ذبيح الله احساس –

ټول سره موافق دي، چې په تذکره کې د افغان کلمې نه يادونه؛ افغان ملي هويت تر ډېره تر پوښتنې لاندې رواستی دی؛ خو ميدان تر دې بايلل شوی، چې د افغان کلمې پر ضد شعوري مخالفين د خير پر غونډې ناست، ننداره کوي او مخالفت يوازې د شعوري پلويانو تر منځ کرښې پيدا کړې دي.

د شعوري پلويانو دواړه لوري د دې هېواد د هر اړخيز ارزښت د ساتنې لپاره غږ پورته کوي؛ يوه خوا؛ په تذکره کې د افغان کلمې نه يادونه په پوره توګه د دې وطن د تاريخي ارزښتونو د له منځه تلو سره برابره مسله بولي؛ بل لوری هم ټينګار کوي، چې په شته حالتو کې په تذکرو کې د افغان کلمې نه يادونه دومره زيان نه شي را پېښولی؛ څومره، چې د همدې مسلې د لا شاربلو له امله دم ګړی دا خوار او زار وطن له لا ستونزو سره مخ کولی شي.

د دواړو اړخونو دلايل د اورېدو وړ دي، د فکر وړ دي؛ خو ماته له ټولو ستره اندېښنه دا ده، چې همدا ډلې (د افغان کلمې شعوري پلويان/ ځوان سياسي حرکتونه)، د اخلاقي او شخصي بدبينيو له امله را پيدا شوی مخالفت؛ د وطن د سترو ارزښتونو په مخالفت کې سړوي.

که اساسي قانون ته ورځو، نو څلورمې مادې حکم کړی، چې د افغانستان هر اوسېدونکی افغان دی. لامل څه و، چې د تېرې ديارلس کلنې دورې تر وروستيو کلونو پورې د دې مادې پر وړاندې هېڅ ډول ښکاره غبرګون ونه ښودل شو.

د تذکرو مسله پيل وه، وزارتونو ورباندې کار هم پيل کړ، تر ډېر ځايه چارې بشپړې وې؛ خو ناڅاپي په تذکره کې د افغان کلمې د يادونې او نه يادونې پر سر په پارلمان، د ځينو قومي سياسي کرکټرونو پر ګديو او د کابل پر سړکونو د افغان کلمې پر ضد نارې پورته شوې.

درې ستر لاملونه يې په ډاګه دي:

لومړی: د تذکرې پر وړاندې د حکومت د واکدار کمرنګه حرکت، چې دا هم ځينې معقول دليلونه لري.

دويم: د افغان کلمې د شعوري پلويانو(ځوان سياسي حرکتونه) بې تدبيره شور

درېيم: د افغان کلمې شعوري مخالفينو ته وخت پيدا کېدل، چې د قومي سياست له مخې د خپل قوم د اتل په توګه رامخې ته شي، هم سياسي ګټه وکړي او هم له افغان کلمې سره د شعوري مخالفت تنده خړوب کړي.

په پورته يادو شويو لاملونو کې درېيم لامل څېړلو ته اړتيا نه لري، دا هغه خلک دي، چې له پخوا يې د افغانستان له نوم سره کرکه ده، بار بار يې دغه ستر نوم جعلي بللی او د افغان له کلمې سره يې مخالفت له همدې ځايه سرچينه اخلي، چې د تاريخي حوالو پر بنسټ دغه نوم يوازې پښتون پورې تړاو لري، چې د هضمولو لپاره يې د دوی فکري معده بې وسه ده.

ديارلس کاله پخوا چې د افغانستان د بيا جوړېدو لپاره لارې چارې لټول کېدې، نو د ملي يووالي لپاره به له دې پرته بله سمبوليکه چاره څه وه، چې د دې هېواد ټول اوسېدونکي دې د افغان په نامه ياد شي.

د اساسي قانون د څلورمې مادې د حکم د ساتنې دنده د دولت تر څنګ د افغان کلمې د شعوري سياسي پلويانو وه، چې داسې موقع په نږدې راتلونکي کې پيدا شوې نه وای، چې د دې کلمې شعوري مخالفين دې غږ پورته کړای شي؛ داسې ونه شول، سياست غلط وچورلېد او ميدان بلې خواته کوږ شوو.

کله چې په لومړي ځل په تذکرو کې د افغان کلمې پر سر د ناندريو پيل و، نو شعوري سياسي پلويانو بايد د سړکونو پر سر د افغانيت کلمې د ننګې په موخه د شور جوړولو پر ځای د سترې سياسي بشري قوې د جوړښت غم خوړلی وای او پر ارګ فشار راوړل شوی وای، قانون تشريح شوی وای او دغه لړۍ روانه ساتل شوې وای. که څه هم ورته حرکتونه وشول؛ خو کم رنګه و، شخصي وو، ډلييز وو؛ خو ستره سياسي قوه نه وه.

دم ګړي د هېواد په پلازمېنه کې د ګوتو په شمار داسې نوي سياسي ګوندونه دي، چې د مشرانو او ځوانو فرهنګيانو په ګډون د تېرو شپږو کلونو نږدې ملګري، د يوې فرهنګي لارې لارويان، استادان او شاګردان، پکې وېشل شوي دي. که چېرې په تېرو څو کلونو کې ورته حرکتونه ښه منسجم شوي وای، ممکن په تذکرو کې د افغان کلمې د شتوالي او نشتوالي ستونزې په څېر مسلو سره هېڅ مخ نه وای.

اوس هم د دې پر ځای چې د تذکرې د ستونزې حل ته لاره ولټول شي، د همدې نويو سياسي ګوندونو ډېری پخواني ملګري د نامعلومو عقدو د سړېدو په خاطر پر ملي مسايلو د ننداريو له لارې لاس او ګرېوان دي.

لا هم د دې وخت دی، چې لومړی په خپلو کې يو بل ته د فيسبوک له لارې نه بلکې د نږدې ناستو له لارې په قانوني او معقلو دليلونو قناعت ورکړو، پر سړکونو داسې شور جوړ نه کړو، چې په دې حساسو وختونو کې د افغان کلمې شعوري مخالفينو ته مو د تېر ځل په څېر د غږ پورته کولو پاس ورکړی وي.

لا هم قانون د دې لاره پرې ايښي ده، چې ولسمشر له توشيح وروسته هم د تذکرو مسله د سترې محکمې له لارې د اساسي قانون په رڼا کې وڅېړي.

که همدا ډل بازۍ روانې وي، نو سړکونه به مو د افغانيت او اسلاميت په نامه رنګ کړي وي؛ خو ګټه به يې نه وي رسولې. وخت راغلی، چې د اختلاف لپاره اختلاف ونه کړو؛ د وطن او ملي ارزښتونو لپاره يو بل هضم کړو. کنه لا هم ډېر داسې شته، چې ځان ته په افغان نه ويلو وياړي، د دې وطن نوم جعلي بولي، خو برخه نيمه غواړي.

بس احساسات قابو کول غواړي، د سړکونو پر سر د اتلولۍ پر ځای د سياسي ځېرکۍ له لارې په ولسمشر داسې فشار راوړل پکار دي، چې اساسي قانون، ولس او وطن له شره خلاص کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *