گران ھېواد د څو لسیزو را په دې خوا د جنگ په سرو لمبو کې سوزي، دغې کرغېړن نابللي جنگ را څخه نږدې ټول ارزښتونه لوټلي او یو اړین ارزښت په ھغو کې د افغانیو نه استعمال و۰


په دا تېرو څو کالونو کې د ځوان کول بېدارۍ سرہ د پنجاب او ایران دوھم مخ ھېوادوالو ته ښه تبلیغ سو او پایله ھم دا سوہ، چې د افغانانو په زړونو کې د دواړو مېرڅمنو گاونډیو دولتي او استخباراتي ادارو ته کرکه پېدا شوہ، دوی اوس کوښښ کوي چې څنگه دغه کرکه نندارې ته وړاندې کړي او دا د مثبت بدلون لپارہ ښه زیری دی۰


افغانان (نه حلقه بگوش ایجنټان) کوښښ کوي د بھرنیو، خو په ځانگړي توگه د دغه دوہ ھېوادونو تولیدي توکي، بانک نوټونه او حتا سلیقو سرہ توپیري چلند وکړي او دوی ته وښایي چې له تاسو کرکه لرو۰

اوس راځم خپلې آر (اصلي ) خبرې ته!
دا څو ورځې کېږي چې د ډېرو مطرحو او پوھو خلکو پر پاڼو د ځینو دولتي چارواکو ستاینې وینم، ولې ھغه څوک چې خدایي خدمت گاران دي او د زړہ نه په خودجوشه توگه د افغانیو د ترویج په موخه منډې ترړي وھي ھسې باد راوړي ورته بریښي۰


دوہ خبرې نوټ کې ذکر کوم، چې ملگري بیا بل فکر ونه کړي۰


نوټ:- په دې ډاډمن یم چې د بھیر ترڅنگ نور ډېری بنسټونه او ځوانانیو ھم د ځان ستاینې او یا ھم چېرته د موقف پېدا کېدو لپارہ دغه ملي مبارزہ مخته نه وړي، بلکه د یوہ وجداني مسولیت اداینې په موخه یې لستوڼي را بډوھلي دي۰


دویم دا چې دغه چارواکي چې ما دلته یاد کړي، ھر یو نوشیر صاحب راته د زړہ نه گران او ځوان کادر دی، میاخېل صاحب سرہ مې دوہ یا درې ځل لیدنه شوې دروند او علمي شخصیت دی، فدایي صاحب مې ملگری، شمیم خان کټوازی صاحب مې ملگری دی او ھمدارنگه نور ھغه ملگري چې په عین مھال د افغانیو ترویج لپارہ کار کوي او دولتي دندې ھم لري؛ زہ ورسرہ په شخصي ژوند کې یوازې دا نه چې ستونزہ نلرم، بلکه په سرخرویي او پرمختگ یې لا خوښېږم او ھر یوہ ته د زړہ نه احترام ھم لرم۰


خو !


زما غوښتنه د ملگرو دا دہ، چې د پورتنیو چارواکو دا دندہ او مسولیت دی، ترڅو په خپل اداري چاپېریال کې قانون تطبیق کړي او دا د قانون یوہ برخه دہ، چې تاسو باید د خپلۍ کرنسۍ د نرخ ثابت ساتلو لپارہ اړین قدمونه پورته کړئ، تر دوی مخته چې کومو اشخاصو دغه کار د خپلې حکومتولۍ پر مھال ندی کړی، ھغوی وظیفوي غفلت کړی او باید پوښتنه ترې وشي۰


دا چې موږ افغانان د پرمختگ، مثبت بدلون او افغاني ھر کردار ژوندي کېدو ته دومرہ وږي او تږي یو؛ حتا که چا خپله دندہ ھم سمه سرته ورسوله د زړہ له کومې ترې مننه کوو او ھغه شخص ته د سترگو په لېمو کې ځای ورکوو او دا ښه دود دی، زہ نه وایم چې ناسم کار دی، ولې تر دوی وړاندې باید له دغه دوہ قشرونو ډېرہ ډېرہ مننه او ستاینه وشي۰


۱د افغانستان ولس : په ځانگړي توگه د ھغو ولایاتو له ولسونو مننه وشي، چې نن ډېری یې حتا اقتصادي ستونزې (د پیسو پېر او پلور کې ورته تاوان رسېږي ) پر ځان مني، خو د نورو کرنسیو او په ځانگړي توگه د پنجاب پیسو (کالدارو) ته نه وایي۰


۲دا ډله د ډېر تمجید او ستاینې وړ دہ، شاید زہ ھم داسې الفاظ پیدا نشم کړای چې د دوی له کړنو مننه وکړم۰


ھغه نوی کول او نوی ځوان دی، چې یا د یوې ټولنې په چوکاټ کې او یا ھم د یوہ شخص په توگه، په کلي، کور، حجرہ، دېرہ، جومات، غونډہ، ټولنیزہ رسنۍ او ۰۰۰ کې د څو کالونو را په دېخوا د ملي ویښتابه لپارہ في سبیل الله کار کوي۰


دا ھم مه ھېروئ، چې د کالدارو او یا نورو بھرنیو اسعارو پر وړاندې دغه نننی کمپاین دی ھمدا نن پیل شوی وي او ھمدا نن دې پایله ورکړي وي، نه داسې ندہ، دا د څو کالونو پرلپسې زیار، ھڅې او ھاند پایله دہ، چې نن ورته بستر امادہ شو او د نېکه بخته عملي کېدونکی دی۰


په پای کې له ټولو ھغو دوستانو ھیله لرم، چا چې د افغانیو د ترویج په برخه کې منډې ترړې کړي او زیار یې گاللی خپل یو انځور یا د پوسټ یو سکرین شاټ دې راواستوي د خپلې شمېرې سرہ، چې بھیر په پام کې لري د ھمدغه چارواکو ترڅنگ د افغانستان متدین، غیور او خپلپالي ولس او ځوانانو ته د ستاینې یو مجلس جوړ کړي۰

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *