د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د یونیسف له لوري په لاره اچول شوي ورکشاپ کې چې موخه یې دوی ته د ګوزڼ پر وړاندې مبارزې کولو مهارتونو ورښودل او د ماشومانو له حقونو څخه د دفاع کول وو، ونډه واخیسته.

دغه ورکشاپ چې نن سهار د افغانستان کرکټ بورډ په اداره کې په لاره اچول شوی وو، په قبایلي چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر او د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس شهزاده مسعود، په افغانستان کې د یونیسف نمایندګۍ سرپرستې ویدیا ګنیش، د افغانستان کرکټ بورډ ادارې چارواکو، د ملي لوبډلې غړو او د رسنیو همکارانو په ونډه درلودله.

په قبایلي چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر او د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس شهزاده مسعود رسنیو ته داسې ووییل، “روغتیا د یوې ټولنې تر ټولو ستره اړتیا ده او ملي لوبغاړي د یوې ټولنې ملي اتلانو په توګه ددغې سترې اړتیا تر پوښښ لاندې راوستلو کې ستر مسئولیت او دروند رسالت په غاړه لري. ملي لوبډله د ډیرو نورو ملي مسایلو ترڅنګ نن د ګوزڼ پر وړاندې مبارزې ته ټټر وهي او د لوی خدای ج په مرسته به دوی په دغه برخه کې هم خپل دروند رسالت په خورا مسئولیت سره په ډاګه کړي”.

په افغانستان کې د یونیسف نمایندګۍ سرپرستې ویدیا ګنیش هم په خپل وار سره داسې ووییل، “د افغانستان کرکټ ملي لوبډله یوه پیاوړې او پرمختلونکې لوبډله ده. زه په دغه لوبډله کې د ډیر ستر مسئولیت ترسره کولو ځواک وینم. زموږ نننۍ ناسته د ګوزڼ ناروغۍ پر وړاندې مبارزې لپاره یو ستر ځواک تشکیلوي چې رهبري به یې د کرکټ همدغه اتلان په غاړه لري. موږ د کرکټ بورډ له ادارې سره له کړې هوکړې راضي یو او ویاړو چې له ورته پرتمینو شخصیتونو سره اوګه په اوګه د ګوزڼ ناروغۍ او د ماشومانو له حقونو څخه د دفاع لپاره کار کوو”.

په دغه ورکشاپ کې ملي لوبډلې ته د ګوزڼ پر وړاندې مبارزې ټول اړخونه تشریح او دوی ددغه ستر بشري ناورین پر وړاندې بشپړې مبارزې ته لپاره چمتوالی وښود.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *