خبریال: میرویس جلالزی – د ترکمنستان، ازبکستان، امریکا او پاکستان امنیتي ادارې د افغانستان د امنیت په اړه شدیده اندیښنه لري.
دغه اندیښنې وروسته تر هغه زور اخلي چې بهرنیو ځواکونو څو میاشتې دمخه په افغانستان کې خپل جنګي ماموریت پای ته ورساوه او د ترهګرۍ ضد نړیوال ایتلاف د مخکښ هیواد امریکا د سرتیرو شمیره هم په ډراماتیکه توګه په افغانستان کې کمه کړه.
د ازبکستان ولسمشر اسلام کریموف نن د خپل هیواد سرکاري آژانس سره په مرکه کې ویلي، له افغانستان څخه به د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته منځنۍ اسیا له شدیدو امنیتي ګواښونو سره مخامخ شي.
کریموف زیاته کړې، هغه ګواښ چې منځنۍ اسیا ته مخامخ کیږي یوازي دغې سیمې ته نه بلکې وروسته به ټوله نړۍ ورسره مخامخ شي.
د هغه پر وینا بې ثباتي به په طبیعي زیرمو د واکمنو ډلو تر منځ رقابتونه پياوړي کړي، اتومي وسلي به خپل خونديتوب له لاسه ورکړي او د ګڼ وژنې د وسلو نور ډولونه به هم پراخ او هر لاس ته ولویږي.
ازبک ولسمشر په خپلو مسلح ځواکونو غږ وکړ چې د هر راز احتمالي خطر د مخنیوي لپاره چمتو اوسي او دفاع وزیر ته یي امر کړی چې سرحدي قوتونه په پرمختللو وسلو سمبال کړي.
روانه اونۍ د لومړي ځل لپاره افغان دولت ومنله چې د اسلامي دولت په نامه د ترهګرې ډلې ځالې له سوريې او عراق وروسته اوس افغانستان ته هم را لیږدول شوي دي.
د داعش نښې نښانې په هلمند او زابل کې لیدل شوي.
په ورته وخت کې ترکمنستان هم پر امریکا غږ کړی چې له دوی سره د پرتو افغان پولو د خوندي کولو لپاره له افغان دولت سره مرسته وکړي.
ترکمن چارواکو ویلي چې دوي د خپلو پولو د ساتلو لپاره د افغانستان اړخ ته د امریکايي ځواکونو همکارۍ ته اړتیا لري که نه نو ترهګر به منځنۍ اسیا هم بي ثباته کړي.
په همدې حال کې په افغانستان کې د امریکایي لښکرو مشر قوماندان هم افغانستان ته د ترهګرو د بیاراتګ په باب اندیښنه څرګنده کړي ده.
دغه امریکايي جنرال ویلي سره له دې چې دوي او افغان قواوو پر ترهګرو خپل فشارونه زیات کړي لیکن بیا هم ترهګرو افغانستان ته د راتګ لپاره مخه کړي ده.
اوس مهال د امریکا نږدې لس زره او شپږ سوه سرتیري په افغانستان کې دي د کومو شمیره چې ټاکل شوي تر راتلونکي یوه کال پوري نږدې زر تنو ته را ټیټه شي چې هغه به هم یوازي په کابل کې د امریکې په سفارت کې میشت وي.
دغه امریکايي جنرال پر القاعدې پر خپل فشار ټينګار کړی هغه ډله چې د ده پر وینا سخته ځپل شوي خو نوموړی دا هم نه ردوي چې که پر دغو چریکانو فشارونه لږ شي هغوي به ډیر ژر وده وکړي.
په ورته وخت کې هند هم د افغانستان حالات له نږدې څاري او وايي که چیرته بنسټپالي په افغانستان کې بیا ځواکمن شي نو کیدای شي د هند اهداف په افغانستان او سیمه کې په نښه شي.
څه موده دمخه د افغانستان اجراییه ریس هند ته د سفر پر مهال له هندي چارواکو سره د افغانستان پر حالاتو او د هغو په باثباته کولو کې د هند پر اوسني رول خبرې وکړې.
د هند امنیتي چارواکو ویره څرګنده کړه چې داعش او نوري ترهګرې ډلې به نه یوازي دا چې افغان دولت ته ستونزې وزیږوي بلکې نوی ډهلی به هم له خطرسره مخامخ کړيږ
د افغانستان دغه ستراتیژیک ملګري هیواد امنیتي ادارو ویلي که حالت همداسي دوام وکړي نه یوازي د افغانستان اوسنی ثبات به ګډوډ شي بلکې د هند په ګډون به د سویلي اسیا ډیرو ملکونو ته زیان ورسیږي.
Teng shai worta waya ka mo eman larelay dase khabare ba mo na kawolee. de yaw kochenay group po moqbil ke….
Wa salam.