تاند- د پاکستان د ملي جرګې (نشنل اسمبلي) ريیس پرون /شنبه/ په اسلام اباد کې د افغانستان د ولسي جرګې له رييس
عبدالروف ابراهیمي سره په کتنه کې وویل، پاکستان له افغانستان سره د اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی او هڅه کوي چې په افغانستان کې له سولې او سوکالۍ سره مرسته وکړي.
د پاکستان د ملي جرګې ريیس سردار ایاز صدیق د ولسي جرګې ريیس او ورسره ملګري پلاوي ته وویل چې سوله ییز او سوکال افغانستان د پاکستان په ګټه دی.
دا هغه خبره ده چې پاکستاني چارواکي یې له تېرو لږترلږه ۳ لسیزو راهیسې تکراروي خو افغانان د پاکستان ادعا ناریښتینې بولي.
د افغانستان، ترکیې، روسیې، چین او ایران د پارلمانونو ريیسان د شنبې په ورځ اسلام اباد ته ورسېدل، چې د څو هیوادونو د پارلمانونو او سیمه ییزو همکاریو د پراختیا پر لارو چارو خبرې وکړي.
د افغانستان د ملي شورا د ولسي جرګې ريیس عبدالروف ابراهیمي، د ترکیې د سترې ملي اسمبلۍ ريیس اسمیل کاهرامان، د ایران د اسلامي شورا د مجلس ريیس علي اردشیرلاریجاني، د روسیې د دوما او د چین د ملي اسمبلۍ رييسان په دې درې ورځینۍ غونډه کې په سیمه کې د سولې، سوکالۍ او د تماسونو د ډېرېدو په اړه خبرې کوي.
د افغانستان د ولسي جرګې ريیس عبدالروف ابراهیمي ته د اسلام اباد په هوايي ډګر کې د قومي وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شېرپاو او د ترکیې د ملي جرګې رييس ته د پاکستان د سوداګرۍ او ټکسټایل وزیر محمد پروېز مالک هرکلی ووایه.
د ایران د پارلمان د ريیس هرکلي ته د پاکستان د ملي جرګې غړی اسحاق کرماني او د چین د پارلمان د رييس هرکلي ته د پاکستان د مالیې، عوایدو او اقتصادي چارو مرستیال وزیر رعنا محمد افضل خان هوايي ډګر ته ورغلي ول.
پاکستان ټول عمر بد کړي او دروغجن دی او د ابراهیمی صاحب غواړم چی د یو عادی افغان چی دپاکستان څخه دردونه لری وغږیږی نه د په شف شف.ا او د امریکا سیاست رښتیا وګڼيچی پاکستان غل دی