کابل، د ۲۰۱۳ زیږدیز کال دسمبر ۱۶ نیټه- د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به د روانې اوونۍ د سې شنبه په ورځ په یوه مختلفه تمریناتي غونډه کې ونډه واخلي. دوی به په یوه ښوونیزه غونډه کې چې د یونیسیف له لوري جوړېږي برخه اخلي څو د گوزڼ مخنیوي په برخه کې چې په ماشومانو کې یوه ویرونکې ناروغي ده او هغه رول چې د کرکټ لوبغاړي یې له گوزڼ څخه د پاک افغانستان او پاکې نړۍ په برخه کې لوبولی شي، د هلوځلو زده کړه وکړي.
د روان زیږدیز کال سپتمبر په میاشت کې د افغانستان کرکټ بورډ ادارې او یونیسف ترمنځ یو هوکړه لیک لاسلیک شو چې له مخې به یې په ګډه د ماشومانو حقونو پیاوړتیا او د گوزڼ مخنیوي ته ځانګړې پاملرنه کیږي.
د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد ووییل، “زموږ ملي لوبغاړي افغانستان او د هیواد ځوان نسل ته ځانګړی اهمیت قایل دي. دوی مدام په هغو فعالیتونو کې ونډې ته چمتو دي کوم چې هیواد او هیوادوالو لپاره مرستندویه بلل کیږي. کرکټ کافي شهرت ته رسیدلې لوبه ده او دا په دې معنی ده چې لوبغاړي د مهمو ملي مسایلو په هکله، لکه له گوزڼ څخه مخنیوي په برخه کې د پوهاوي ورکړې لپاره په ځانګړې توګه اغیزمن ثابت کیدای شي. “دغه ښوونیزه غونډه به له لوبغاړو سره د گوزڼ پیژندنې، پر ماشومانو ددغې ناروغۍ ناوړه اغیزې په برخه کې د پوهاوې په اړه مرسته وکړي او همداراز دوی ته به په افغانستان کې هر ماشومان ته د گوزڼ واکسین د امکان تر بریده تکرارولو په برخه کې لازم پوهاوی ورکړي. موږ باور لرو چې زموږ لوبغاړي او زموږ ملیونه مینوال ددغه ملي ارزښت لرونکې مسئلې په برخه کې د بدلون راوړلو په برخه کې اغیزمن ثابت کیدای شي”.
په افغانستان کې د یونیسف اړیکو او ملاتړ غوښتنې برخې مسئول السټر ګریټرسن داسې ووییل، “یواځې یوه میاشت مخکې موږ د افغانستان په جنوني سیمو کې د یوه داسې بشپړ کال ننداره وکړه چې د گوزڼ هیڅ پیښه په کې نه وه لیدل شوې. دغه یو ډیر مهم پړاو بلل کیږي. په ورته وخت کې، د هیواد ډیریو سیمو کې د واکسین پوښښ چارې له معمولي کچې ټیټې دي او اوسنی پړاو په هیواد کې د گوزڼ واکسین فعالیتونو چټکتیا او له دغه وایروس څخه د مخنیوي لپاره ډیر ښه پړاو دی. د کرکټ لوبغاړي د گوزڼ ناوړه اغیزو په هکله د پوهاوي او د ماشومانو واکسین کولو لپاره د دوی د کورنیو هڅولو په برخه کې ډیر مهم رول لوبولی شي”.
د ۲۰۱۲ زیږدیز کال په ترڅ کې په افغانستان کې یواځې د گوزڼ ۳۷ قضیې لیدل شوې وې. تر دې دمه، د ۲۰۱۳ زیږدیز کال په ترڅ کې په ټول هیواد کې یواځې د گوزڼ ۱۱ قضیې په داسې حال کې لیدل شوې دي چې دغه وایرس د هیواد سرحدونو او له ماشوم څخه ماشوم ته د انتقال ډیرې موکې لري.