تاند، یکشنبه، د میزان ۱۴مه: د عامې روغتیا وزارت وايي، په افغانستان کې ۲۱ سلنه په غیر ساري ناروغیو اخته کسان د زړه له ناروغۍ مري.
د دې وزارت مالي مرستیالې او سرپرستې ماموسۍ زېور نن د زړه د ناروغیو د ورځې په مراسمو کې وویل، دا مهال ۴۱ سلنه مرګونه د غیر ساري ناروغیو له کبله پېښېږي چې له دې منځه ۲۱ سلنه کسان یې د زړه په ناروغۍ د اخته کېدو له امله مري.
بلخوا د ملګرو ملتونو د روغتیا سازمان استازی نجیب الله ساپی وايي، په تېرو ۱۷ کلونو کې حکومت د زړه او غیر ساري ناروغیو د مخنیوي لپاره هیڅ نه دي کړي.
نوموړی نیوکه کوي وايي، تېر ۲۰۱۸ کال کې افغان حکومت د سړه د ناروغیو د مخنیوي لپاره یو پروګرام راپیل کړ خو تر اوسه یې یو فیصد پرمختګ هم نه دی کړی.
نوموړي همدا راز وویل، د روغتیا نړیوال سازمان هڅه کوي چې په افغانستان کې د غیر ساري او زړه ناروغیو د مخنیوي لپاره ځانګړی فنډ راجمع کړي او پخپله لاس په کار شي.
دا په داسې حال کې د چې د عامې روغتیا وزارت څه موده وړاندې ویلي وو چې په داسې یوه تګلاره یې کار پیل کړی چې ورسره به پنځه کاله وروسته د زړه د ناروغیو په شمول د څو سترو مرضونو علاج په افغانستان کې ممکن شي.