لومړی ټوک
1978-1989
د حاجي ولي محمد ناچاپه تصنيف
دسمبر ١٩٧٩ء / عقرب ١٣٥٨هـ ش
دسمبر٢٧/جدي ٦
- روسي سلاکارانو د حفيظ الله امين د ساتندويانو څخه وسلې ټولي کړې، د ګارډ دې عسکرو ته د نوو وسلو ډاډ ورکول کېده
- غرمه ؛- ډګروال د۔ وکوليسنيک او د کنډک قوماندان خپل افسران د عملياتو په پلان خبرکړل او دندي يې وروسپارلې، دوی چي کله د هدف د ځايونو پرڅارنه او کشف بوخت وو، په لرښود (دوربين) کښي يې د ارګ قوماندان جانداد خان له څو نورو افسرانوسره د يوې غونډۍ پر سر وليد
- ډګرمن و۔ شويڅ د ګارډ قوماندان جانداد خان ته ورغی او د خپل کنډک د يوه افسرد کاليزي په پلمه يې د غرمې د ميلمستيا ست ورته وکړ،هغه جواب ورکړچي اوس په ازموينه بوخت دي، ماښام به ورسي ۔ چي دا کار ونه سونو و شويڅ ورڅخه هيله وکړه چي د ګارډ په لوا کښي شوروي سلاکارانوته د تلو اجازه ورکړي،هغه يې خبره ومنل، و۔ شويڅ سلاکاران له ځانه سره بوتلل او پدې توګه يې د هغوی ژوند وژغواره
- غرمه؛- په تاج بيګ ماڼۍ کښي پرون له ماسکو له يونه د ستون سوي وزير دستګيرپنجشيري ، وزيرانواو د هغوی د ميرمنو په وياړ د حفيظ الله امين د لوري ميلمستيا،پنجشيري امين د شوروي مشرانو د لوري هغه ته د بشپړه مرستو او همکاريوډاډ ورکړچي په هغه کښي به پراخي نظامي مرستي شتون ولري،امين د شوروي د فرقو د راتګ خبره وکړه ،لوی درستيزجنرال محمديعقوب ته لارښوونه وسوه چي د شوروي نظامي استازي سره دي د نژدې همکاري په اړه خبري وسي،دا غونډه د ستردرستيز په دفتر کښي د ماښام تر اووبجووروسته کيدونکې وه،ټاکل سوې وه چي امين به هيوادوالوته پرټيلي ويژن وينا کوي،ددې وينا د ثبت لپاره يو شميرلوړپوړي پوځيان او د سياسي ارګانونومشران ماڼۍ ته دعوت سوي وو
- حفيظ الله امين او يو شمير ميلمنوته د هغه شوروي اشپز او د استخباراتي شبکې (KGB) غړي ډګرمن طاليبوف په آش ( د سابويا سبزۍ او وړوڅخه جوړيږي) د آناروپه شربت کښي زهر ورکړل، د امين د ميرمني،زامنوببري،خواځک اويوې لور په چپه ځينو کورباڼوآش وخوړ،دوی يې بې سده کړل
- د امين ميرمني د ګارډ قوماندان جانداد خان وروغوښت
- قوماندان جانداد خان سردارمحمدداود خان روغتون (څلورسوه بستريزروغتون) او د شوروي سفارت پولي کلينک ته ټيليفون وروکړ، مسموم سوي خواړه (آش)، د انارو شربت يې د تشخيص لپاره کتنځي (معاينه خانه) ته واستول او اشپزان يې ونيول
- د افغانستان د پوځونود سياسي چارو دلوی پاسوال ( رئيس ) محمد اقبال وزيري او په افغانستان کښي د شوروي اتحادد لوی نظامي سلاکارد ادارې د سياسي څانګي د مشر تورنجنرال س ۔ پ ۔ تو تو شکين په ټينګار د شوروي ډاکټرانو يوه ډله چي په کابل کښي يې دنده سرته رسول تاج بيګ ماڼۍ ته وليږل،په دوی کښي د طبي خدمتونود دادار،مشر،مشاورډاکټر،دټپ رغوني (جراح) ډګروال ويکټورپاولوويچ کوزينچنکوف، د مرستود ډلي قوماندان ډګروال اناتولي ويلاديميروويچ اليکسييف ،د افغاني اردود مرکزي پوځي روغتون ساري ناروغيوډاکټر،د خوړواو پرهيزډاکټر،درملخور(نرسه)،افغان ډاکټر ډګرمن ولايت خان ګډون درلود
- ۲ بجې ماپښين؛- د طبي مرستوډله چي کله د ملي ګارډ باندنۍامنيتي پوستې ته ورسيده او د تل په څير يې خپلي وسلې ساتونکو ته وسپارلې خو هغوی د تير مهال برخلاف په سخته لهجه وپلټل، ماڼۍ ته د ورننوتلو پر مهال پلټنه نوره هم سخته وه
- طبي ډلي چي کله په دهليز،پوړيو(زينو)او خونوکښي ناست او پراته وګړي وليدل،او چي په سد(هوش)کښي به راغلل، هغوی به له ډيره درده نارې وهلې، ډاکټران پوه سول چي دا د ډلئيزي مسموم کيدني پيښه ده
- افغان ډاکټرډګرمن ولايت خان په بيړه ډاکټران د لوړپوړ يوې خوني ته بوتلل چي حفيظ الله امين يواځي په يوه نيکراو بنين (زيرفراني) کښي د کوما په حالت کښي پروت و،زامي يې رپيدې او د سترګو ګاټي ېې غالبونو ته لويدلي وو،په هغه کښي د ژوند نښي نه ليدل کيدې، ډګروالان کوزينچنکوف او اليکسييف چي د يرغل په پلان نه وو خبرد امين ژغورلو ته لستوڼي راوغړول،لومړی يې د هغه زامي خپل ځای ته ور وستې او د هغه ساه يې عادي حالت ته راوستل اود معدې پريمنځل يې پيل کړل ، هغه يي د خوب کوټې ته وروړ او په درملنه يې بوخت سول ،پوزونه او هم يې په دواړو لاسونو کښي سيروم ورولګاوه (دعلي ارغندابي سره د حفيظ الله امين د ميرمني مرکه،د بي بي سي (ژوندۍ خاطرې) ،ماښامنۍ پښتوخپرونه،۲۴ نومبر۱۹۹۴ء او هم د افغان ميړانه او غميزه)
- د ګارډ د يوه ساتندوی له خولې چي يوه روسي ژباړن ازبکي خواړو ته ست کړم،زه شکي سوم او غوښتل مو چي د باندي ولاړسم،ناڅاپه مو يو ملګري ته پام سوچي پر مځکه بيران پروت و،د سالون منځ ته چي راورسيدم،ګوزار سوم،پرخپل قوماندان ستردرستيزجنرال محمديعقوب چي مو سترګي ولګيدې،پر مځکه پروت و او روسي سلاکاران ورباندي راګرزيدلي وو،ما هڅه وکړه چي ټيليفون ته لاس وراوږد کړم، يوه مرمۍ مو په شا او بله په موټ کښي لګيدلې وه او د روغتون پر بستر پروت وم (منبع الجهادمجله،دويم کال،اوومه ګڼه،۱۹مخ)
- ۶ بجې ماښام؛- امين په سدکښي راغی ؛- دا کار ولي زما په کور کښي پيښ سو، چا دغسي وکړل ،آيا دا يوه ناڅاپه پيښه وه او که ورانکاري ؟
حفيظ ا لله امين چي کله څه بيداره سو، جنرال پاپوټين ځان ورته راورساوه، د هغه څخه يې غوښتنه وکړه چي له واکه لاس واخلي او هم يو ليک ورسره و،څو د افغانستان حکومت په رسمي توګه شوروي ځواکونو ته د ورتلو بلنه ورکړي،امين ددواړو خبرو د منلو څخه ډډه وکړه،د امين ساتونکو په وروستيو شيبو کښي سنګرونه ونيول او جنرال پاپوټين يې د برمته په توګه وساتئ – (منبع الجهادمجله،دويم کال،اوومه ګڼه،۱۸- ۱۹مخونه)
- ۶بجې ماښام:- په افغانستان کښي د شوروي اتحاد لوی نظامي سلاکار س ۔ ک ۔ موګاميتوف د۔ و ۔ کوليسنيک ته مخابره وکړه چي د يرغل په مهال کښي بدلون راغلی دی،هرڅومره ژر چي کولای سې يرغل پيل کړه
- ۱۵:۶ماښام؛-د تورن ستاروف په مخکښي د بريد ډله په ګاز(۶۶) ډوله ګاډی کښي د هغي غونډۍ پر لور وخوځيده چي افغاني ټانکونه پکښي ښخ سوي وو،دغه ټانکونه د څوعسکرو لخوا ساتل کيدل او عمله يې (۱۵۰-۲۰۰) متره وړاندي په يوه خوبځای (قاغوش)کښي اوسيده، د مسلمان کنډک يوه بله ټولۍ د ستاروف د ډلي د ملاتړ لپاره په سيمه کښي ځای پر ځای سوه
- څنګه چي د ستاروف ګاډۍ ددريم کنډک سيمي ته ورنژدې سوه نو هلته د سپکو ماشينګڼو ډزي پيل سوې چي شيبه په شيبه يې زور اخيست،ډګروال د۔ و۔ کوليسنيک خپلو ځواکونوته د اور اومخ په وړاندي امر وکړ۔
- د ډګروال د۔ و۔ کوليسنيک د امره سره سم دوو روښندازونو د کابل پر آسمان سرې کرښي خپرې کړې،همدا د عملياتو د پيل شفر و چي ورسره سم پر تاج بيګ ماڼۍ يرغل پيل سو۔
- د ډګروال ګريګوري بوريانوف په مشري ځانګړي پوځي ټولګي دتاج بېګ پر تپه د توپان ۳۳۳عملياتو په نامه (Operation Storm333) يرغل پيل کړ، د تورن پاوتوف له قوماندې سره سم د شيلکا(ZSO 4-23) په نوم د هوايي ساتني اتومات ماشينګڼي هغه لومړۍ وسله وه چي مخامخ يې پر تاج بيګ ماڼۍ د مرميو باران جوړ کړ۔ وروسته د ځانګړو ډلو(سپيڅناز)سرتيرو په هغوی پسي ورودانګل ،يرغلګروپه زوره زوره چيغي وهلې او ښکنځل يي کول ، پدې اوو سوو پينځلسوشوروي عسکرو کښي ۵۴ د سپيڅناز(Spetsnaz) ځانګړی ځواک ، ۲۴ عسکر دتندر( Thunder) په نامه ټولګي (Unit)د الفا ټولۍ (Alpha Group ) ، ديرش عسکر د کا جي بي د بلي ځانګړي ټولۍزينت (Zenith) څخه،پينځه سوه شل د مسلمان کنډک په نامه د يو سل څلورپينځوسم سپيڅنازځواک څخه چي د شوروي اتحاد دفاع وزارت پوري تړاو لري ، اووه اتيا سرتيري د يوه بل شرکت (345Guards Airborne Regiment) لخوا – (Articale on Storm 333at VPK-News.ru,Wikipedia).دې ځانګړوځواکونوافغاني دريشۍ اغوستي وې او پر خپلوموټرانو يې د افغاني موټرانو نمبرپليټونه ځړولي وو،دوی ته امر سوی وچي يو افغان بايد ژوندی پاته نه سي،لدې کبله چي هغوی په روسي لاسوهنه خبر نه سي (د امريکاږغ د ماښامنۍپښتوخپروني سره دکې جي بي د منصبدارانوګيناډي بوخاروف او ډګروال ګورډي لينسکي مرکې،۲۷ ډسمبر۱۹۹۰ء)
- د ماښام په څو دقيقې کم اووه بجې :- د حفيظ الله امين ميرمن د تاج بيګ ماڼۍ انګڼ يا غولي ته راووته،د ماڼۍ د ختيزلور پرديواله غټ بريد ولګيد، ميرمني په منډه څښتن ته ځان ورساوه،هغه راپورته سوی و او د ميرمني څخه يې د بريد په اړه پوښتنه وکړه،هغې ور وښود، د بريدونو لړۍ د څلورو لورو څخه پيل سوه،ميرمني خپل کوچنيان د دريم پوړ څخه دويم ته را کوز کړل او په دهليز کښي يې سره يو ځای کړل، د امين يوزوی د ودانۍ په يوه پوړۍ (زينه) دويم زوی ګربز يې په دويمه او د آکا زوی فتاح يې په دريمه پوړۍ کښي ولاړو،دوی ته د امين ميرمني په خاړپوڅو په کور کښي پرته وسله وروړه- (د علي ارغندابي سره د امين د ميرمني مرکه،ژوندۍ خاطرې،د بي بي سي ماښامنۍ پښتو خپرونه،۲۴ نومبر۱۹۹۴ء )
- حفيظ الله امين د جګړې په لومړۍ شيبو کښي خپلو دوو نژدې ملګرو ته د څرخي پله او قرغې د فرقو پر قوماندانانود تيارسي فرمان ورکړي پکښې ليکلي و،هر ځای چي روسئ ووينی،مړ يې کړی،کنه نو روسيان به واک لاس ته کړي، دواړه تنه دباندي ونيول سول او فرمان ډاګيز او رسوا سو(منبع الجهادمجله،دويم کال،اوومه ګڼه،۱۹- ۵۳ مخونه)
- د (AGS-17) په نوم اتومات هاوانونود ټانک پر کنډک ډزي پيل کړې
- د مسلمان کنډک سرتيري هم خپلو ټاکلو ځايونوته وخوځيدل ۔
- د لومړي بريدمن شريپوف د جګړئيزوماشينونو(BMP) ټولۍ هم چي د (کې جي بي ) دوې ډلي د ډيسانټ چيانوپه توګه د هغه پر لسو ټانکونو سپرې وې،د ماڼۍ لور ته غزيدلې لارپه مخ کښي ونيوه، ددوی عمومي لارښود ډګروال ګ ۔اي ۔ بوريانوف و۔
- لومړی ټانک چي کله پر ګرځنۍ(موړ) د ماڼۍ پر لور واوښت نو د ماڼۍ څخه د درنوماشينګڼو ډزي پر وسوې او ټانک ولګيد، عسکروټانک پريښوو او د يرغليزو پوړيو(زينې) په مرسته پر عمومي غونډۍ وروختل ۔
- دويم ټانک لومړی ويشتل سوی ټانک د لاري ليري کړ۔
- د ارګ قوماندان اقبال زښت ډير انديښمن و،په بيړه يې د افغاني پوځيانو ځيني نوري سرباري پوستې(د ماڼۍ څخه دباندي) هم ځای پر ځای او ټانک لوا ته فون وکړچي مرستي ته دي تياره او چمتو اوسي،خو دوی ته هيڅ مرسته نسوه رسيدلای ځکه چي په کابل کښي پرتو شوروي ديسانت چيانوپه کابل کښي د پرتوافغاني پوځونوټول ټولګي په بشپړه توګه کلابند کړي وو۔
- ۶:۳۰ماښام؛- لوامشرتورن احمدجان ته دنده وسپارل سوه چي يو کنډک ښار ته وباسي او د لوامشر سلاکار ډګروال پياسيڅکي د ټانک لومړي کنډک قوماندان ته امر وکړچي کنډک د چمتووالي په حال کښي راولي،دندي ته د ليږلوامربه وروسته ورته وسي،هغوی ټانکونوته وختل او بل امر ته سترګي په لارسول
- ۱۰:۷ماښام ؛- د لوا مشرسلاکار ډګروال ويکټورنيکولايويچ پياسيڅکي د لوامشرتورن احمدجان څخه وغوښتل چي د خپل مشرتابه سره وږغيږي او ښارته د کنډک د ليږلوپه اړه د لارښوونو جاج واخلي خو قوماندان د اړيکو پريکيدو له امله په تماس نيولو کښي بريالی نه سوځکه چي (کي جي بي ) د مخابراتو شبکه الوزولې وه ، قوماندان په بيړه د مخابرې ډلګۍ راوغوښته او په نيم ساعت کښي يې مزي ورغول ۔
- د ډيسانټ ځواکونوڅلوروجګړئيزوماشينونود پوځي ښارګوټي (دروازه) ونړوله او مخامخ يې د لوا درستيزتوب کلابند کړ، د لومړي ټانک څخه يو شوروی تورن را کوز سو او ځان يې پياسيڅکي ته ورساوه،پټ ورته وږغيد او د شرابو ډک پتک يې ورکړ،تورن لوا مشر ته وويل چي د ښار حالت ترينګلی دی،تر سلاوروسته يي لومړي کنډک ته د (آرام سی) امر وکړ