تاند- په تورکیه (ترکیه) کې د اسلامي کنفرانس د مشرانو د غونډې په درشل کې په استانبول ښار کې سخت امنیتي تدابیر غوره شوي دي.
دا تدابیر په دې خاطر غوره شوي چې له یوې خوا په وروستیو کې تورکیې ته د تروریستي بریدونو مخه شوې او له بلې خوا ټاکل شوې ده چې نن په استانبول کې د اسلامي هیوادونو مشران غونډه وکړي.
له افغانستانه د ولسمشر په ځای اجرايي ريیس عبدالله عبدالله په دې غونډه کې ګډون کوي.
ښاغلی عبدالله پرون /چهارشنبه/ استانبول ته روان شو.
د اسلامي هیوادونو تر ۳۰ زیاتو هیوادونو مشران او جګپوړي چارواکي پر هغو مسلو خبرې کوي چې نن سبا اسلامي نړۍ ورسره مخامخ ده.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو، چې هیواد به یې په راتلونکو دوو کلونو کې د اسلامي کنفرانس مشري په غاړه لري، د سې شنبې په ورځ د دغه کنفرانس د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې ته وویل چې فرقه پالنه، کورنۍ جګړې او ترهګري د اسلامي هیوادونو تر ټولو جدي ستونزې دي.
ټاکل شوې ده چې د استانبول په غونډه کې نن د سوریې پر شخړې زیات تمرکز وشي.
خو د سوریې استازی به په غونډه کې ګډون ونه لري ځکه چې د سوریې غړیتوب ځنډول شوی دی.
د اسلامي کنفرانس موسسې سرمنشي سات ایاد امین مدني وویل، سره له دې چې په اسلامي کنفرانس موسسې کې د سوریې غړیتوب خنډول شوی دی، دوی د سوریې د سولې ملاتړ کوي.
ده په عین حال کې وویل چې د سوریې په راتلونکي کې د بشار اسد لپاره کوم ځای نه ویني.