محمد عارف رسولي

لیکوال: محمد عارف رسولي

افغاني ټولنه د نورو وروسته پاته ټولنو په څیر زیاتې ټولنیزې، کلتوري،سیاسي، اقتصادي او دبیوزلۍ ستونزې لري او ورته دحل لارو موندلو توان مو هم کمزورئ دئ. ټول اورو چې زموږ خلک ځوریږي چې یووالئ نلرو، یو بل ته لاس نه ورکوو، په بیځایه تربګنیو کې راګیر یو. ځینې مشران خو کله کله په مجلسونو کې وایي موږ اخلاص نلرو، سره یو نه یو، خپلو کړو وعدو ته ژمن نه یو او نور. داسې ګیلې او شکایتونه په هره وروسته پاته ټولنه کې شته وي. فکر کیږی چې دا ګیلې زموږ د تاریخ په اوږدو کې زموږ د خلکو د ژوند برخه وه او ده. خو د خواشینۍ ځای دا دئ چې د ټولو نورو بیوزله او شخړو ځپلو ټولنو په څیر موږ د دې ناخوالو یوازې یادونه کوو، نه زموږ ددې بیوسۍ او د هغې د اړینو لاملونو کره څیړنه کوو او نه په څیړنه او ارزونه باور لرو. نو ځکه موږ د خپلو دې ټولنیزو ستونزو په ریښه ای لاملونو هم نه پوهیږو. نه دې ستونزو ته دحل لارو موندلو کوم ښه تدبیر لرو، نه له دې حالته د راوتو لپاره کوم پلان او کوم پروګرام جوړوو. د نورو ورته وروسته پاته او شخړو وهلو ټولنو په څیر زموږ مدني ټولنې، سیاسي سازمانونه او مشران یې کوم ګډ لید لورئ او ګډې موخې نه لري او هرڅوک په بیله لاره روان وي.

همدارنګه، زموږ د ټولنې په شمول په داسې ټولنو کې سیاسي ګروپونه، سازمانونه او ګوندونه یوازې په نظریاتي مسئلو کې ګیر وي، په جوړونکي کار او د خلکو د ژوند په ښه کولو کې د مشروع او رغنده مسابقې په ځای د ځاني ګټو لپاره یو بل غندي او ورسره لاس او ګریوان وي. خلک هم په دوی باور له لاسه ورکوي او بله لاره غوره کوي او دا ډلې کرار کرار له ټولنیزې او سیاسي صحنې وزي. خو دوي په د ې ستونزو او سیاسي بهیر ښه نه پوهیږي، مسؤلیت نه مني، بهرنیان او یو بل ملامتوي. دا دلې او سیاستوالان کله چې د خلکو له کرکې سره مخ شي نود خپل سیاسي نفوذ د ساتنې لپاره قومي، ژبنیو او سمتي توپیرونو ته لمن وهي ترڅو اوبه خړې کړي او کبان ونیسي. خو تاریخ ښودلې ده چې دوی نه بریالی کیږي او ځاي یې نور خلک نیسي. ښکاره ده چې په ټولنه کې دا بدلون او تغیر ټولنې په شرایطو پورې اړه لري.

په هره ټولنه کې د وخت په تیریدو سره خامخا د ډول ډول لاملونو له کبله راز راز ښه او بد بدلونونه راځي خو په دې ټولنو کې ډېر خلک د ټولنیزو، مدني، او سیاسي بدلونونو په ماهیت ښه نه پوهیږي. د افغانستان په څیر ټولنو کې چیرته چې نفوذ لرونکي خلک له کلو څخه ښارونو ته راکډه شوي وي نوهغوي په یوه ښاري، لوستې، په نسبي توګه په ځان بسیا او روڼ اندې ټولنه کې د وروسته پاتې او نا لوستې کلیوالي ټولنې په زړو میتودونو مشري کوي. ډېرئ د دې خلکو د دې په ځای چې خپل ځانونه د رغنده ټولیز کار او د خپلو خلکو د خدمت له لارې په ټولنه کې مطرح کړي یو دبل په غیبت لګیا وي، کوم مسؤلسیت نه مني، د خپل بام واورې په بل وراچوي او د خپلو ستونزو په لاملونو ښه نه پوهیږي.

د حل ځینې لارې

داسې ټولنو، دهغوي ټولنیزو او مدني فعالانو، روڼ اندو او د هغوی مشرانو ته اړینه ده چې د ځان او ټولنې د راتلونکي لپاره یو داسې لید لورئ وټاکي چې ټول خلک خپل خیر په کې وګوري اود ټولو ګډ وي. لید لورئ څه شئ دئ؟ لید لورئ د خپلې ټولنې او خلکو هغه راتلونکئ غوره حالت دئ چې تاسو یې د خپلې ټولنې لپاره په راتلونکي وخت کې تصور کولئ شئ، کلک عزم او ښې هڅې غواړي او باید عملي بڼه هم ولري. که ښه ګډ لید لورئ د خلکو په مرسته غوره او وده وکړي نو د ټولنې زیاتو خلکو ته د ګډو موخو د لاسته راوړلو لپاره یو سمت او جهت ورکولئ شي. همدرانګه، که ګډ لید لوري ته د ټولنې زیات خلک ژمن شول نو په ټولنه کې زیاته انرژي رامنځته کولئ شي او هغه ټولنه ستر ستر کارونه او سترې پایلې لاسته راولئ شي.

پوهان وایي چې د خلکو د ناسمو عادتونو او ټولنیزو ناخوالو ورکول یوازې په انتقاد، د ګیلو په کولو او په خلا کې نه کیږي او نه یوازې په نصیحت سره سمون رامنځته کیږي. همدارنګه، د وروسته پاته پرګنو د سیاسي او ټولنیز شعور د لوړولو لپاره ښو پالسیو، سیي کړنلارې او ښو پروګرامونو ته اړتیا وي.

د مثال په توګه، که د یوې سیمې، یوه قوم او یا یو سازمان پورې اړوند خلک داسې لید لورئ ولري چې لس کاله وروسته یې ټول خلک ترډېره یوموټئ، د ټولنیز، کلتوري، سیاسي او اقتصادي پلوه په ځان بسیا وي. که ټولنې د خپلو ځانونو لپاره لید لوري په ګډه تربحثونو وروسته وټاکي ترڅو د ټولو خلکو مالکیت تر لاسه کړي او د ټولنې ټول خلک که ممکن نه وي خو زیات خلک هغه د ځان وبولي. نو ځکه اړینه ده چې لید لورئ له ټولو اړوندو خلکو سره شریک شي، هغوي ښه ورباندې پوه شي او نظریات یې پکې ځای کړي.

همدارنګه، اړینه ده چې دې لید لوري ته د رسیدو لپاره اړینې ګډې موخې وټاکي. لکه په پورته مثال کې و فرضي لیدلوري ته د رسیدو لپاره په ټولنه کې د غوره برنامو لرونکو مدني او سیاسي سازمانونو ته اړتیا وي. نو اړینه ده چې داسې سازمانونه جوړ او وده ورکړل شي، اړین کدرونه وروزل شي، د منازعاتو دحل لپاره د خلکو د شعور او تجربه لوړ شي. د دې موخو ټاکل هم تر وسه وسه باید یوه مشارکتي پروسه او بهیر وي. د دې ګډو موخو د ترلاسه کولو لپاره باید په ګډه د خلکو سره او یا د هغوي د نمایندګانو په مرسته اړین پروګرامونه جوړ او پلي کړل شي. خو شرط دادې چې دا نمایندګان باید بیا هغه له خپلو خلکو سره شریک کړي ترڅو د هغوي نظریات پکې شامل شي. دا کارونه ډېرې پیسې نه غواړي او که ژمن کدرونه شتون ولري هغوي د مدني خوځښت په پایله کې د اسانه میتودونو په مرسته دا کارکولئ شي. دلته هغوي له ځینې پروګرامونو په مټ لکه د ښوونې او روزنې سره د مرستو، د کدرونو د تربیې، کله کله په اړینو وختو کې د بیوزلو د لاس نیوي، د طبیعي پیښو او ناورینونو په وخت له زیانمن شوو خلکو سره د مرستو، د ټولنیزو شخړو د حل، دیني، کلتوري او مدني خوځښتونو ته د ژمنتیا زیاتولو اودهغوي ګډ کار ته د وده ورکولو او د نورو له لارې کیدئ شي. داکارونه په ټولنه کې یو تربله اعتماد رامنځته کوي، د ګډ لپاره لاره اواروي او پرمختګ رامنځته کوي.

که د ټولنې ډېر خلک د ګډ لید لوري ته د رسیدو او د اړوندو موخو د ترلاسه کولو لپاره ګډ سوچونه وکړي، ګډ پلانونه جوړ کړي، په ګډه ستونزې وارزوي او ورته د حل لارې ومومي نو ورسره اتحاد او یو موټي توب هم ترلاسه کیږي. دا یوه مشارکتي پرمختیایي پروسه او بهیر دئ او د دې په جریان کې د تولنې د اړینو خلکو اخلاص، ژمنتیا، یو په بل ویسا او فردي او ټولنیزه تجربه زیاتیږي. په داسې پروسه کې ریښتیني رهبران ظهور کوی او خلک هم ورپسې ځي. کله چې داسې پروسه ښه تعقیب شي، وخت په وخت وارزول شي، تیروتنې اصلاح او په نوو پروګرامونو کې ورڅخه کار واخیستل شي نوپه رښتیا چې ستره ټولنیزه انرژي رامنځته کیږي او ټولنه ستر ستر کارونه کولئ شي.

روڼ اندي، مدني او سیاسي فعالان او د تولنې مشران باید پوه وي چې که دوي دخپلې ټولنې د بدلون لپاره په جدي توګه کار پیل کړي نو په لمړي سر کې به خلک هغوي ته د شک په سترګه وګوري، کیدئ شي هغوي ته تاوان واړوي، له هغوي سره ټګرونه وکړي او د مخې نیولو هڅې یې وکړي. که دوي خپلې مبارزې ته دوام ورکړ، صبر، ریښتینولي، اخلاص او په کارونوکې هوښتیارتیا وښیي نو لاسته راوړنې لرلئ شي. په دې خت کې به هغوي یو څه ښې لاسته راوړنې ولري او خلک به هم دوي ته درناوئ شروع کړي. پرمختیايي پوهان وایي چې دا د خلکو د احترام او درناوۍ دوره تر ټولو خطرناکه مرحله ده. ځکه چې کله خلک دې بدلون راوستونکو ته احترام شروع کړي دوی د یوه نیمګړي او یا درواغجن بریالیتوب فکر وکړي، مثبت کارونه لږ کړي او یايې بیخي پریږدي. خو حال داوي چې لاهم خلک ویشلي، نا لوستي، بیوزله، له کرکو ډک، له کلتوري او ټولنیزه پلوه وروسته پاته او زیاتې ستونزې لري او ددې بدلون غوښتونکو هغه لږ لاسته راوړنې هیرې شي. همدارنګه، دلته اړینه ده چې پوه شو چې د دې ستونزو لیرې کول او ورته د حل لارې موندل نور زښته زیات ګډ کار، لا اوږدمهاله ګډو پلانونو او هڅو ته اړتیا لري او زر په میوه نه راځي.

سیاسي سازمانونه او ګوندونه هم که غواړي چې خلک یې له دوي تلپاتې ملاتړ وکړي، نفوذ او اغیزه یې په خلکو کې ژوره او ټینګه شي او په ټولنه کې مثبت بدلونونه راولي، خپله ټولنه د پردو له کلتوري یرغل، د پردو فتواګانو له شره وساتي، بیوزلي ورنه ورکه کړي او د هوسا ژوند څښتنان یې کړی نو په علمي توګه د ریښتینئ کار پیل کړي. لنډ مهاله، منځ مهاله او اوږد مهاله ستراتیژیک مشارکتي پلانونه د جوړ کړي او پلي کړي.

دیوه سوکاله، سرلوړي او خپلواک افغانستان په هیله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *