د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د کرکټ نړیوالې شورا د معیارونو پر بنسټ د نړیوال جام سیالیو لپاره د کرکټ ملي لوبډلې ۳۰ کسیز نوملړ اعلان کړ.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد وایي چې، د نړیوال جام لپاره به له ټاکل شویو دیرشو کسانو څخه د ټاکل شویو معیارونو په رڼا کې د تجربې، وړتیاو او لاسته راوړنو پر بنسټ یوه پیاوړې پنځلس کسیزه لوبډله وټاکل شي. نوموړي زیاته کړه چې، په نړیوال جام کې یوازې ونډه اخیستل زموږ موخه نه ده. موږ به د ګډون کونکو لوبډلو پر وړاندې د یوې ننګونکې لوبډلې په څیر رول ولرو او د لوی خدای ج په مرسته به یو بریالی مزل د نړیوال جام په ټولو پړاونو کې ترسره کړو.

1

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *