سرتېري

تاند- له افغانستانه د ناټو د جنګي ځواکونو له وتلو وروسته له طالبانو سره په لومړنۍ مخامخ جګړه کې افغان امنیتي ځواکونو ته په تېرو ۱۳ کلونو کې تر ټولو زیاته مرګ ژوبله اوړي.

په افغانستان کې د ناټو د روزنیز ماموریت د عامو چارو رييس ډګروال برېن تریبس وویل، سږ کال تراوسه پوري د مرګ ژوبلو شمېر د تېرکال د ورته وخت په پرتله په سلو کې ۷۰ زیاته ده.

که څه هم تېر کال هم د جګړې پېټی د افغان پولیسو او اردو په غاړه و خو تېر کال د اړتیا په وخت د ناټو ځواکونو ورسره ملاتړ کاوه.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي هم د افغان ځواکونو د تلفاتو زیاتېدا تایید کړه، ویې ویل:«زموږ ډېر کسان وژل کېږي، دا حقیقت دی. موږ د بل چا له ملاتړه پرته په خپله جګړه کوو.»

د ناټو یوه چارواکي، چې د افغان ځواکونو د تلفاتو په اړه یې له رسنیو سره د خبرو اجازه نه لرله، د نوم د نه څرګندېدو په شرط لوېدیځو رسنیو ته وویل، د روان ۲۰۱۵ کال په لومړیو ۱۵ میاشتو کې ۴۹۵۰ افغان پولیس او د اردو ځواکونه وژل شوي یا ټپیان شوي دي خو تېر کال په همدې موده کې ۲۹۰۰ تنه وژل شوي یا ټپیان شوي ول.

امریکايي چارواکي وايي، تراوسه پوري داسي ښکاري چې افغان امنیتي ځواکونه د طالبانو په وړاندې سیمې ساتلی شي خو که بارک اوباما له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو بل ګام واخیست ښايي د افغان امنیتي خواکونو ستونزه زیاته شي.

د اوباما له پلان سره سم ټول بهرني پوخیان د ۲۰۱۶ کال په پای کې له افغانستانه وځي.

افغان امنیتي خواکونه شکایت لري چې هوايي ملاتړ نه لري. د دوی تر ټولو لویه ستونزه لوزیستیکي ملاتړ دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *