تاند- په کابل کې افغان امریکايي پوهنتون ته د ولسمشر محمد اشرف غني او لومړۍ مېرمنې لورا غني له تګ سره په یووخت د دغه پوهنتون د ماسترۍ دورې درسونه له ۲ ورځنۍ وقفې وروسته بېرته پیل شول.

ولسمشر غني او لورا غني نن سهار د افغان امریکايي پوهنتون د ورانو ویجاړو د لیدو لپاره پر دغه پوهنتون وګرځېدل.

د چهارشنبې په ورځ دغه پوهنتون ته د ۲ ترهګرو د برید په نتیجه کې ۱۶ تنه ووژل شول او د پوهنتون ودانیو او نورو تاسیساتو ته سخت زیان واوښت.

2د افغان امریکايي پوهنتون ريیس مارک انګلیش وویل، په پوهنتون کې د درسونو بېرته پیلولو کېدای شي تروریستانو ته یو څرګند پیغام وي چې افغانان له حملو نه بېرېږي او غواړي چې د لوړې سطحې په زده کړو خپل هیواد ودان کړي.

ټاکل شوې ده چې د پوهنتون ټول ټولګي له لوی اختره وروسته (۲۰ وروځې وروسته) فعال شي.

ولسمشر غني او مېرمن یې د افغان امریکايي پوهنتون ترڅنګ د نابینایانو ښوونځی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *