لوږه

تاند، سه شنبه د جدي ۲۴مه: د افغانستان په بیارغونه د امریکا ځانګړې څارونکې اداره یا سیګار وایي، افغانستان اوس هم په نړۍ کې له لسو بېوزله هېوادونو څخه یو هیواد دی.

د سیګار ځانګړې ادارې تازه راپور ښيي، چې ۵۵ سلنه افغانان په ورځ کې له یو ډالر څخه پر لږ  عاید خپل ژوند چلوي.

سیګار په یو تازه ټویټ کې ویلي، د افغانستان بېوزله خلک په منځني توګه په کال کې اته ډالر د روغتیا په برخه کې لګوي او د تېرو څلور لسیزو جګړو د افغانستان خلک په ظالمانه توګه زیانمن کړي دي.

بلخوا د افغانستان د اقتصاد وزارت ویاند وایي؛ افغانستان د نړۍ په لس بېوزله هېوادونو کې شمېرل شوی، چې ۵۵ سلنه خلک یې د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي او ۵۲ سلنه خلک یې د پولي بېوزلۍ  تر کرښې لاندې دي او څه باندې ۴۴ سلنه یې د خوراکي توکو له نشتون سره مخ دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *