تاند- د افغانستان د بودايي دورې څو لرغوني اثار، چې د لوګر په مس عینک سیمه کې موندل شوي وو، په جاپان کې ترمیم شول.
د جاپان د اساهي شیمبون (Asahi Shimbun) ورځپاڼې د راپور له مخې دا اثار د دې لپاره چې د ناامنۍ له کبله ضایع نه شي، جاپان ته وړل شوي وو.
دا اثار، چې د اپریل په پای کې نندارې ته کېښودل شول، د توکیو د هنرونو د پوهنتون د پروګرام پر اساس د افغانستان لومړني اثار دي چې ترمیم کېږي.
د هغو په منځ کې یو هم پر دېوال انځور دی چې لوړوالی یې ۷۹ سانتۍ او پلنوالی یې ۱۱۷ ساتنۍ دی.
په دې انځور کې بودا په سوررنګه چپنه کې د ناستې په حال کې لیدل کېږي. د بودا ترڅنګ یو عبادت کوونکی ولاړ دی.
بل اثر له خټو جوړ شوی سر دی.
دواړه په مس عینک کې په ویجاړ حالت کې موندل شوي دي.
د دې سیمې اثار، چې زوړوالی یې د درېمې او اتمې پېړۍ ترمنځ وخت ته رسېږي، خورا ارزښتناک بودايي اثار دي.