د افغانستان د کرکټ بورډ لوګو

تاند – د افغانستان د کرکټ بورډ اداره غواړي چې  د یادې ادارې لپاره نوې لوګو جوړه کړي او پارسي په کې شامله کړي.

د افغانستان د کرکټ بورډ ادارې په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې غواړي د دغې ادارې لپاره نوې لوګو جوړه کړي خو له دې ادارې نه راوتلې اوازې وایي چې نوي رهبري غواړي چې د کرکټ بورډ په هره برخه کې پارسي ځای کړي.

د افغانستان د کرکټ بورډ اداره دا کار په داسې حال کې کوي چې د دری ژبو افغانانو ډېر محدود شمېر کسان له کرکټ سره علاقه ښیي او د کرکټ بورډ په فیسبوک پاڼه په موجودو پستونو ډېرې لږ شمېر تبصرې د پارسیوانانو له خوا راځي.

په یوه وروستي پست کې د کرکټ د مینه والو او رسنیو لپاره شوی اعلان حتی داسې ترتیب شوی وو چې پاړسي په کې له پښتو نه هم مخکې راغلې ده.

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر ځوان فعالان دغه حالت د کرکټ بورډ لپاره شرم ګڼي او وایي چې کرکټ بورډ ته د نوي رییس په راتګ او له یک تلوېزیون سره د دغې ادارې له نژدې کېدلو راهیسې کرکټ بورډ نژدې ټول پستونه د پښتو تر څنګ له اړتیا پرته په دري هم کوي.

یک تلوېزیون د افغانستان د وروستیو یو ورځنیو لوبو په ترڅ کې په خپلو اعلانونو کې د بازرګاني، ویژه په څېر داسې مصطلات کارول چې ډېر شمېر افغانان یې په افغانستان باندې د ایران د ژبني تجاوز نښې ګڼي او مخالفت یې کوي.

کله چې تاند د افغانستان د کرکټ بورډ په فیسبوک پاڼه وروستی پوست چې د لوګو د بدلولو په هکله وو، ولوست، ۲۲۶ تبصرې پرې شوې وې چې له دوه یا درې تبصرو پرته نورې ټولې په پښتو وې او یوه یې هم دری نه وه او دا حالت ښیي چې د کرکټ مینه وال یوازې پښتانه دي.

One thought on “د افغانستان کرکټ بورډ په خپله لوګو کې فارسي شاملوي”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *