لیکوال: انډرو سمال
ژباړن: عزت الله عمر
سره له دې چې له طالبانو سره د سولې خبرې په ټپه دریدلې دي داسې نه ښکاري چې چين به دافغانستان او پاکستان په تګلاره کې بدلون راوړي.دافغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبروځنډ د ناڅرګند وخت لپاره له ځنډ سره مخ دي .د طالبانو د نوي مشرتابه له خوا په کابل کې د وروستیو ځنځري بریدونو او په پایله کې د پاکستان پر وړاندې دولس مشراشرف غني غبرګون دسولې پروسی پر وړاندې یو ګذارو چې بیجینګ یې په راغونډولو تر ډیره وخته هڅې کړي وې.
د افغانستان په شمال کې دازبکستان اسلامی حرکت یا (IMU)
چې په سيمه کې د؛ ایغور؛ جنګیالیو کوربه توب کوي او همدارنګه دجګړې په ډګر کې د طالبانو د بریا له امله د چین ستراتیژیکې موخې له ګواښ سره مخ کوي.د بیجینګ هغه اوږد مهاله فکر چې ښایي افغانستان به د ختيځ ترکستان د جنګیالیو په خوندي ځای بدل شي د یو بلې اړونده اندېښنې احساس لري چې په افغانستان کې اله ګوله ( بې ثباتي) به د بیجینګ د وریښمو اقتصادي دهلیز پروژه په ځانګړې توګه په منځنۍ اسیا او پاکستان کې د دوی د ګټو په وړاندې د پیښيدونکي خطر څخه ویره لري.

پرته له هغو ګنګوسو چې د چین اوسني اقتصادي کړکیچ په پایله کې رامنځ ته شوې وي او چین ته ګواښ ګڼل کیږي، د چین ناڅاپي اقتصادي پرمختګ هم باید له پامه ونه غورځول شي او مهم وشمیرل شي.
پوښتنه دا پیدا کیږي چې ایا بیجینګ به ددې تمه ولري چې په نږدې ملګري هيواد پاکستان باندې تکیه وکړي چې د طالبانو پر وړاندې کوټلي ګامونه پورته کړي. له همدې امله افغان حکومت د چين څخه غواړي چې د اقتصادي او امنیتي همکاریو باوري فضا رامنځته او همدارنګه د دوه اړخيزو نیغ په نیغه اړيکو په رامنځته کيدا شوني کړي څو د بیجینګ د اغیزڅخه په ګټې اخیستنې سره چې پر اسلام آباد يې لري او ددوی لپاره خوراارزښت لري، ګټه واخلي.
چين د پاکستان په هڅولو کې دوه زړه وو او همدارنګه یې ارزښتناکه دنده ترسره کړه څو طالبان په مري کې د خبرو میز ته حاضر کړي.
په کابل کې د وروستیو بريدونو وروسته افغان حکومت د چين څخه د همکاری غوښتنه وکړه تر څو په پاکستان فشار زیات کړي چې طالبانو ته په خپل هيواد کې د دوی د پټنځایونو او همدارنګه د هغوی سره دهر راز همکاري څخه ډډه وکړي.
بیجینګ پوهیده چې ولسمشر غني د پاکستان سره داړیکو د نوي پړاو د پیل له امله په سیاسی ډول په حاشیه کې پاتې شو د غني په وینا د پاکستان د وعدو د نه ترسره کيدا له امله د اسلام اباد او کابل اړيکې د پریکون او حتی د دښمنۍ بڼه غوره کوي. چين دافغانستان د شته موقف سره پوره خواخوږی دی او له دې هم انديښنه لري چې د پاکستان سره یې خپلې تاریخي اړیکې زیانمنې نه شي.
په داسې حال کې چې د کابل پخوانۍ هڅې په اسلام اباد باندې د چين داغیزڅخه د ستراتيژیکې ګټې په اخستنه کې په پرتلیزه توګه بریالۍ وې خواوس مهال د چين دغوښتنې په اساس پر مخ ځي.
بیجینګ د طالبانو سره په خپلو اړیکو کې له احتیاطه کار اخلي، د طالبانو داستازو سره د ليدنې په مهال یې اړينه وبلله څو طالبان د سولې خبرو ته وهڅوي خو په ورته وخت کې یې د طالبانو سره داوږد مهاله اړیکو شاليد خوندي وساته.
چين طالبان د یو سیاسي ځواک په توګه مني او دوام ورکوي همدارنګه انديښنه هم لري څو هغوی د چين په وړاندې د دښمن دريځ غوره نه ګړي. سولې ته د طالبانو حاضرول او همدارنګه په پاکستان باندې فشار راوړل یوه موضوع وه او دطالبانو له خواهغه باورچې چين او پاکستان ددوي په وړاندې داقدام لپاره اړ باسي بله انديښنه وه.
په کال ۲۰۰۷ کې په لال جومات باندې دبريد لپاره د چين له خوا دپاکستان پارونې په پایله کی د چين په وړاندې
د طالبانوغبرګون اوس هم د چینایي چارواکو په مینځ کې د احتیاط انګازې ژوندی ساتلې دي.
د طالبانوپه وړاندې په مخالف اړخ کې دریدل یوازينی علت دی چې چين ددې پروسې څخه په شا تمبوي. دطالبانو په ليکو کې ملا منصور ته د مشرۍ د موقف په ملاتړ کې د ای اېس ای هڅې د چين دغوښتنو سره په پوره همغږی کې ترسره کیږي. بیجینګ نه غواړي چې طالبان په څو ټوټو وویشل شي چې په پایله کې د سولې په پروسه کې دشته سیالانو تر اغیز لاندي راشي او بیا د پاکستان لپاره په دښمنۍ واوړي.
افغانستان سولې ته د رسیداپه موخه چين طالبانو ته د یوه پیاوړي سیاسي خوځښت(حرکت) په نظر ګوري او د نورو ډلو سره ددوی خپل منځي اړيکې به په بشپړه توګه همداسې پاتې وې.
د پاکستان د فشار له امله پدې وروستیو کې د مري په خبرو کې دطالبانو ګډون ددوی ترمینځ اختلافات راولاړ کړل.
پاکستان ډاډ ورکړ چې دوی به اړ باسي تر څو هغوی په یو ځای راټول کړي.
په اوسني حالت کې ددې شونتیا هم لیري نه ده چې بیجینګ به دا ټول د هرې شونې پایلې او وخت سره ای ایس ای ته پريږدي. ملامنصور به په هيڅ ډول د ملا عمر په څیر واک ترلاسه نه کړي خو که په ټول کې طالبان سره یو لاس شي ، دپاکستان سره نږدې والی ولري ،د سولې پروسې څخه په سیاسي توګه ملاتړ وکړي که څه هم چې په عمل کې د سولې لپاره ګام هم پورته نه شي،چین یې بیا هم هرکلی کوي.د بیلګې په توګه که چیري پاکستان د طالبانو په وړاندې ګام واخلي نوددې شونتیا شته چې د پام وړ امنیتي ګواښونه به نه یواځې پاکستان ته متوجه شي بلکې چين به هم ددې ګواښونو موخه وګرځي.
بیجینګ د پاکستاني طالبانو د تیرو اتو کالونو د تجربې په اساس د یوه ازمایښت څخه تیر شوی دی همدارنګه په سيمه کې د نویو راولاړشویو خطرونو ته په پام سره لکه د اسلامي دولت ډله چې په ښکاره توګه د چين لپاره یو ګواښ کڼل کیږي، د پاکستان داغیز لاندې طالبان د چین لپاره یو غوره بدیل ګڼل کیږي. سره له دې چې سوله له سختو ګوزارونو سره مخامخ ده چین باورلري چې په افغانستان کې سیاسي پرېکړې ته د رسیدا لپاره خبرې اترې یوازینۍ غوره لار ده. دې هدف ته د رسیدا لپاره بیجینګ هیله لري چې پاکستان به دااسانتیارامنځ ته کړي. که چیرې افغان حکومت د سمدستي امنیتي ستونزو سره مخامخ شي د بیجینګ دریځ به ښايي بدلون ومومي خو که څه هم چې افغان امنیتي ځواکونه سږکال په پرتلیز ډول د زیات زیان سره مخامخ دي خو دوی خپل ټینګښت ته دوام ورکوي او د طالبانو له خوا داسې څرګنده بریا نه لیدل کیږي او بیجینګ یې هم هیله نه لري. تردې مهاله چین هڅه کوي چې کومه نوې ستراتيژي غوره نه کړي او دافغانستان په وړاندې اوسنۍ ستراتیژۍ ته دوام ورکړي. داچې په کابل کې ملکي مرګ ژوبلې کچه تربل هروخت لوړه ده په کابل کې حالات بې خونده ښکاري دا په دې مانا چې چین په پاکستانیانو باندې د فشار راوړلو په ځای هغوی ته وخت ورکړی دی.