عبدالرحیم (موسی زی)
ز مونږ ګرانوهېواد والو ته په ورځني ژوند کې یو بل ښه زیری چې دوی کولای شي له دې وروسته خپل د برښنا د لګښتونو بلونه خپل افغان بېسیم موبایل له لارې ورکړي.
په افغانستان کې مخابراتي شرکتونو افغان بیسیم او روشن له برښنا شرکت سره یوه هوکړه لاسلیک کړه او وروسته له دې به خلکو ته دا آسانتیاوې برابرې کړي او وروسته له دې خپلو ګرځنده موبایلونو و له لارې د برښنا پیسې ورکړي.
اوس مهال خلک د خپلو برښنایي لګښتونو د پیسو سپارلو لپاره په فزیکي توګه دولتي او خصوصي بانکونو ته ورځي اود ګڼو هېوادوالو په خبره هلته د خلکو ډير وخت ضایع کیږي او ځینې وخت هم د خلکو ډیره ګڼه ګوڼه وي.
د برښنا شرکت وایي، په لرې پرتو سیمو کې داسې خلک شته چې بانکونو ته لاسرسی نه لري او د برښنا د لګښتونو پیسو په سپارلو کې له ډیرو ستونزو سره مخامخ وي.
وروسته له دې به د برښنا د لګښتنو پیسې د ګرځنده موبایلونو په مرسته سپارل کېږي.
یاده دې وي چې د افغان بېسیم او روشن مخابراتي شرکتونو، چې پیرودونکي یې هم خورا ډیر دي وایي، وروسته له دې خلک کولی شي د موبایل د پیسو پر مټ د برښنا لګښتونه برښنا شرکت ته وسپاري، اوس مهال ډیر خلک د برښنا بیلونه بانکونو ته سپاري.
همدا راز د برښنا شرکت مشر عبدالرزاق صمدي د د غې هوکړې لاسلیکولو پر مهال وویل، دغه تړون به هغو کسانو ته ډیرې آسانتیاوې چمتو کړي، چې د برښنا د بل سپارلو لپاره وخت نه لري او یا له بانکونو څخه په لرې واټنونو کې ژوند کوي.
په افغانستان کې الکترونیکي بانکداري او د موبایل کارټونو له لارې د پیسو سپارل یوه نوې خبره ده. ښاغلی صمدي وایي، دغه سیسټم ډاډمن دی او د لاسوهنې امکان په کې نشته.
نو اوس دا پوښتنه پیدا کېږي، چې خلک څنګه کولای شي د ګرځنده موبایلونو کریدیت له لارې د برښنا پیسې وسپاري.
په همدې حال کې مخابراتي شرکتونه وایي، د دغه کار لپاره یې ځانکړي کوډونه او شمېرې ټاکلې، چې په ډایلولو یې اوریدونکي ته په پښتو، دري او انګریزۍ ژبو معلومات ورکول کېږي، چې څنګه کولای شي د برښنا لګښت پیسې ورکړي.
له بل لوري زمونږ ډیری هېواد وال د افغان بېسیم او روشن مخابراتي شرکتونو او برښنا شرکت له دغه ښه اقدام څخه خوښ ښکاري او وايي چې وړاندې تر دې یواځې یوه خصوصي مخابراتي شرکت دغه آسانتیاوې وړاندې کولې، چې خلکو یې په اړه دومره پوهاوی هم نه درلوده او ډیرو کمو خلکو ترې ګټه پورته کوله.
دا په داسې حال کې ده چې اوس مهال شپږ دولتي او خصوصي بانکونه د برښنا د بیلونو پیسې اخلي خو د برښنا شرکت وایي، دا چې ورځ تر بلې له برښنا څخه ګټه ډیریږي په راتلونکې کې شونې نه ده چې دغه بانکونه دې د خلکو اړټیاوو ته ځواب وویلی شي.