دا څه ډول منطق دی؟ وايي افغانستان منو او افغان نه منو، په داسې حال کې چې افغانستان یوه مرکبه کلمه ده چې افغان د افغان او (ستان) د ځای په معنا دي یعنې د [افغانانو د ځای] معنا ورکوي، خو افغان نه مني، ځکه افغان د پښتون په معنا بولي. په تاریخي لحاظ، په منطقي لحاظ، په رسمیاتي لحاظ ټول هغه وګړي، چې په افغانستان کې اوسېږي د افغان په نامه له زرګونو کلونو راهیسې یاد شوي، یادیږي او یادیږي به، خو دوی یې نه مني. ټول هغه بېلابېل قومونه چې په تاجکستان کې اوسېږي، د تاجک، چې په ازبکستان کې اوسېږي د ازبک، چې په هندوستان کې اوسېږي، د هندي او چې په ترکمنستان کې اوسېږي د ترکمن په نامه یادیږي، هغوی د تاجکستاني، ترکمنساتي او ازبکستاني په نوم نه یاديږي.

بله موضوع دا چې، ادعا کوي، د افغان کلمې په لیکل کېدو سره یې حق تر پښو لاندې کېږي، زه خو وایم په دې ډول یو لوی ملي هویت رامنځته کېږي او ټول واړه او لوی قومونه تر یو چتر لاندې راټولېدای شي، ځکه که چېرې افغان کلمه د پښتون په معنا وی، نو بیا ولې د سادات، اېماق، پشه‌يي، ازبک او تاجک لپاره کارول کېده؟ که د قومي انحصار موضوع وای بیا به د قوم کلمې لېرې کولو هڅه کېدله، اوس خو روښانه ویل کېږي، چې د افغان کلمې ترڅنګ به قوم هم لیکل کېږي. اساسي پوښتنه دا ده، چې دوی افغان نه مني خی د افغانستان لوی ملي هویت څه دی؟ ایا افغانستاني کلمه کولی شي د افغنستان ملي هویت شي؟ د دې منطق په څه کې دی؟.  

په ټولو بهرنیو هېوادونو کې هغه کسان چې د افغانستان له جغرافیې تللي د افغان په نوم یاديږي، ځکه دا یو نړیوال منل شوی هویت دی او په همدغه نوم پاسپورت او ورته نور سندونه چمتو شوي دي.

په افغانستان کې د ټولو معتبرو اسنادو او عیني حقیقتونو له مخې پښتانه غوڅ اکثریت دي او پاتې نور قومونه په ترتیب لږکي دي، دا هم منطق نه دی، چې پښتانه به د دې لپاره چې اکثریت ځان زباد کړي، د افغان کلمې په راوړلو ټینګار کوي، ځکه دوی د پښتون په لیکلو سره هم دا چاره ثابتولی شي.  

په دې موضوع ولې ټینګار او پایله یې؟

څو لامله کېدای شي، چې ځینې کړۍ غواړي په ټینګار سره په دغه موضوع ودرېږي او د خپل ضد دفاع وکړي.

لومړی، لامل یې له شته محرومیتونو او عقدو څخه سرچینه اخلي، تاریخ ثابته کړې، چې غیر پښتنو په ځانګړې توګه تاجکو په وروستیو پېړیو کې د دې پرځای چې د یو پښتانه دولت (Pashton State) په منلو سره په ملي کچه د پښتانه ترڅنګ کار وکړي، تل يې د واک اخیستلو هڅه کړې، خو په ځلونو ځلونو ناکام شوي دي، ځکه لازمه وړتیا او نفوس یې نه لري. ځینې تاریخي شواهد د دې ښکارندويي کوي، چې دوی یوازې غواړي ځینو لویو ملي کارونو ته د ځان ثابتولو په پار خنډ جوړ شي. دا اوس چې د دوی لوستي نا لوستي، وکیل او وزیر یو ډاکو سړی چې یو ښکاره له شرمه ډک تاریخ لري، خپل ملي مشر او تاریخي څېره بولي او هډوکو پسې یې ګرځي، اساسي لامل یې محرومیت دی، دوی یوازې دې ته خوشاله دي، چې یو څوک پیدا شو او د پښتانه د پېړیو واک یې د یوې محدودې مودې لپاره پرې کړ. نو اوس هم دوی د پښتنو د ټینګار پر وړاندې په یو بې منطقه ضد او دریځ سره غواړي د افغانستان لوی ملي هویت له ننګونې سره مخ کړي. بله عقده‌مندي د وړتیا له امله راپورته شوې، چې د شخصیتونو د نه شتون له امله واک ته نه دي رسېدلي او خپله یې واک نورو ته پرېښی دی اوس دې زور پارولي او ځينې وخت یې د حقارت دغه عقدې سخت کړوي.

دویم، ځان ثابتونه، معمولا په هغو هېوادونو کې چې د یو لوی اکثریت تر څنګ ګڼ نور لږکي هم اوسېږي، ټول وخت یې د خپل حق په نارو سورو تېرېږي، هغوی مرکزي حکومت ته له بېلابېلو لارو په ستونزو جوړولو او ټکني کولو سره غواړي خپلو موخو ته ورسېږي. دا یو ښه چانس دی، چې دوی ته په لاس ورغلی او غواړي د ځان زبادولو او مرکزي حکومت په ټکني کولو کې ترې پوره ګټه واخلي او ښې ډېرې چغې ووهي. ترڅنګ پرې د سیاسي امتیازونو ترلاسه کولو لپاره هم د فشارالې په توګه وکاروي.  

پایله یې د عامو وګړو لپاره هېڅ ښه نه ده، عام خلک د دې حساسې موضوع په بنسټ ژور نه پوهېږي، یو شمېر عادتي خلک یې په پټو سترګو ورسره مني، چې هغوی ډېر لږ دي، خو اساسي برخه یې له دې امله غلي دی، چې د قضیې په ژورو نه پوهېږي او دومره ستړي شوي، چې ان نور په دې موضوعاتو کې له نظر ورکولو او ونډې اخیستلو سره حساسیت لري.

د افغانستاني کلمې منطق

افغان نه مني، چې افغان یوازې د پښتون معنا لري، خو افغانستان مني. افغانستان مني خو اساسي قانون یې نه مني. د افغانستان د اساسي قانون ۴مه ماده، په ډېره روښانه وايي، چې په افغانستان کې د ټولو اوسېدونکو خلکو ملي هویت افغان دی، هغه اساسي قانون چې د دوی د واک او ځواک په وخت کې تصویب شوی دی. د افغانستان هغه ولسمشر ته، چې د اساسي قانون په دوه شپېتمه ماده کې تشرېح شوی رایه ورکوي، خو افغانستان نه مني. د اساسي قانون دوه شپېتمه ماده صراحت لري، چې د افغانسان ولسمشر باید افغان وي مور او پلار يې افغان وي او افغان زیږېدلی وي. د افغانستان په پاسپورت سفر کوي، د افغان په نامه قبولي اخلي او افغان نه منی. او بیا دا چې ایا د یو تاریخي هېواد د هویت بدلون به دومره ساده وي؟ نه هغه د دوی خبره کور خوانده.

نو زه وایم، چې باید دا بحث د تمامیت او ټول غوښتنې او ټول مننې بحث ته ولاړ شي، افغان کلمه د ټولو لپاره یو ملي هویت او عزت دی او د افغانستان ملي هویت باید د هر وګړي سره کرښه وي. دا څو قومي معامله ګر، چې غواړي له دې لارې نورو سیاسي چنو وهنو او عقده سپړنو ته لار هواره کړي، پرېنښودل شي د افغانستان خلک له بې هویتۍ سره مخ کړي. په افغان کلمه کې د خلکو عزت دی. که په جرمني کې یو هزاره ځوان د جنسي قضیې په تور نیول کېده ابرو او مسوولیت يې په ټولو ووېشل شول، هلته په همدغه افغان کلمه کې د هزاره ګانو عزت خوندي شو. ‎

حل لاره

د افغانستان مرکزي حکومت باید تر خپله وسه پياوړی او ملاتړ یې وشي، ترڅو د قدرت جزیرې ړنګې او د افغانستان ملي پروژې پلې کړي او هغوی چې د ملي هویت په څېر په داسې لویو او ملي موضوعاتو غرض لري او د منطق له مخې نه ځي، باید کږې خلې یې په سوک سمې شي. ولې هند وکولی شوی په څو میاشتو کې سلګونه میلیونه خلکو ته برېښنایي پېژندپاڼې ووېشي، خو افغانستان یې څو میلیونه خلکو ته نه شي ورکولی، توپير د یو پیاوړي مرکزي حکومت په نه شتون کې دی او مرکزي پیاوړی حکومت هغه مهال واک ته رسېږي، چې د هېواد اکثریت اصلي واک ټول په لاس کې واخلي او بیا لوی لوی پروګرامونه پلې کړي. ټولې ژبې او ټول قومونه د افغانستان ښکلا او د ښکلا ترڅنګ ارزښتونه دي افغانیت ملي هویت دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *