زموږ هيواد خو هسې هم د عجایبو وطن دی، کله تر وخت تېر وکيل صاحبان راپاڅي او د د نفوسو د احوال ثبت قانون په اړه د ولسمشر تقنيني فرمان ننګوي اود سرو کارتونو په پورته کولو سره له افغانيت او اسلاميت څخه مخ ګرځوي.
نن هغه څوک د افغانیت ژغورنې تمثيل کوي، چې د پنجابي حکومت په غوښتنه يې کلونه وړاندې د افغانيت په غاړه د اسلاميت چاړه ايښې ده، په سلګونو مخور سپين ږيري يې په شهادت رسولي دي.
ترهګريزو بريدونو د ملي يووالي جونګړه په نښه کړه، نن پښتون طالب او نور مېشت قومونه د غربي حکومت اجير غلامان دي، دواړو مرګ روا دی، ځکه دواړه د پرديو په نغوته خپل ګنډلي ګرېوانونه شکوي.
طالبانو د قومونو تر منځ کرکې او تعصب کې دومره افراط وکړ، چې کلونه، کلونه وروسته به هم پښتون له ځایه د خوځېدو سېکه پيدا نه کړي.
د بورې مور چې ځوان زوی د ګټې وټې شو، د خبرې شو، د پوهنتون تر دروازې ورسېد، نو طالب ترهګرو په دار جګ کړل او د افغانیت او اسلاميت د زدکړې په ګنا يې د دار پړی ښکل کړ، مور يې بې سېکه جسد ته د ناوسۍ اوښکې تويوي.
د سرو لاسو ناوې د پالنګ خوبونه خيالي شول، له خپل سره پړوني د خپل مېړه شناختې ته دستمالونه جوړوي، ببر سری يتيم د کابل په یخه هوا کې يوې او بلې خواته حيران، حيران ځغلي او د يوې روپۍ د پيدا کولو په لټه کې ده.
ښځې مو د ښځمني په ګنا محکومې شوې، په صحرايي محاکمو کې سنګسار او په دورو ووهل شوې او د خپل افغاني فرهنګ په لمن يې د تل لپاره تور داغ کېښود.
متحد افغان ته يې د کرکې دام کېښود، په پښتون، تاجک، ازبيک او هزاره يې ووېشل، هغوی نن د افغانیت ساتنې دعوه کوي، هغوی نن د اسلاميت دعوه کوي او وکيلانو ته په ډېره سپين سترګۍ وايي، هغه څوک وژنو، کوم چا چې د افغانيت ضد رايه ورکړي ده.
طالبه! که مې د سر امن وي، نو د څو خبرو اجازه راکړه، که څه هم تاسو ته د سپينو او ستغو خبرو جرات نه لرم، خو ستاسو د دروغو تمثيل ماته هم د خبرو جرات را په برخه کړ.
هغه مهال چې ټاکنې تر سره کېدې، ولې دې د مظلومو خلکو ګوتې غوڅولې؟ ايا هغه افغانان نه و؟ هغوی خو په همدې خاطر چې سبا زما هويت تر پښو لاندې نه شي، زموږ اسلامیت صدمه ونه ويني، نو ځکه يې رايې کارولې، خو تا د هغوی د شهادت ګوتې غوڅې کړلې، تا له ولس څخه د رايې اورکولو واک واخیست، هغوی له لاسونو دې رڼا واخیسته او په تورتم کې دې پرېښودل، تا خو د اسلام دفاع کوله.
طالب جانه! تاسو د انسانيت، اسلاميت او افغانیت په لمن تور داغ يئ، تاسو خو زموږ هويت تر پوښتنې لاندې راووست، زموږ سوچه فرهنګ مو داغي کړ او زموږ افغانیت مو په ډېره اسانۍ د پنجاب په کلدارو وپلورل.
زموږ هيواد هسې هم د عجايبو وطن دی، ستاسو همدا خپره شوې اعلاميه د هرې اجتماعي رسنۍ په مخ وينم، چې طالبانو د افغانيت ساتنې غږ پورته کړی دی او ډېرو د لايک تڼۍ کېښکلې دي، موږ ډېر بې حافظې ولس يوو، هغوی چې د افغانيت په ستوني چاړه ايښودله، هغوی چې د خلکو وژنې ته يې اسلام ويل، هغوی ته خوشحاله دي، چې ګواکې طالبان به زموږ افغاني هويت وساتي او دغه روانه سناریو به پای ومومي.
طالب يوازې کرکه خپروي، د يووالي غاړې غوڅوي، هغوی د افغانیت او اسلاميت په نوم هيڅ نه پېژني، د افغانيت وژونکی دې د افغانیت ساتنې تمثيل پرېږدي.