د افغان په ننګ مې وتړله توره
ننګيالی د زمانې خوشال خټک يم
موږ تل د يو بل په ننګه راوتلي يوو، تل مو د افغان ژغورنې غږ پورته کړی او د خپل ولس د يووالي لپاره مو هلې ځلې کړي دي؛ خو په سامراجي فکر روزل شویو سمتیانو به تل د ځان زنده باد او زموږ د مرګ چيغې وهلې؛ خو نه د مرګ پرښتې له موږ څخه ژوند واخست او نه يې هم د دوی له غاړو د غلامۍ او ذلت ځنځيرونه لرې کړل.
تېرو څلورو لسيزو موږ په ځانځانيو ووېشلو، ورور د ورور مقابلې ته روان وو او پلار له زویه سره لاس او ګرېوان و.
همدې غميزې پر موږ ژور اغېز وکړ، د ځانځانۍ په لټه کې شو؛ خو نه مو ځان وژغورلی شو او نه مو هم محکومو وروڼو ته د نجات کومه لاره پيدا کړه، نن هم په موږ کې هغه څوک غښتلي او پياوړي دي، چې د ای، ایس، ای ډول ته دری څرخه اتڼ کوي او ستمي فکر شب کور کړي دي.
له کله راهیسې چې د لوی افغانستان تحريک په مورنۍ خاوره کې د لوی افغانستان د سپېڅلې داعيې غږ پورته کړ او عملي مبارزې ته يې را ودانګل، ډېرو نورو به په تمسخر راغبرګه کړه، په خپل کور کې يې مړی په تخته پروت دی، خو دوی د لوی وطن او لويې خاورې د خپلولو هلې ځلې کوي.
زموږ غښتلي او تکړه مبارز وروڼه به يې په بېلا، بېلو نومونو يادول، که څه هم اوس وضعيت تغير کړی او تر يوه حده د لوی افغانستان فکري مبارزې خپل اغېز شيندلی دی، خو لا هم ستميان د دولت له ستېجه ددغه سترې داعيې په وړاندې خنډونه جوړوي.
هغه څوک نن له همدې ستېجه د واحد ولس په ټپونو پورې خندا کوي، چې په هيواد کې يې د سامراجي فوځ او پنجابي څارګرې ادارې په لمسون په هيواد او خلکو مين شخصيتونه ترور او له منځه يووړل، په ښوونځيو کې مو د يووالي مفکورې پر ځای د ټوپک او جنګ تبليغ وشو، ځوان استعدادونه او فکرونه په ستمي فکر وروزل شو، زموږ دښمن ته يې د ورورۍ لاس اوږد کړی و، د تروريزم حامي يې د اسلام ستر مدافع بلل؛ خو په حقيقت کې موږ د پنجابي ترهګرو په لمسون چاړه او غوښه وو، د قومونو تر منځ د نفاق او کرکې روحیه ورکړل شوه، تر څو ستميان خپل بادار ته فعاليت وښيي.
موږ که د قوميت د ژغورنې ناره پورته کوو، په حقيقت کې به بیا د نفاق د اور خس يو، مورنۍ خاوره او محکوم ولايتونه د ملي يووالي ستره الګو ده، د کرښې دواړه غاړې ولسونه د امن او سولې مبارزه کوي، د بېلتون د لنډون په موخه راوتلي دي، دوی د افغانیت په رشته مین دي.
۲۰۱۸ زيږديز کال د افغان د ويښېدو کال دی، نن افغان د عدم تشدد د لارې ښکاره بېلګه ده، خپل حق غواړي او دغه حق به تر لاسه کوي.
نن د کابل او پېښور غږ يو شوی دی، پرون که د پنجابي ترهګرو په وړاندې افغانانو پرلت کړی و، نو نن په کابل کې هم د افغان ژغورنې په نوم ځوانانو پرلت کړی او دغه پرلت د يووالي هيلې پوره کوي، زموږ محکوم وروڼه يواځې نه دي، پرون که ای، ایس، ای د خپلو اجنټانو په مرسته د لوی افغانستان غږ زيندۍ کړی و؛ خو نن بیا دا غږ په ډېر جوش او خروش سره بدرګه کيږي.
لوی افغانستان تحريک د لوی افغانستان د برحقې داعيې د شعور او عامه پوهاوي د تکل هوډ کړی او په اکاډميکو ځایونو کې به ددغه سترې داعيې لپاره په ځوانو استعدادونو کار وکړي، تر څو د مورنۍ خاورې په پوهنتونونو او ښوونځيو کې ځوان استعدادونه د يووالي په ملي مفکوره روزل شوي وي.
افغانیت مو د يووالي، مينې، پرمختګ او سوکالۍ ستر راز دی، راځئ، چې د ملي يووالي شعور د لا پياوړتيا لپاره خپلې هڅې دوه برابره کړو.
لوی افغانستان
يوهيواد/ يو ملت / يو افغان