افغانستان په آسیا کې د کرکټ نړیوالې شورا د هراړخیزو غوره پرمختیایي فعالیتونو او په کرکټ کې د ځوانانو د پراخې ونډې په خاطر د پیپسي جایزې ته ونومول شو.
د افغانستان د کرکټ بورډ له یوې خبرپاڼې سره سم، په دې وروستیو کې افغانستان د کرکټ په برخه کې په نړیواله کچه کمساری پرمختګ وکړ، دریو نړیوالو جامونو ته یې لاره پیدا کړه او د کرکټ نړیوالې شورا په چوکاټ کې یې د دوهمې درجې غړیتوب ترلاسه کړ. له همدې کبله د افغانستان کرکټ د آسیا په کچه د هراړخیزو پرمختیایي فعالیتونو او په دغه لوبه کې د ځوانانو پراخې ونډې له کبله د کرکټ نړیوالې شورا پیپسي جایزې ته نوماند شو.
په نړیواله کچه دغه ستر پړاو ته رسیدل اوږد وخت ته اړتیا لري چې په هره کچه نه ستړیدونکې هلې ځلې او غوره مدیریت یې ستر لاملونه دي.
د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد ټولو هیوادوالو ته د دغه ستر زیری په خاطر د مبارکي ویلو تر څنګ وویل چې د افغانستان کرکټ بورډ اداره به د لوی خدای ج په نصرت، د افغان ولس په دعاګانو او خپلو هلو ځلو پر مټ دغه ستر ویاړ ترلاسه کړي.