د افغانستان کرکټ بورډ اداره چې د کرکټ نړیوالې شورا دوهمې درجې غړیتوب لري او د ملي لوبډلو نړیوالو بریالیتوبونو او بسیا اداري جوړښت پر بنسټ د نړۍ په کچه شهرت لري، د تاجکستان کرکټ ته د ودې ورکولو په موخه له دغې ادارې سره د تخنیکي او معنوي مرستو اعلان وکړ.
دغه اعلان نن (د سنبلې ۲۸) د افغانستان کرکټ بورډ په مرکزي دفتر کې د دواړو هیوادونو د کرکټ ادارو د لوړ پوړو چارواکو ترمنځ د لیدنې وروسته په ګډه خبري غونډه کې وشو.
په دې خبرې غونډه کې په قبایلي چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر او د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس شهزاده مسعود، د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد، د تاجکستان کرکټ فدراسیون رئیس عصمت اسلام بیګ، د تاجکستان داخلي کرکټ مسئول نعیمی عابدوف او مالي چارو مسئول رسول خان ګډون درلود.
ښاغلي شهزاده مسعود د تاجکستان کرکټ فدراسیون پلاوي ته د هرکلي ترڅنګ ووییل چې، دواړه هیوادونه د حکومتونو په کچه ښې اړیکې لري او زیاته کړه چې دوی غواړي د کرکټ په کچه هم خپلې اړیکې پیاوړې کړي.
نوموړي زیاته کړه، “موږ ویاړو چې له ورور او اسلامي هیواد تاجکستان سره په تخنیکي او معنوي لحاظ مرستې کوو. دغه بهیر زموږ د ادارې پیاوړتیا او لاسته راوړنو ښکارندویي کوي”.
د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي ډاکټر نورمحمد مراد ووییل چې د افغانستان کرکټ بورډ اداره به د تاجکستان کرکټ له فدراسیون سره په دریو برخه کې تخنیکي او معنوي همکارۍ وکړي.
ډاکټر مراد ووییل، د همکاریو دغې ژمنې له مخې به موږ د تاجکستان روزونکو او لوبڅارانو ته روزنه ورکوو، د تاجکستان ملي لوبډلې لپاره به د افغانستان له الف لوبډلې سره د سیالیو زمینه برابروو او د وریښمو لارې دوامدارې پروژې له مخې به د افغانستان الف، تاجکستان ملي او د پاکستان خیبر پښتونخوا ایالت لوبډلې ترمنځ د کرکټ سیالۍ په لاره اچوي.
نوموړي زیاته کړه، “زموږ موخه نه یوازې د تاجکستان کرکټ ته وده ورکول دي بلکه له دغې لیارې په سیمه کې د کرکټ لوبې ته پراخه شهرت لپاره کار هم کول دي”. ډاکټر مراد ووییل چې، په سیمه کې د کرکټ لوبې ودې او پرمختګ سره دواړو هیوادونو ته اقتصادي ګټې هم رسیږي.
د تاجکستان کرکټ فدراسیون مشر رحمت اسلام بیګ د افغانستان کرکټ بورډ له ادارې څخه د مننې ترڅنګ ووییل چې، افغانستان او تاجکستان ګاونډي ورور هیوادونه دي او غواړو د ورزش له لیارې دا اړیکې نورې هم پیاوړې کړو. هغه د افغانستان کرکټ بورډ مرستې او همکارۍ د خپل هیواد د کرکټ په پرمختګ کې مهمې وبللې.
نوموړي زیاته کړه: “د افغانستان کرکټ بورډ ادارې پرمختګ د ستایلو وړ دی. ما په دغه اداره کې د یوه غوره مدیریت ننداره وکړه او هیله لرم چې زموږ اداره هم د افغانستان کرکټ بورډ ادارې په څیر د غوره مدیریت له امله خپلې ټولې چارې په سمه توګه پرمخ یوسي”.
په دې خبري غونډه کې د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد د ملي لوبډلې او نولس کلنو لوبډلې راتلونکو مهمو سیالیو د چمتووالي په اړه هم رسنیو ته معلومات ورکړل.
د غونډې په پای کې د افغانستان کرکټ بورډ ادارې له لوري د ډالۍ په توګه د تاجکستان کرکټ نولس کلنې لوبډلې لپاره د کرکټ بشپړ وسایل هم ورکړل شول.