هر څوک خاین وي.
دا تنظيمونه او پارټۍ خو پرېږده چې یوازې او یوازې د موهومي قدرت په خوب او خیال کې ورک دي او سیاست یوازې ورته په ټاکنو کې له یو بل سره د رسۍ کشولو او له بهرنیانو سره داد او معامله ښکاري. شرط درسره تړم ورشئ، د خوارو پرګنو د ژوند د ښه کولو، د هغو د اولادونو د روزلو، د یتیمانو د غم خوړلو او د ژوند د ښه کولو او یا هرې بلې ملي مسلې او د دوی د پلان په هکله ورنه تپوس وکړئ، تضمین یې کوم چې کوم پروګرام او فکر او هېڅ ځواب به نه لري او یا به درته ووایي موږ خو دا او هغه خارجي قدرت کارته نه پرېږدي. باید سړی ورته ووایي: هو بهرنیان تل په هر ملک کې همداسې کوي، خو دا د ملک د خلکو، سیاسیونو او مشرانو یې مسؤلیت دی چې د خپلو ستونزو د حل لپاره لارې ومومي.
که ولسي جرګې ته وګورو، هلته به زیات دردمند وکیلان وي، خو زیاتو یې زموږ هیلې یې له خاورو سره خاورې کړې. ګورو چې زموږ د سیاست، قانون جوړولو او تدبیر مرکز او د ملت کور یې د قومي، سمتي ناندریو او زوروهلو او تاوتریخوالي په ځای بدل کړ او د نړۍ په ستر کلي او د ملتونو په قطار کې یې زموږ په شرمندګۍ لا نور ورزیات کړل.
نو زه وایم راځئ ګیله له بل چا زیاته په درد نه خوري، ګیله یوازې له ځانه وکړو چې هېڅ نه کوو! هو، هېوادواله که د مسولیت احساس کوې همتاته وایم.
د یوه ویښ او بېدار ملت به تمه.
کابل، افغانستان