تاند- د افغانستان پر سرحدي پوستو د پاکستاني پوځیانو په حمله کې نن لږترلږه یو افغان سرحدي پولیس وژل شوی دی.

د جرمني خبري اژانس د راپور له مخې د کندهار د امنیه قومندانۍ ویندوی ضیا الرحمن دران وویل، پاکستاني پوځیانو نن سهار اووه بجې د کندهار ولایت په معروف ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو پر یوې پوستې برید وکړ چې په نتیجه کې یې یو افغان پولیس ووژل شو.

ښاغلي دران همداراز وویل:«دوی برید پیل کړ او هڅه یې وکړه چې د افغانستان په خاوره کې د سرحدي پولیسو پوستې ونیسي خو افغان ځواکونو مقاومت وکړ.»

تر دې مخکې په تېرو څو ورځو کې پاکستاني پوځیان د کندهار په سرحدي سیمو کې د افغانستان خاورې ته رامخکې شوي او د ډیورند کرښې دې لور ته یې پوستې جوړې کړي دي.

په معروف ولسوالۍ کې شهید شوی افغان سرحدي پولیس
په معروف ولسوالۍ کې شهید شوی افغان سرحدي پولیس

د جرمني خبري اژانس د معروف د پېښې په اړه د ځینو رسنیو په قول وايي چې جګړه وروسته له دې ونښته چې افغان ځواکونو له پاکستاني پوځیانو وغوښتل د ډیورند کرښې د افغانستان لور ته د پوستو جوړول ودروي خو د پاکستان د امنیتي ځواکونو یوه چارواکي رد کړه چې ګنې دوی د افغانستان لور ته د پوستو د جوړولو هڅه کړې ده یا یې جوړې کړي دي.

د پاکستان د پوځ یوه چارواکي، د نوم د نه ښودلو په شرط ډي پي اې خبري اژانس ته ویلي:«د افغانستان ملي اردو نن سهار قلعه سیف الله ته نژدې د لوی بند په سیمه کې د پاکستان پر پوستې بې موجبه ډزې وکړې.»

د دغه پاکستاني پوځي چارواکي په وینا د ډزو له کبله پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د افغانستان او پاکستاني د سرحدي ځواکونو ترمنځ له دې نښتو څو ساعته مخکې یعني پرون ماښام افغان طالبانو د کندهار د سپین بولدک پر سرحدي پوستې برید وکړ چې په نتیجه کې یې دواړو خواوو ته مرګ ژوبلې واوښتې.

د افغانستان امنیتي ځواکونه وايي چې طالبان د پاکستان له لوري وراوښتي ول او بېرته هماغه لور ته وتښتېدل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *