ژباړه او زياتوونه: ميرویس ملګری
فِنلنډ د شمالي یورپ یو وړوکی هیواد دی چي د مساحت له نظره ۶۵ او د وګړ شمېرنې په کتار کي یو سلو څوارلسم ځای لري. د پنځه نیم ملیونه په شاوخوا کې نفوس لرونکی دا هیواد نن سبا په تعلیمي ډګر کي لومړی مقام لري، حال دا چې د نړۍ د واک او ځواک دعوه چيان امریکایان په تعلیمي ډګر کې تر شلمي (۲۰) شمېرې لا کښته دي.
ویل کیږي چي تر ۲۰۲۰م پوري به فنلنډ د نړۍ یواځینی هیواد وي چي ښوونځیو کي به د تدریسي مضامینو په نوم هیڅ هم و نه لري.

Photo by Andreas Meichsner for Verstas architects
د فنینډ هر په ښوونځی کې شاوخوا ۱۹۵ زده کوونکي زده کړي کوي، یو ښوونکی د ۱۹ زده کوونکو د زده کړې دنده په غاړه لري، ماشومان د مکتب ۷۵ دقیقې وخت تفریح ته ورکوي چي دا د نړۍ د ښوونځیو په کچه ماشومانو ته تر ټولو اوږده تفرېح ده، اوس نو که مجاهد پروره ملت! خبر شي چي ماشومان یې په ښوونځي کې د درس پر ځای عبث کارونه (لوبي )زده کوي، په هماغه ورځ به ماشومان له مکتبه را ویاسي.
د حیرانۍ خبره خو لا دا ده چي فنلنډي ښوونځیو کي په بسته اوونۍ کي ټولټال یواځي شل ساعته درس ورکول کیږي، د استادانو غوراوي کي فنلنډیان ډیر حساس دي، هغوی استاد ته تر ډاکتر او انجنیر زیات د عزت په سترګه ګوري، د هیواد په کچه د لسو عالي پوهنتونو څخه ماسټری اخیستونکي د یوې ستري ازمویني له لاري ښوونځیو ته د استادانو په توګه لاره پیدا کوي.
تر اووه کلنۍ پورې په ټول هیواد کې د درس ویلو لپاره هیڅ قانوني اداره نشته او نه تر پنځلس کلنۍ پوري په ښوونځیو کي د امتحان ویره شته او نه زموږ په څېر ورباندي د لوبو او شوخیو بندیز شته، د مور او پلار لخوا په ماشومانو بندیز او غوږ پېچونه خو بیخي لکه غټ جرم چي وکړې دومره بد کار دی.. په فنلنډ کي د ریاضي استاد نه چا پوښتنه وکړه چي ته ماشومانو ته څه ور زده کوې، ده ورته ځواب کي ویلي و”زه ماشومانو ته یوازي د خوښ اوسیدلو او نورو ته د خوښۍ بخښلو هنر ور زده کوم، که یې دا هنر زده کړ نو په ژوند کي به هرې پوښتني ته د ځواب توان پیدا کړي”.
اوس که نو د جاپان هیواد یوه وړه بیلګه را واخلو هلته ماشومانو ته تر دریم ټولګي یوازي یو مضمون ویل کیږي هغه د ښو اخلاقو او ادب په اړه دی. د حضرت علي رض په دې وینا خو جاپانیانو له موږ نه ډیر ښه عمل کړی، هغه فرمایي “څوک چي ادب نه لري، هغه دین نه لري” اوس نو زموږ په ټولنه کي د ادب او اخلاق کچه څومره ده د دې لپاره موږ باید په خپل ګرېوان کي وګورو. زموږ د دوستانو څخه یو څوک تللی و جاپان ته، په هوایي ډګر کي یې د مالوماتو څانګي ته ځان د استاد په توګه ورپېژندلی و، ویل یې تر هغه وخته چي د دوی هیواد کي وم داسي عزت یې راکاوه لکه زه چي د دوی د هیواد صدراعظم یم.
اوس که نو یو ځل بیا راشو د خپل هیواد تعلیمي نظام ته او دلته د استاد او شاګرد ترمنځ اړیکو ته نو سړی حیران پاتي شي .زوی مي صفت الله سلطان دویم ټولګي کي دی کله چي مکتب ته ځي نو ورسره د کتابونو د درنې بستې وړلو لپاره باید کوم بل څوک مرسته وکړي، ځکه کتابونه دومره دي چي د شپږم صنف هلک به یې لا هم په وړلو ستړی شي، بیا نو چي کله د مکتب څخه راشي نو لیکلو ته وجوړیږي د ریاضي پنځه صفحې، د دري څلور صفحې او بیا نو د املا وار دی چي کله د دې ټولو څخه ځان بې غمه کوي نو ماښام وي، کله ډوډۍ خوړلې او کله همداسي وږی تږی بيده شوی، نه لوبو ته وخت پیدا کولای شي او نه تفرېح ته خلاص دی.
که یوې خوا ته د کمزوري او غیر منصفانه نصابه سر ټکوو بلي خوا ته مو د هیواد ډیری سیمو کي د جګړې اور د مکتب او مدرسې دروازې سوځولي، د ماشومانو تنکۍ هیلي مو د نامالومي او پردۍ جګړې له امله د خاورو سره خاوري شوي، زموږ د خاص روزګان ولسوالۍ د بازار یواځینۍ لیسه پنځه کاله کیږي چي تړلې ولاړه ده خو د ښوونکو معاش یې له هماغه لومړۍ ورځي د ولایت مرکز ته راځي او سره ویشل کیږي دا ټول هیواد کي د تړلو ښوونځیو یوه بیلګه ده چي ما یې یادونه کړې، داسي سیمي هم شته چي د مکتب معاش د وسله والو مخالفینو او ځایې چارواکو تر منځ سره ونډۍ کیږي او یو ډول تجارت ورباندي روان دی.
اصل کي د نورو ګڼو لاملونو تر څنګ زموږ هیواد کي د روانو ناخوالو یواځینی ستر لامل ناپوهي او د علمي سرمایې نشتون دی، دا وطن به تر هغه پر خپلو پښو و نه دریږي تر څو چي مو د علم ډګر کي د نړۍ او سیمي د پرمختللو هیوادونو سره د سیالۍ لپاره لاسونه نه وي یو کړي او تر هغو به مو نسلونه د فکري غلامۍ له روان ښکېلاک څخه و نه ژغورل شي تر څو مو پر ذهنونو د جهل و ناپوهۍ آوار ټغر نه وي ټول کړی.