ژباړن: محمد انور افغان-

افغانستان، یوازې دا نه چي له بحره لري پروت هیواد دی بلکې یوه لویه برخه یې غرونو نیولې، اوارې ځمکي او ځنګلونه ډېر پکې کم دي، هغه سیمې چې په اواره ځمکه کې پرتې دي تر ډېره بریده خلک ترې د کرکیلې په موخه ګټه اخلي، خو پر دې سربېره د افغانستان په ختیځو او سهیلي سیمو کې د ځنګلونو د روزنې مناسبې ځمکې شته، ځکه دا سیمې د هند له مرطوبې هوا څخه اغیزمنې کیږي، په ټولیز ډول د هند د بسمندربارانونه او لندبله یا مرطوبه هوا د دې لامل کیږي چې په دې سیمو کې ځنګلونه په طبیعي ډول سره رامنځ ته شي .

د هیواد د وګړو شمېر او د دې ځنګلونو پراختیا ته په کتو سره که په دغه صورت کې له  ظرفیت څخه په بشپړه توګه ګټه واخیستلای شي، دغه ځنګلونو د لرګیو په برخه کې د هیواد اړتیا پوره کولای شي .

خو ستونزه دلته ده چې د څو لسیزو را هسي یوازې دا نه چې د ځنګلونو ساتنې او روزنې ته پاملرنه نه ده شوې بلکې د هیواد د صنعتي ونو بې مخه پرېکول او قاچاق د دې سبب شوی چې دغه ځنګلونه له منځه تلو سره مخ شي، د هیواد په زرګونو هکتاره ځنګلونه له لاسه تللي، له دې پرته چې بیا د هغو پر ځای نور نیالګي کېنول شي .

د هغو سروو پر بنسټ چې تر اوسه تر سره شوي ، په هیواد کې د ځنګلونو تر پوښښ لاندې ځمکه دوه میلیونه هکتاره تخمین شوي ، په داسي حال کې چې اوس مهال د دې دوه ملیونه هکتاره ځمکې څخه یي تر پنځوس په سلو کې ډېره له منځه تللی ، دې ځنګلونو ته تر ټولو ډېر زیان د وروستیو دېرشو کلونو جګړو اړولی ، لکه څنګه چې له دېرشو کلونو را پدېخوا بیا تر اوسه د صنعتي ځنګلونو له پراخو سیمو څخه د مېوو او د سون لرګیو وني د غیري مسوولو کسانو له لوري پرې او له هیواده بهر قاچاق کیږي .

کونړ ، لغمان ، نورستان ، پکتیا ، پکتیکا ، ننګرهار او خوست هغه ولایتونه دي چې د ځنګلونه ډېره برخه په کې شته چې شاوخوا یو میلیون او درې سوه زره هکتاره ځمکه یي نیولي ، په تېرو دېرشو کلونو کې تر ډېره بریده د دغو ولایتونو له ځنګلونو څخه په غیري قانوني توګه ونې پرې او بیا پاکستان او نورو هیوادونو ته قاچاق شوي .

شمېری ښیي چې د تېرو کلونو په موده کې د هیواد یو میلیون هکتار ځمکه د سوځېدونکو ونو تر پوښښ لاندې وه ، خو اوس بیا دا وني چې د هیواد د صنعتي لرګیو له مهمو سرچینو څخه شمېرل کیږي نیمایي ته را ټیټه شوي .

ځکه له دغو ونو څخه هغه صنعتي لرګي چې د ( چهار تراش ) په نامه مشهور دي لاس ته راځي او ډېره لوړه بیه لري ، هغه سوځېدونکې وني چې دېرش کاله د مخه په یوه منظم سیسټم سره د دولت له لورې ورڅخه استفاده کېده د ګډوډیو په راتګ سره په بې رحمانۍ سره پرې کېدې او د بیا رغوني لپاره یي هیڅ کار ونشو .

څو نېژدې مخکې کلونو  کې د پخواني ولسمشر په حکم سره د سوځونکو ونو پرې کول منعه شول ، او تر یوه حده د ځنګلونو د یو مخ پرېکولو مخه ونیول شوه .
له بل لورې د ارچې او ( لنزوجلغوزې ) لرګي چې نړیوال شهرت لري او ډیری یي د هیواد په ختیځو او سهیلي ولایتونو کې شنه کیږي ، د بې مخي پرې کېدو په وجه په تیزۍ سره له کموالي او له منځه تلو سره مخ دي ، ځکه د دې سیمو ډیری خلک د دې ونو له ښې بیي نه نا خبره دي ، بلکې د خپلو سون توکو د اړتیا په موخه یي د دې ونو په پرې کولو سره د هیواد دا لویه شمتنۍ نوره له منځه تلو سره مخ کړي .

د هیواد د ځنګلونو یوه بله مهمه برخه چې د تېرو دېرشو کلونو د جګړو له کبله یي ډېر زیان لیدلی د پستې ځنګلونه دي ، له اوږدو کلونو راهیسي د هیواد له مهمو عایداتي سرچینو  څخه شمېرل کیږي ، د هیواد سهیلي او ختیځو سیمو  په خلاف چې دغو سیمو په خپله ځمکه کې صنعتي لرګیو ته ځای ورکړي دې ، په شمالي ولایتونو کې بیا د پستې ځنګلونه د یوه کمربند په شان په بدخشان ، تخار ، بغلان ، سمنګان ، بلخ ، جوزجان ، سرپل ، فاریاب ، بادغیس او هرات کې پراته دي ، خو په خواشینۍ سره دغه ځنګلونه هم تر ۶۵ په سلو کې له مینځه تللي ، د کرني وزارت د معلوماتو له مخي څلور سوه پنځوس زره هتکاره ځمکه د پستو د ځنګلونو تر پوښښ لاندي ده چې له دې ډلې نه یوازي د بادغیس ولایت په پنځو ولسوالیو کې نوي زره هکتاره ځمکه د پستو ځنګلونو پوښولي ، د سمنګانو ولایت په دریو ولسوالیو کې پنځ دېرش زره هکتاره ځمکه د پستو ځنګلونو نیولي ، خو د دې ځنګلونو په ساتنه کې هیڅ پام نه دې شوی او حتی د دغو ځنګلونو د حاصلاتو واک لا له دولت سره نشته .

که چیرته حکومت د دې ځنګلونو بیا روزني او پالني ته په سمه توګه پاملرنه وکړي ، تره ډېره بریده به د سون لرګیو ستونزه حل او له بهره د صنعتي لرګیو له وارداتو څخه مخنیوی وشي ، دا کار به له هیواده د پیسو د وتو او د حکومت د عایداتو په برخه کې ګټور تمام شي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *