تاند- په مرکزي بغلان کې شاوخوا درې سوه کورنۍ د افغان امنیتي ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې مجبوره شوي چې کور – اور پرېږدي او نورو سیمو ته پناه یوسي.

د عقاب په نوم د تېرې اوونۍ له نیمايي څخه په مرکزي بغلان کې عملیات پیل شوي دي او لا هم دوام لري.

راپورونه وايي چې له مرکزي بغلانه، چې د حزب اسلامي د پخواني قومندان بشیر د پلویانو کلک مرکز ګڼل کېږي، شاوخوا درې سوه کورنۍ کډه شوي او وېره ده چې نور خلک هم بې ځایه شي.

ویل شوي چې ځیني کورنۍ، په داسي حال کې چې د لو او حاصل ټولولو وخت دی، د جګړې له لاسه د مرکزي بغلان شاوخوا سیمو ته تللي دي.

د حاصلاتو د ټولولو په وخت عموماً د دولت وسله وال مخالفان پر کلیو هجوم وروړي چې عشر و زکات ټول کړي.

بې ځایه شوي خلک وايي چې کروندې او درمندونه یې په میدان پرې ایښي او دوی وېره لري چې که بېرته خپلو سیمو ته ورشي نو ښايي هر څه لوټ شوي وي.

د ملګروملتو د راپورونو له مخې د تېر کال د جنورۍ په میاشت کې څلور نیم لکه افغانان د جګړې له لاسه د کور او کلیو پرېښودو ته اړ شوي ول چې دوه لکه ۸۹ زره یې د کال تر پایه ونه توانېدل چې بېرته خپلو مېنو ته وروګرځي.

د ملګروملتو په وینا دې وضعیت په افغانانو کې نېستي لا زیاته کړې او دوی یې د بهرنیانو مرستو ته لا زیات محتاجه کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *