حاجي اسد تېرکال په همدې ورځو شپو کې یو ډېر شتمن او خوشاله سړی و، چې نيم ژوند يې د دوبۍ په پنځه ستوريزو رستورانتونو کې تېريده. خو نن په يوه داسې زندان کې د خپل ناارامه ژوند د خلاصون ورځې شميري چې تر ځمکې لاندې يې زرګونه انسانان ژوندي خښ شوي دي.
دا هغه زندان دی چې په ۱۹۷۸ کلونو کې د وخت واکمنانو پکې د حزبي مخالفتونو په خاطر ډیر انسانان په ډله یزه توګه ژوندي تر خاورو لاندې کړل.
حاجي اسد د دوبۍ له پنځه ستوريزو رستورانتونو څنګه د کابل تر ټولو بد زندان پلچرخي ته راورسېد؟
د حاجي اسد مخ ته به چې کله هم د پارلمان د کوم وکيل د تورو ښېښو موټر تېر شو نو په زړه کې به يې دا هوس په غورځنګونو شو چې یوه ورځ به په ده پسې هم عسکر شاته او دی به په یوه زري موټر کې پارلمان ته لاړ شي.
دی په دې فکر و، چې پارلمان ته تګ نن سبا یوازې د ډېرو پېسو په زور ممکن دی، ځکه يې د پېسو د پيدا کولو لپاره د نشه يي توکو د قاچاق لار غوره کړه.
کورنۍ يې خوشاله وه، حجره يې هره شپه په لسګونو میلمنو رنګینه وه، اولادونو سره يې د هيڅ شي کمی نه و، د کلي، ولس خلک يې له تور تجارته خبر وو، خو د غوړ لستوڼي لحاظ دومره دروند و چې لویو لویو کسانو هم سپڼ نشو ورته کولی.
هلمند. هغه ولایت چې تر اوسه د تریاکو او نورو نشه يي توکو د کرکېلې لامله د افغانانو تر منځ نوم لري، د حاجي اسد د تورتجارت پېل له همدې ولایته و، دی وايي:
(په هلمند کې د پنځه ډوله نشه يي توکو تجارت ډېر کېږي، هېروین، خام او پاخه تریاک، کرسټال او مورفيم خو زما د خوښې تجارت هېروين وو، لومړی مې د ترياکو کارو بار کاوه، په هغه کې ډيره ګټه نه وه، خو کله مې چې د هيروينو تجارت پيل کړ، ګټه مې پنځه برابره لوړه شوه کار يې بيجناله و، يوازې به مې په ټليفون کې امر کوئ، نور کرار ناست وم)
حاجي اسد خو اوس وايي چې که چېرې له بنده خوشی شو نو هيڅ کله به هم بیا د نشه يي توکو تجارت ونه کړي، پارلمان او دوبۍ یې هم نده په کار، خو چې په کور کې وي، خو راځئ پوه شو چې دی څنګه تر زندانه ورسېد؟:
دی وايي: (زه دوبۍ ته تللی وم، له هغې خوا چې راتلم د کندهار په هوايي ډګر کې پولیسو په نا خبرۍ کې ونيولم، زما ټليفوني خبرې يې ثبت کړې وې. دا دی نيږدې څلور کاله کيږي چې په زندان کې پروت يم، تر اوسه مې نيږدې (۷۰ ) زره ډالر دولتي کسانو ته په رشوت کې ور کړي دي، خو کوم ځای يې نه دی نيولی، اوس مې کورنۍ ډیره غريبه شوې ده).
اسد يوه لور او درې زامن لري، مشر زوی يې ۱۰ کلن دی، له زندان نه مخکې يې د خپلې خوشالۍ په خاطر، په ۲۰ زره ډالره دويمه ښځه هم وکړه، چې تر اوسه د پلار په کور کې د هغه، نا ليدلي ميړه لار څاري چې له دې نه درې برا بره مشر دی. بچي يې د پخوا په شان ناز نه لري، د کلي ماشومان يې هر وخت د پلار د بند پيغورونه ور کوي.
دی وايي: (څو ځله مې د زندان د تريخ ژوند له امله د مرګ تصمیم نيولی خو نه یم بریالی شوی، یو وخت به په هرو څو مياشتو کې د تفريح له پاره دوبۍ ته تلم، بچي به مې هر ځل په تمه وو چې تحفې ور وړم، خو اوس ددغه دوزخي زندان له تيارو نه يوې خواته هم نشم تلای).
د نشه يي توکو له ۵۵۰ ستر قاچاق وړونکو زندانيانو څخه يو هم اسد دی، چې د میاشتې يې نيږدې ۳۰ زره ډالر ګټل، خو اوس هغه پېسې په لاس نه ور ځي او په هغه زندان کې شپې سبا کوي چې قاچاق وړونکو زندانيانو پرې د دوزخ نوم ايښی دی.
نوموړی قاچاقبر خو په شعوري او د یوه سنجول شوي پلان له مخې نیول شوی، خو داسې پېښې هم کمې ندي چې دولت پکې بېګناه کسان د نشه يي توکو د قاچاق په تور په څو کاله بند محکوم کړي دي. سيد علي د خپلې مور زهرا کيسه کوي:
( اوښي مې زما خور د ناروغۍ په پلمه هند ته روانه کړې وه، زما مور هم غوښتل د خپلې ناروغۍ د درملنې لپاره له دوی سره لاړه شي، خو کله چې دوی د کابل هوايي ډګر ته ورسېدل، پولیسو زما اوښي سره ترياک ونيول، مور او خور مې له سره خبرې هم نه وې، چې له ده سره به ترياک وي. اوس مې مور، خور او اوښي درې واړه بنديان دي، موږ يې د خلاصون لپاره ډېرې هڅې وکړې، خو دولت زما له اوښي سره زما مور او خور هم د جرم شريکې بولي).
دې ته ورته ډيرې داسې پېښې شته چې ښځې په نا خبره توګه د قاچاق په تور د کلي کور پيغور اخلي او حتی د بد لمنۍ تور ��رې لګيږي، ما شومان يې په زندان کې لويږي، داسې ځينې کیسې او د خلکو تر منځ داسې فکر هم شته، چې د افغانستان په ځينو زندانونو کې یو شمېر ښځې جنسي اړیکو ته مجبورول کیږي، چې دا پخپله د دوی لپاره له بنده تر خلاصېدو وروسته هم له مرګه کمه خبره نده، په وروستیو کې ځینې داسې شواهد هم شته چې د زندانونو ځينې مسؤلین ښځينه بندیانو ته د خلاصون دروغجنې وعدې ورکوي او په بېلا بېلو پلمو پرې جنسي تیری کوي. موږ هڅه وکړه چې داسې یوه بېلګه پېدا کړو، خو د مرکو پر مهال د د مسؤلو کسانو موجودیت بندیانې زړه نه ښه کوي چې داسې کیسې دې له چا سره شریکې کړي.
په دغه هيواد کې د قاچاق ځیني مجبوريتونه خورا ځوروه ونکي هم دي، ګڼ شمېر بې وسه او تنګدسته کسان تر دیرش کلنۍ حتی تر څلوېښت کلنۍ د نجلۍ د ولور پېسې نشي پوره کولی، د افغانستان په زیاتره کلیوالو سیمو کې د واده له مصارفو پرته یوازې د نجلۍ ولور تر ۲۰ زره ډالره رسيږي. په ښاري سیمو کې بیا د واده لپاره ځینې داسې شرایط ټاکل کیږي لکه (په هوټل کې واده، سره زر، موټر، کور او…) د دې هر څه پوره کول د ډېرو ځوانانو لپاره ملاماتونکی کار بلل کیږي، چې دې موخو ته د رسېدو لپاره هم ځوانان یا بهرنیو هېوادونو ته په غېرقانوني یا قاچاقي لاره ځي او یا هم د نشه يي توکو قاچاق ته مخه کوي.
په څرخي پله زندان کې د رازق په نوم داسې یو کس شته چې تازه يې د دې تور تجارت له لارې د ولور پیسې پيدا کړې وې، غوښتل يې خپله یوه کلیواله نجلۍ چې د ده خوښه وه؛ ځان ته وغواړي، دی وايي چې نجلي هم خبره وه چې زه په مرکه ورځم، خو اوس ځکه خفه دی، چې د ده له زنداني کېدو وروسته ښايي اوس د هغې کورنۍ له ده سره خېښۍ ته زړه ښه نه کړي، دی وايي:
(ما پرته له قاچاقه بله لار نه در لوده، په ک��ي کې مې ځان ته نجلۍ خوښه کړې وه، خو هغه د داسې سړي لور وه، چې پرته له پيسو يې بل هېڅ شی نه پيژندل، له بنده مخکې زما هغه شپې وې چې د کوژدې پلانونه مې جوړول، خو اوس پوهيږم چې په داسې يوه پټ مرګ به مرم چې هېڅ کله مې يې تصور هم نه و کړی او نه هم دا تمه لرم چې بيا به زه زما د خوښې نجلۍ ځان ته وغواړم، یو خوا د نشه يي توکو په تور د زنداني کېدو تور راپورې شو او بلخوا پر هيروينو روږدی شوی یم).
که څه هم رزاق همدلته په زندان کې معتاد شوی او د افغانستان زندانونو ته د داسې توکو وروړل کوم مشکل کار ندی، خو ګڼ شمېر هغه ځوانان چې ايران ته په مزدورۍ پسې تللي وي په نشه يي توکو رږدي کیږي، خپل هېواد ته راځي او ډير يې بيرته ايران ته په ورتګ سره د ځان سره ترياک هم قاچاق کوي، چې ډير وخت همدا قاچاق ددوی په نا څرګنده مرګ تماميږي.
په افغانستان کې د نشه يي توکو د قاچاق جزا له پنځو نه تر شلو کلونو پورې بند ټاکل کيږي، خو په ايران کې هر کال پرته له مدافع وکيل نه په سلګونو افغانان د قاچاق په تور غرغره کيږي. په روان کال کې پرته د افغان حکوت له خبريدلو، پرته يو شميرې افغانان په ايران کې اعدام شوي. په داسې حال کې چې تير کال تهران او کابل تړون لاسلیک کړی و چې افغانان به په ايران کې د اعدام پر ځاي په اوږده بند محکوموي.
د نشه يي توکو د قاچاق په تور نیول شوي نسبتاً لوی تجاران اکثره په دولتي چارواکو دا تور پورې کوي چې یا خو له لویو قاچاقبرانو سره لار لري او خپله برخه ترې اخلي او یا هم وايي چې کله د دوی غوښتې ونه منل شي نو د دوی پر نېولو لاس پورې کوي.
د ۳۸ کلن حاجي اسد په خبره په افغانستان کې هم چې کله دولتي کسان مفلسه شي بيا نو د قاچاق په بهانه د پیسو لپاره خلک نيسي، خو څوک چې ډير بدبخته شي هغه تر پلچرخي رسيږي، په داسې حال کې چې په لويه کچه دولتي کسان د نشه یې توکو په قاچاق کې ښکيل دي.
ده وويل چې په وار واري يې ځینيو دولتي کسانوته ددوی تر وسه پیسې ورکړي، دی وايي چې څو ځله يې د هيرويونو فابريکه د دولت له لوري کشف شوې او محاصره شوې ده، خو بيا هم د دولت وس نه و رسيدلی چې دی تر زندانه ورسوي.
په ټول افغانستان کې ۳۴ زندانونه شته دي، چې تر ټولو ډارونوونکی یې د څرخي پله زندان دی، د زندانونو د عمومي ریاست ویاند صالح محمد شېرزی وايي په ټول کې نږدې ۳۰ زره زندانیان لري چې له ډلې یې (۷) زره د کابل په (څرخي پله) زندان کې بندیان دی. د چارواکو په خبره ۵۰ سلنه يې د مخدره موادو لوی او واړه قاچاق وړونکي او کارو باريان دي. حاجي اسد هم يو له همدغو کسانو څخه دی چې د ۲۰۱۰ کال په ورستيو کې د ستر قاچاقبر په نوم له نيولو وروسته په لس کاله بند محکوم شوی دی.
د کورنيو چارو وزارت د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې معنيت ويلي چې په ۲۰۱۳ کال کې یې ( ۳۰۷۷) د نشه يي توکو کار باريان نيولي دي، چې په دې کې (۵۰) نفره دولتي کارکونکي، ( ۲۷) ښځې ، (۵۵۰ ) د مخدره موادو لوی قاچاق وړونکي او( ۱۶) نفره د ايران، پاکستان اوبحرين قاچاق بر دي او سږ کال یې (۴۱۰) قاچاقبر نيولي دي. همدارنګه ددغه معينت د مطبوعاتو مسؤل سيد مهدي کاظمي زياتوي چې د ملګرو ملتونو د رپوټ له مخې په ۲۰۱۳ کال د کوکنارو کښت ۳۷ سلنه زيات شوی و، دده په خبره سږ کال به دغه سلنه نوره هم لوړه شي. چې په چاقاق هم اغيز کوي. ښاغلی کاظمي زياتوي چې قاچاقبر وخت په وخت پخپلو کړنلارو کې تغیر راولي او دوی په هغو سیمو کې چې امنيتي مشکلات لري؛ عموماً ډېر فعالیت کوي او هلته يې بزګرو ته د کښت اسانتيا وې هم برا بره کړې دي، نو ځکه یې په کښت کې زيات والي هم را غلي.
بلخوا ددې قاچاق ډیرېښت په نړیوال بازار پورې هم اړه لري چې د هلمند پخوانی امينه قوماندان حسین انډيوال یې د ډېرښت لامل د افغانستان څخه د بهرنیو لویو قاچاق وړونکو تقاضا بولي.
حسين وايي: ( يو خوا د قاچاق لپاره نړيوال بازار ازاد دی ، بلخوا دولتي اداره د مخدره موادو په قاچاق کې عملاً ښکيل ده، ځکه يې کښت هم نسبت نورو کلونو ته زيات شوی او بله ويره د ۲۰۱۴ کال وه چې دولتي او نا دولتي کسانو د جیب ډکولو په خاطر د ترياکو کښت ته زورو ورکړ).
همدارنګه حسین انډيوال د ترياکو د کښت د ډيروالي يو بل علت دا هم ښيي چې امريکا او برتانيا ددغه کښت په له منځه وړلو کې جدي پالیسي نه درلوده، دده په خبره چې امريکا هېڅ وخت په واقعي توګه نه دي غوښتي چې د ترياکو کښت دې صفر شي. دی وايي:
(( په هلمند کې زه د صحنې شاهد وم چې برتانویانو خلکو ته وويل چې موږ ستاسو په ترياکو کار نه لرو، حتی په دښتي سيمو کې يې د ابو ويالې ور ته و ایستلې.او امريکا چې کومې مرستې له هلمند سره کولې نمایشي بڼه يې درلوده، که دوی په رښتيا بزګر ماړه کړي وای يا يې دحاصلاتو لپاره بازار پيدا کړی وایی اوس به ترياک صفر شوي وای))
د انډيوال په خبره د يوې فاسدې ادارې نا سم چلند او نا سمه پالسي ددې سبب شول چې ډير ځوانان د نشه یې توکو د قاچاق لپاره د وسېلې په توګه وکارول شي او په بدل کې يې دولت بيګناه کسان د مخدره موادو د قاچاق په تور تر زندانونو ورسوي.
په څرخي پله زندان کې له بنديانو نه ددوی د زړه خبره راخیستل خورا ګران کار دي، د دولتي کسانو حضور دوی دې ته نه پريږدي چې د خپلو ستونزو په اړه خبرې وکړي، نو له همدې کبله د حاجي اسد او ځينو نورو زندانيانو سره دغه مرکه د موبايل له لارې تر سره شوې. بنديانو ته موبايل د څو پيسو په مقابل کې د نوکريوالو عسکرو په کومک د هغوی د ملاقات کوونکو په لاس له بهره وروړل کيږي.
که څه هم د اسد لومړی لويه غوښتنه د زندانه د هغه ازادول دي خو په زندان کې د کوټو او خوب ځای د تنګوالي نه هم ستړی شوی، دده په خبره یوه سترګه خوب هم پرې حرام دی.
دی وایي: ( داسې شپې راځي چې يو سل شپېته نفره مو یوې کوټې ته وراچوي، په داسې ورځو کې ټوله شپه په ناسته تيروو، نه د زندان خيرنه توشکه او نه هم بد بويه بالښت پيدا کیږي، مګر پس د څو شپو بې خوبۍ له امله کله کله په يخو سیمنټو داسې خوب کوم لکه د کور په وړینه بړستن).
چارواکي هم د بنديانو له پاره د ځای د نشتوالي ستونزه مني او وايي که بهرني هيوادونه ورسره مرسته وکړي نو د بنديانو له پاره به نوي ځايونه جوړ کړي.
د اسد یو څه پاتې شتمني اوس هم د هغه په ګټه ورغلې، ځکه کورنۍ یې ښه خواړه ورته راوړي او هغه یې په زندان کې له ملګرو سره یو ځای خوري، چې له کبله یې په زندان کې ښه محبوبیت لري.
د کوکنارو کښت او قاچاق ځکه زيات شوی چې امريکا د مخدره موادو د مخنیوي له پاره خپل امکانات کم کړي دي او له افغان حکومت سره يې ژمنه کړې چې په ۲۰۱۵ کال کې به له سره د کوکنارو کښت او تجارت د محوه کيدو له پاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي.
څه موده مخکې په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې د یوه مرکز په پرانيست غونډه کې د ولمسشرحامدکزي دوهم مرستیال کريم خليلي په افغانستان کې د نشه يي توکو کاروبار او پرې د روږدو کسانو زیاتولی یوه خاموشه سونامي وبلله، نو سونامي کوم پسرلی ندی چې ګلان به زرغونه کړي بلکې هر څه له ځانه سره وړي او نابودوي يې.