قدرمنو لوستونکو، دا لیکنه مې تقریباً یو نیم کال وړاندې کله چې د لومړی ځل لپاره د افغان کلیمې پر سر ناندرۍ راپورته شوې وې، لیکلې وه خو فکر کوم چې خپره نه شوه. دا دی اوس یې وخت رارسېدلی هیله ده په غور یې ولولئ.

د ژبپوهنې له مخې په (پښتو، دري، اردو …) ژبو کې د (ستان) وروستاړی د ځای د ښودلو لپاره استعمالېږي او کله چې له یو نسبتي نوم سره یو ځای شي نو نوم ځای (اسم مکان) ترېنه جوړېږي لکه: افغانستان، پاکستان، هندوستان … او داسې نور. په دې مانا څوک چې افغان وي مونږ وایو چې د افغانستان دی، څوک که هندی وي مونږ وایو چې دا د هندوستان دی او داسې نور.

خو اوس داسې ناپوهه علمي کسان پیدا شوي چې د ژبپوهنې دغه آداب او قوانین هم تر پښو لاندې کوي. په دې معنی کله چې په بهرنیو هېوادونو کې څوک له دوی څخه پوښتنه وکړي چې څوک یې؟ د دې پر ځای چې ووایي افغان یم وایي [افغانستانی] یم، چې نه د منطق او نه هم د ګرامر له نقطې نظره درسته ده، دوی داسې وایي چې اشرف المخلوقات یو خو انسانان نه یو.

نه پوهېږم چې دوی ولې د افغان له کلیمې څخه په هېره کې دي، که چېرې تاسې په رښتيا افغانان نه یاست نو بیا په افغانستان کې څه کوئ، له یوې خوا چیغې وهئ چې مونږ د افغانستان په نوم سر ورکوو، مونږ د افغانستان د ساتلو لپاره قربانۍ ورکړې دي او مونږ د افغانستان په جهاد او د افغانستان په آزادۍ کې لوی لاس درلود او له بلې خوا بیا وایۍ چې مونږ افغانان نه یو او افغان کلیمه په یوه ځانګړي، با غیوره او ملت پروره توکم پورې تړلې بولئ، پس کله چې داسې ده نو افغان یواځې پښتون ټبر ته ويل کېږي نو باید پدې سترګې پټې نه شي چې افغانستان یواځې او یواځې د پښتنو دی او څرنګه چې پښتانه میلمه دوسته او د اسلام په نامه سرښندونکي وګړي دي او د اسلام د قانون او اصولو په رڼا کې د مېلمه هر ډول پالنه کوي نو دوی هغو کسانو ته چې ځانونه افغانان نه بلکې یواځې د افغانستان بولي د مېلمنو په توګه په افغانستان کې ځای ورکړی او د مېلمه پالنې په دود پښتانه د دې سپین سترګو مېلمنو په هر ډول مغایره او خلاف کارونو سترګې پټوي او ان تر دې چې دوی اوس د واک اخیستلو په تکل کې دي، یعنې دا هغه بې غیرته او وچ سترګي مېلمانه دي چې د کوربنو په کورونو کې ځانونه ملکان ګڼي او دوی د پښتنو له مېلمه پالنې څخه غلطه ګټه اخلي.

خو نور مونږ هم پټه خوله نه کېنو، په پښتو کې متل دی چې وايي (که اوس دی هم نور بس دی) او دغې بې شرمه مېلمنو ته وایو چې که چېرې تاسو ته په خپلو کورونو کې ځای نه درکوي او له خپلو کورونو څخه یې شړلي وی نو مونږ د خپلې پښتني مینې او مېلمه پالنې پر بنسټ دې ته حاضر یو څو تاسو ته ځای درکړو خو په دې شرط چې نور له سپین سترګۍ او بې شرمۍ څخه لاس واخلئ یعنې زمونږ له چاپېرچم او قوانینو سره باید توافق وکړئ ځکه وایي چې: اوسې په خوی به د هغو سې، په دې مانا چې پښتانه غیرتي او سرنه ټیټوونکی قوم دی او تاسو هم باید ځانونه له هغې سره سم کړی او په نړیواله کچه باید اعلان وکړئ چې مونږ افغانان یو او څوک چې افغان دی په دې مانا چې د یو موټي او ځواکمن افغانستان دی او باید قبوله کړئ چې مونږ ته پښتنو د خپلې پښتني مینې پر بنسټ په افغانستان کې ځای راکړی او مونږ افغانیت قبلوو.

One thought on “د افغانستان یو، خو افغانان نه یو/ فضل الحق طاهرزی”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *