د فوکس انکشافي ادارې يوه تازه سروې ښيي چې د افغانستان ښاروالۍ  ښاري خلکو ته د حساب ورکولو ميکانيزم نه لري، دوی وايي آن په دې هم نه دي خبر چې کلنۍ بوديجه يې څومره ده؟  دا نمونه يي سروې چې  (ښار، ښاروال او ښاريان) نومېږي، د هېواد د  ټولو  ولايتونو په مرکزي ښارواليو کې ترسره شوې او  د ښارواليو  بېلابېل اړخونه پکې پوښتل شوي دي.
د فوکس انکشافي ادارې مشر نجيب الله ازاد  وايي چې سروې شپږ مياشتي وخت نيولی او له  (۹۱۰۰)  ښاري خلکو سره مخامخ غږيزې مرکې شوې دي. په پوښتل شويو خلکو کې  (۳۳) فيصده ښځينه  (۶۷)  فيصده نارينه (۴۷)  فيصده لوستي او (۵۳)  فيصده نالوستي خلک دي. څرنګه چې نورستان ولايت تر اوسه ښار او ښاري خدمات نه لري، نو په دې ولايت کې څوک نه دي پوښتل شوي. دا سروې  د سيمه ييزو رسنيو د  (۹۰) خبريالانو په رضاکارانه همکارۍ ترسره شوې چې په دوی کې  (۳۰) ښځينه  او  (۶۰) نارينه خبريالان دي.
2
په دې سروې کې د ښاري  خلکو لس عمده مشکلات مشخص شوي چې ترتيب يې په دې ډول دی:
۱: (۲۵.۳۸) فيصده خلکو ويلي چې د څښلو لپاره  پاکي اوبه نه لري.
۲: (۱۳.۳۷) فيصده خلکو ويلي چې د ښارونو له کوڅو او سړکو څخه چټلۍ يا کثافات نه ايستل کېږي.
۳: (۱۲.۱) فيصده خلکو ويلي چې تفريحي پارکونه نه لري.
۴: (۱۰.۴) فيصده خلکو ويلي چې په ښارونو کې د ښځو لپاره ځانګړي مارکېټونه نشته.
۵: (۹.۹۹) فيصده خلکو ويلي چې د ښار واټونه، څلورلارې او کوڅې ليکلي ادرسونه او لوحې نه لري.
۶: (۹.۰۲) فيصده خلکو ويلي چې په ښار کې  د ککړو اوبو د ايستلو سيسټم نشته.
۷: (۸.۴۶) فيصده خلکو ويلي چې د موټرو لپاره پارکينګ نه لري.
۸: (۶.۴۴) فيصده خلکو ويلي چې په ښار کې عمومي کنارابونه نشته. 
۹: (۳.۱۴) فيصده خلکو ويلي چې د ښځو لپاره د فاتحې ځانګړی تالار نشته. 
۱۰: (۱.۶۹) فيصده خلکو ويلي چې په ښارونو کې د هديرې لپاره ځمکه نشته او که وي هم، نو  ډېره ليري ده. 
په سروې کې د ښاريانو پر عمده ستونزو سربېره د ښارواليو اته نور اړخونه هم څېړل شوي چې لنډيز يې په دې ډول دی: (۹۴،۴)  فيصده خلکو ويلي چې ښاروالۍ د عامه شکايتونو د تنظيم لپاره ميکانيزم نه لري. (۹۱) فيصده خلکو ويلي چې د ښاروالۍ پر کارونو باندې د ښاريانو، مدني ټولنو او رسنيو د نظارت لپاره ميکانيزم نشته. (۹۱) فيصده خلکو ويلي چې ښاروالۍ په فساد کې لاس لري. (۵۳) فيصده خلکو ويلي چې تر څو پورې په انتخابي ارګانونو او انتخاباتو په  قانون  کې اصلاحات نه وي راغلي بايد ښاروالان انتصابي وي. په سروې کې راغلي چې (۳۷،۴۷) فيصده ملکيتونه تر اوسه نه دي ثبت شوي.      
 (۱۹) فيصده خلکو  ويلي چې ښاروالانو دوی ته په رښتيا خدمت کړی او دوی ورڅخه خوشاله دي. په دې سروې کې د افغانستان په کچه لس خدمتګار  ښاروالان هم معرفي شوي چې نومونه يې په دې ډول دي:
۱:  شهيد غلام حيدر حميدی، د کندهار پخوانی ښاروال
۲:  ښاغلی  کرامت الله خپلواک، د خوست پخوانی ښاروال
۳: ښاغلی انجنير فريدون احمدی، د غزني پخوانی ښاروال
۴: ښاغلی داکتر غلام سخی نورزاد، د کابل پخوانی ښاروال
۵: ښاغلی انجنير محمود اميری، د ميدان وردکو اوسنی ښاروال
۶: ښاغلی نجيب الله عمرخيل، د کندز اوسنی ښاروال
۷: ښاغلی خواجه روح الله صديقی، د چاريکار اوسنی ښاروال
۸: ښاغلی محمد يونس مقيم، د مزارشريف پخوانی ښاروال
۹: ښاغلی سيد احمد صافی، د ګردېز پخوانی ښاروال
۱۰: ښاغلی ابوبکر فرستان، د قلعه نو اوسنی ښاروال. 
 
که څه هم په ښارونو کې پوره  امن دی او د افغانستان د اساسي قانون  له مخې بايد ښاروالان او د ښاروايو مجلسونه انتخابي وي، خو لا  د ښارواليو انتخابات نه دي ترسره شوي او آن دا چې تر اوسه پورې هم د طالبانو د وخت قانون پاته دی چې ځينې ښاروالان يې د ملا محمد عمر  کتاب بولي.  نورستان چې نژدې  ( ۲۵) کاله مخکې ولايت شوی، خو تر  اوسه  پورې  نه  ښار  او  نه هم  ښاري  خدمات لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *