ټاکل شوې وه د افغان الف لوبډلې او د یونس خان په مشرۍ د خیبر پښتونخوا لوبډلې ترمنځ د می په ۲۹ نیټه د ۳ شل اوریزو، ۳ یو ورځینیو او ۲ څلور ورځینیو سیالیو لړۍ پیل شي او په کابل کې د دغو سیالیو د ترسره کولو لپاره د کرکټ بورډ ادارې لخوا هر ډول تدابیر هم نیول شوي وو. خو، د سیالې لوبډلې هغه لوبغاړي چې د پاکستان په ملي لوبډله کې لوبیږي، د سریلانکا پر وړاندې د ټیسټ سیالیو لپاره د یاد هیواد په ویزو کې د ستونزو له کبله د افغان الف لوبډلې پر وړاندې د لوبیدو لپاره اوس مهال افغانستان ته نه شي راتللی.

 له دغو سیالیو  څخه د افغانستان د کرکټ بورډ موخه افغانستان ته د ټیسټ کرکټرانو رابلل وو او دا چې اوس مهال د خیبرپښتونخوا لوبډلې کلیدي لوبغاړي افغانستان ته د خپل سریلانکا سفر له امله نه شي راتلای، ځکه نو یادې سیالۍ تر بلې ټاکل کیدونکې نیټې پورې وځنډول شوې.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان کرکټ بورډ اداره به د سیالیو نوې نیټې ډیر ژر د رسنیو له لارې له هیوادوالو سره شریکې کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *