خبرپاڼه

د اجرائیه رئیس په مشرۍ د افغان حکومت او بهرنیو ادارو ترمنځ د ساتني د لوړي کچي کاري ګروپ ایجاد سو

تاریخ: 10 سرطان 1395

کابل افغانستان : د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د افغان حکومت او نړیوالو ادارو ترمنځ د ساتني لوړ رتبه کاري ګروپ ایجاد او نن یې لومړۍ غونډه جوړه سوه.

په دغه ګروپ کي د افغانستان د امنیتي، روغتیايي او تحصیلي سکتورد وزیرانو علاوه د ملګرو ملتونو د اړوندو ادارو مشران او د ناټو په چوکاټ کي د بهرنیو ځواکونو د غوڅ ملاتړ ماموریت ګډون لري.

اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن ددې ګروپ په پرانستونکې غونډه کي وویل، چي په هیواد کي د روان بشري ناورین، په جګړو کي د قربانیانو او تلفاتو د مخنیوي په خاطر دغه ګروپ ایجاد سوی دی.

نوموړي زیاته کړه، چي افغانستان ټولو بشري قوانیونو، نړیوالو کنوانسیونونو او په جګړه ییزو حالاتو کي د ملکي وګړو ژوند ته د پام کولو مواردو ته په احترام سره ددغه ډول یوه کاري ګروپ ایجاد مهم باله او هڅه کوي، چي له دې طریقه اړوندو ستونزو ته رسیدګي وسي.

هغه یادونه وکړه، چي افغان حکومت د یوه مسؤل حکومت په توګه د ولسي خلکو، عامه المنفعه تاسیساتو، د بشري مرستو لېږدوونکو او نورو اړوندو سړیو او کړیو ساتنه خپل لومړیتوب ګڼي او په تمامه معنی یې حفاظت کوي.

د ډاکټر عبدالله په خبره، چي ښوونځي، روغتیايي مرکزونه، د بشري مرستو د توزېع مراکز او نور ټول عام المنفعه تاسیسات باید له هر ډول برید او تهدیده خوندي وي او تلاش وسي، چي په ټول پلانونو او پالیسیو کي دغه ټکي ته خاصه پاملرنه وسي.

اجرائیه رئیس وړاندي وویل، چي د ساتني د لوړ کچي کاري ګروپ په اړه به د هیواد د امنیت شورا په غونډه کي هم بحث وکړي، څو ټول اړوند ارګانونه په دې برخه کي خپل خپل مسؤلیتونه سرته ورسوي.

نوموړي د ملګرو ملتنو په چوکاټ کي له ټولو مرستندویه او همکارو ادارو څخه مننه وکړه، چي په حساسو شرایطو کي یې د بشر د ښېګڼي په خاطر خپل فعالیتونه جاري ساتلي دي.

د افغان حکومت او بهرنیو ادارو ترمنځ د ساتني د لوړي کچي کاري ګروپ په پرانست غونډه کي په افغانستان کي د ملګرو ملتونو دسیاسي نمایندګۍ UNAMA مرستیال مارک باوډن وویل، چي دوی د افغان حکومت ددې اقدام ستاینه کوي او دا یو پر وخت عمل ګڼي.

هغه زیاته کړه، چي اوسنیو شرایطو ته په کتو او د ملکي خلکو د مرګ ژوبلي د لوړي کچي په لیدو سره ددغه ډول یوه لوړ رتبه کاري ګروپ ایجاد خورا اهمیت لري او مرسته کوي، چي په دې برخه کي توجه او اساسي کارونه نور هم زیات سي.

نوموړي یادونه وکړه، چي ددې ګروپ کار به پر ولسي خلکو باندي د مسلحو برخوردونو او مخالفتونو د منفي تاثیراتو په راکمولو کي مهم رول ولري.

ددې ګروپ لپاره کاري لایحه جوړه سوې، برخه لرونکي او افغاني او بهرنۍ ادارې یې مشخصي سوي او د کاري غونډو د مودې په اړه به یې مشترک تصمیم ونیول سي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *