تاند- د یوناما یا په افغانستان کې د ملګروملتو د مرستندوی دفتر ۳ کارکوونکي په ننګرهار کې ټپیان شول.

د ننګرهار امنیه قومنداني وايي چې په جلال اباد کې د هغوی په موټر پوري مقناطیسي بم نښلول شوی و.

——————–

جنرال عبدالرشید دوستم شبرغان ته رسېدلی څو په فاریاب او بادغیس کې د سختدریځو پر ضد عملیات تنظیم کړي. د ولسمشر لومړی مرستیال وروسته له دې سیمې ته ځي چې طالبانو د غورماچ ولسوالي ونیوله.

د دفاع وزارت ویندوی جنرال دولت وزیري وايي، ژر به د غورماچ ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره عملیات پیل شي.

ده وویل، که اړتیا وه له نړیوال هوايي ځواکه به هم مرسته وغوښتل شي.

———————-

د لوګر امیه قومندان مل پاسوال داوود احمدي وايي چې په خروار ولسوالۍ کې ۲۰ سرزوري وژل شوي دي.

د احمدي په وینا د سرزورو پر ضد په عملیاتو کې، چې د ۲ شنبې له ورځې پیل شوي، د هغو ۵ موټرونه هم ویجاړ شوي دي.

————————-

وسله والو طالبانو د جوزجان یو قومي مشر وواژه.

د جوزجان ولایت د چارواکو په وینا وسله والو طالبانو قومي مشر محمد امین، چې اویا کلن و، پرون /دوشنبه/ د شبرغان – مزارشریف په لاره کې د منګجیک په ولسوالۍ کې له نیولو وروسته په ډزو وواژه ځکه چې د کورنۍ یو غړی یې د طالبانو خلاف د پاڅون کوونکو ملګری و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *