تاند- پاکستان وايي، د کندهار او بلوچستان ایالت ترمنځ د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ په نښته کې لږترلږه ۳ پاکستاني سرحدي ځواکونه وژل شوي او ۲۱ نور ژوبل دي.

د کندهار د والي ویاند وايي چې پاکستاني ملېشو سهار وختي درې نیمې بجې هڅه کوله چې د سپین بولدک ولسوالي د نظر او لقمان کلیو ته داخل شي چې د افغان ځواکونو له لوري یې مخه ونیول شوه.

صمیم خپلواک دا هم وویل چې په دې نښته کې ۳ افغان سرتېري ټپیان شوي دي.

د کندهار امنیه قوماندان جنرال رازق څو شېبو وړاندې وویل چې یو ملکي افغان شهید شوی او ۱۱ سرحدي پولیس ټپیان شوي دي.

د جنرال رازق په وینا د دواړو خواوو ټولټال ۵۱ تنه ژوبل شوي دي.

پاکستان ادعا کوي چې افغان سرحدي ځواکونو نن سهار په لقمان کلي کې د پاکستان پر سرحدي ملېشو ډزې وکړې او په نتیجه کې یې ملېشو او عامو خلکو ته مرک ژوبلې واوښتې.

خو شاهدان وايي، افغان ځواکونو وروسته له دې چې پاکستاني ځواکونه او د سرشمېرنې د ادارې کارکوونکي د افغانستان خاورې ته راننوتل او د افغانانو سرشمېرنه یې کوله، له ځواب سره مخامخ شول.

له پېښې وروسته پاکستان د چمن – سپین بولدک لاره بنده کړه.

پاکستان وايي په ټپیانو کې درې ماشومان هم شامل دي.

له بلې خوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی نفیس زکریا نن /جمعه/ په په خپله اوونیزه خبري غونډه کې وویل چې د دوو هیوادونو ترمنځ پوله په واضح ډول نخښه شوې خو له دې سره سره په داسي حال کې چې پاکستاني مامورینو په خپله خاوره کط سرشمېرنه کوله د افغانستان له لوري پرې ډزې وشوې.

ده وویل، که افغانستان ډزې ونه درولې، پاکستان هم ځان ته حق ورکوي چې د ځان دفاع وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *