د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د خبري ناستو په خونه کې د کرکټ بورډ او یک ټلویزیون ترمنځ د دریو کلنو لپاره تړون لاسلیک شو.

دغه تړون د افغانستان کرکټ بورډ اداري چارواکو شفیق الله ستانکزي، حاجی عزیز الله فضلي، دوست محمد نظري او نورو اداري کارکوونکو او د یک نړیوال تلویزیون چارواکو په شتون کې د افغانستان په کچه د زونونو شل اوریز ستر ټورنمنټ شپږیزې لوبې په هکله لاسلیک شو.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي ریس شفیق الله ستانکزي د تړون د لاسلیک پرمهال د دواړو ادارو ترمنځ تړون لاسلیک کول د افغانستان د کرکټ پرمختګ لپآره یو ښه ګام وباله. او یاده یی وکړه چی لدې امله یی دغه تړون بیا ځلې له یک تلویزیون سره وکړ چی د لوبو خپرولو کیفیت ترپخوا نور هم ښه کړي او هیوادوالو ته یی د نړۍ په کچه په لوړ کیفیت خپور کړي.

د یک تلویزیون اجراییوي ریس محمد کریم سالم د افغانستان کرکټ بورډ سره پدغه برخه کې د ترون په لاسلیکولو خوښي وښوده او هیله یی وښوده چی په راتلونکې کې دغه تړون نور هم وغځول شي.

ښاغلي سلیم د کرکټ بورډ اجراییوي شفیق الله ستانکزي ته ډاډ ورکړ چی د شپږیزو لوبو د خپریدو کیفیت به نورهم ښه کړي.

One thought on “د افغانستان کرکټ بورډ او یک ټلویزیون ترمنځ تړون لاسلیک شو”
  1. په دي روژه كي يي مخي ته د اوبو بوتلونه ايشي دي، روژه نه نيسي او كه دا ترون يي په توره شپه كي د بندو تنبو شانه لاسليك كري ده. الله دي كاميابه لري. او خداي دي وكي چي د افغان لوبدلي بين المللي لوبي هم نشر كري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *